حمیدالله حمیدي
د بادشاهي جومات د پاکستان دویم لوی جومات دی، چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې موقعیت لري. دغه جومات په ۱۶۷۳ مېلادي کال کې د هند د ګورګانیانو د وروستي امپراتور اورنگ زیب عالمگیر په امر جوړ شوی دی، چې کله کله دغه جومات د عالمګیري جومات په نوم هم یادېږي.
د بادشاهي جومات په پاکستان کې د شاه فیصل له جومات وروسته دویم او د جنوبي اسیا په کچه پنځم لوی جومات شمېرل کېږي. د جومات په داخل کې پر یو وخت (۵۰۰۰) لمونځ کوونکي ځایېږي، خو پرصحن سربېره دغه جومات بیا په یو وخت کې د (۶۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د جومات پر دېوالونو له لیکنو ښکاري، چې په لومړی ځل د جومات جوړولو دوه کاله وخت نیولی دی.
د وخت په ترېدو سره جومات بیا بیا روغول شوی او لوی شوی دی. د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې د جومات صحن د مرمرو په ډبرو وپوښل شو، چې جومات ته یې لا ښکلا ورکړه.
د بادشاهي جومات درې لویې ګنبدې او څلور لوی منارونه لري. د جومات منارونه، دېوالونه او بېرونی صحن په سرو مرمرو او ډبرو پوښل شوي دي، چې ټول جومات ته یې سور رنګ ورکړی دی. دغه جومات د ګورګانیانو د دورې له شهکارونو څخه شمېرل کېږي.