ژباړه: حامد بهیر
نثر یانې پاشلی. د ژبې یو ډول دی چې یوازې په ژبنیو قواعدو ( لغوي او نحوي قواعد ) تکیه کوي او بله هیڅ کومه قاعده له ښکاره بیاني قواعدو ( تشبیه، استعاره، مجاز، کنایه او نور ډولونه یې )، بدیعي قواعد ( ادبي ارایې او صنایع او هغه څه چې د بیان د صنایعو اړوند دي ) او سندریز قواعد ( هغه څه چې په ژبه کې د همرنگۍ او همغږی سبب کېږي، لکه وزن، قافیه، ردیف او … ) په کې نه وي راغلي.
د نثر یو ساده او پخوانی تعریف مې وړاندې کړ.
خو دلته لږ زیات په نثر او نظم او د هغوی په توپیر باندې غږېږم. هغه مهم ټکی چې باید په نظر کې یې ولرو دادی چې نثر د نظم په مقابل کې نه راځي او نه شو کولای ووایو چې، که کوم نثر د نظم ځانگړنې نه درلودې نو حتمن نثر دی او ددې برعکس.
فکر کوم ددې دواړو توپیر به د مخاطب سره د اړیکې له نظره وي. په دې اساس لیکوال په نثر کې په قصدي ډول له مخاطب سره اړیکه لري او د ځواب په تمه وي. یا داچې خپله پوښتنې ته ځواب دی، مخاطب کولای شي په مستقیم ډول د هغه پیغام واخلي.
په نثر کې کلمې د کارونکي په لاس کې وي، چې د علم او پوهې په وسیله یې یو د بل ترڅنگ راولي، تر څو چې اصلاح شوې او شفافې خبرې ترې رامنځ ته کړي. له هغه ځایه چې متن د ازاد شعر په پرتله کمې پیچلتیاوې لري، لوستونکی ډېر په ارامۍ باندې له هغه سره اړیکه ټینگوي.
علي موسوي گرمارودي په نظم او نثر کې د کلمو په اړه وایي:
“کلمې په نثر کې هغه وسیلې دي چې په ډېر اصولي او معقولي ډول ترې گټه اخیستل کېږي.
په بل عبارت: کلمه، په نثر کې کلابنده وي او د هغې کارونکی چاپیریال دی. خو په شعر کې له همدې کلمې نه تر ډېره په اصولي پړسېدلي او معقولي ډول کار اخیستل کېږي او ویونکی د هغې کارونکی دی چې په هغې کې کلابند دی”
جرج اورول په دې اړه وایي:
“په نثر کې تر ټولو بد کار دادی چې کلمو ته تسلیم شو.”
کله چې د یوې ځانگړې موضوع په اړه فکر کوو، پرته له کلامه فکر کوو او وروسته که وغواړو څه مو چې په ذهن کې وو، تشریح کړو، باید وگرځو تر څو مناسبې کلمې ورته پیدا کړو.
بر عکس کله چې د یوه تصوري مفهوم په اړه فکر کوو، له همغه اول نه مو زړه غواړي چې د هغې پر ځای یو کلمه راپیدا کړو، که چېرې یوه معقوله هڅه ددې ځای پر ځاینې د مخنیوي لپاره ونه کړو کلام گوډیږي او پاتې کار خپله ترسره کوي. چې دا د گډوډۍ او حتې د هغه مفهوم د تغییر سبب کېږي چې موږ په خپل ذهن کې درلود …”
په دې مانا چې په نثر کې نباید خپل اختیار د کلمو په لاس کې ورکړو او هغوی ته تسلیم شو، هغه پېښه چې په نظم کې باید رامنځ ته شي. همدغه کلمې دي چې په نظم کې شاعر په بر کې نیسي او باید چې ځان د کلمو په سیند کې غرق کړي.
شعر خو د کلماتو په وسیله یو خاص مفهوم او حس انتقالوي او دا لوستونکی دی چې خپلې اړتیا ته په کتو ترې اخیستنه کوي. شعر یوه مخکې ژبه ده، چې موخه یې یوازې د مانا او مفهوم انتقال نه دی بلکې دلته د انتقال څرنگوالی او تاثیر مطرح دی، چې د مخاطب په ذهن او احساس یې لري. له همدې امله دي چې وایي؛ په شعر کې مخاطب موخه نه ده بلکې یوازې یوه واسطه ده چې یو څه د ” هیڅ ځای ” نه ” یوه ځای ” ته انتقالوي.
محمد حقوقي وایي: ” کلمات په نثر کې په لاره روان وي، ددې لپاره چې یو ځای ته ورسي، خو په شعر کې کلمات گډېږي؛ تاسو په گډېدا کې غواړی کوم ځای ته لاړشی؟”
د نثر خلاف چې په هغه کې غالبً جزئي موضوعات دي لکه؛ خپگان، خوشحالي او یو خاص حالت ښیي، شعر بیا کلي مفاهیم په په بر کې نیسي لکه: غم، خوښي او …
لوستونکی په نثر کې د داسې یوې لیکنې سره چې د ژبنۍ پیچلتیا او له ادبي صنایعو نه خالي وي او هغه ځانگړی مفهوم چې له اوله تر اخره متن په بر کې نیسي مخامخ کېږي. خو شعر غواړي چې یوازې د کلماتو پرله پسې والی ونه ویني، د لغتونو هغه ترکیب چې په هغه کې خیال، عاطفه او احساس په کې یو دبل تر څنگ ناست وي غواړي. تر څو انساني مغهوم بیان کړي.