د کندوز ښاروالي وايي چې په شپږمه ناحیه کې د دریو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې دا سړکونه د کندوز مرکز د شپږمې ناحیې اړوند په «۳۰۰ فامیلیو ښارګوټي» کې جوړېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې پر دې ۷ فرعي سړکونو د کانګریټاچونې چارې پيل شوې دي.
د کندوز د ښاروالۍ مسوولینو دا هم ویلي چې د دې سړکونو په رغولو ۲۲ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ مصرفېږي او لګښت یې د ښاروالۍ لخوا ورکول کېږي.
تر دې مخکې هم د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو کې د لسګونه فرعي سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې وې چې د ډېرو کارونو یې بشپړ شوي او د ځینو بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
بلخوا د کندوز یو شمېر ښاریانو د دې پروژو جوړېدو ته خوښي ښودلې او له حکومته یې د ورته نورو پروژو د پلېکېدو غوښتنه کړې ده.