لیکنه: حمیدالله حمیدي
د شاه فیصل جومات، چې د پاکستان په اسلام اباد کې موقعیت لري، د نړۍ د لویو او مشهورو جوماتونو په ډله کې راځي. دغه جومات په (۵۰۰۰) متره مربع ځمګه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
په ۱۹۶۶ کال کې کله، چې د سعودي عربستان پاچا شاه فیصل بن عبدالعزیز اسلام اباد ته سفر وکړ، د دې جومات د جوړولو انګېزه ور سره پیدا شوه. د جومات د جوړولو لپاره د ۱۷ اسلامي هېوادونو د معمارانو تر منځ سيالي پیل شوه، تر څو د یوه نوي او پرمختللي جومات د جوړولو طرحې چمتو کړي.
د ۴۳ طرحو له منځه د ترکي معمار (ودات دالوکای) طرحه ومنل شوه او د جومات د جوړولو کار رسمآ پیل شو. دا چې د جومات ټول لګښت د شاه فیصل بن عبدالعزیز لخوا ورکړل شوي، نو په همدې نامه نومول شوی هم دی.
د شاه فیصل جومات یوه لویه ګنبده او څلور لوړې منارې لري. د جومات پر دېوالونو د مشهورو پاکستاني خطاطانو لخوا په کوفي لیک لیکنې شوې دي. دغه جومات پر نارینه و سر بېره د ۱۵۰۰ ښځینه لمونکوونکو لپاره هم ځانګړی ځای لري.
د شاه فیصل جومات پر نورو ملحقاتو سربېره، کتابتون، رسټورانټ او یو پوهنتون هم لري، چې ۷۰۰ محصلین په کې پر زده کړو بوخت دي. دغه ټولو ملحقاتو د جومات شاوخوا سیمه پر یوه واړه ښارګوټي بدله کړې ده.