ژباړه: حامد بهیر
هر لیکوال د لیکلو پر وخت د ځان له تشریح سره زیاته علاقه لري. شخصیت جوړونه او فضا جوړونه په لیکوالۍ کې له خپل درون څخه د معنوي تگ په ډول دي، چې د لاجذابیت او د مخاطب سره د ذهني همغږۍ له لارې منځ ته راځي.
په هره لیکنه کې ساده ژبه، د لیکوال دروني حالت بیانوي. د مثال په ډول د هرې کیسې په جوړښت کې د هغه د لیکونکې وینه جاري وي، چې په ژوندیو کلمو او لغتونو کې راښکاره کېږي او له خپلې فردي وینې او ساه څخه د کیسې د درون کرکټرونو او فضا ته ژوند او حرکت ورکوي؛ یانې زه فرد لیکوال، جمعي انکاس پیدا کوي او له فردي ټکي څخه جمعي ټکي ته لېږدول کېږي؛ ځکه لیکوال د ټولنې د یوه محصول او اوسېدونکي په توگه، خپلې اړتیاوې او غوښتنې د متن له موضوع او ټولنیزو مسایلو څخه اخلي. او د هغه او لوستونکي تر منځ چې دواړه د ټولنې محصول دي یو مشترک حس رامنځ ته کېږي.
د لیکوال فردي ځانگړنې د کیسې د لیکلو پر وخت په لیکوال پورې اړوندې دي لکه: د کار شکل ته پاملرنه، په کیسه کې کرکټر جوړونه او فضا جوړونه؛ خو ددې پنځونې لاسته راوړنه د مخاطب لپاره جمعي اړیکه جوړوي.
د ادبي تولید او ادبي پنځونې ترمنځ څه توپېر موجود دی؟
که په سطحي ډول د تولید او پنځونې کلمې ته په ادبیاتو کې وگورو، دواړه معقولې به یو له بل نه جلا نه وي؛ خو که لږ په دقت باندې موضوع ته ور دننه شو، ځینې خبرې شته چې دا دوې معقولې یو له بل نه جلا کوي.
تولید: معمولً یو لغت دی، چې زیاتره په نورو مواردو کې زیاته اقتصادي کارونه لري او په معاصره لغتنامه ( فرهنگ رایج ) کې د مصرف تر څنگ یوه ځان لرونکې مانا پیدا کوي. که چېرې ادبیاتو ته د یوې مادي او مصرفي معقولې په ډول وگورو ( څنگه چې په غرب کې ځینې په دې باور دي ) د ادبي تولید خبره پنځونې ته نږدې شی لېدل کېږي؛ خو که زموږ خبره د ادبیاتو له خبرې سره برعکس یا سرچپه وي، په دې پروسه کې تولید له پنځونې سره توپیر کوي؛ ځکه تولید په مادي تعبییر سره تر ډېره د ادبي اثر کمیت تداعي کوي او پنځونه د هغې د کیفیت را خلاصول یا راسپړل دي؛ خو ډېر لیکوالان د تولید او پنځونې موضوع یوه بولي.
اثر ته د پراخه قبلونې زیان
ډیری لیکوالان خوښوي چې اثر یې د مخاطیبینو تر منځ پراخه قبلونه ولري یایې ټول ومني؛ په داسې حال کې چې پراخه قبلونه یو زیان دی چې لیکوال د دطبعي پنځونې او د خپل ځانگړي ځای څخه لرې کوي او یو عوامانه شخصیت وربښي.