ژباړه: حامد بهیر
زده کونکي د درس په وروستیو کې له استاد نه وپوښتل، استاده ماته دې وروستۍ وینا څه ده؟
استاد وویل: تل زده کړه چې د ژوند د مفاهیمو او پدیدو د درک لپاره فلسفي لیدلوری ولره.
ژوند په مینه پیل کړه؛ ځکه مینه د ژوند مالگه ده او بې مینې انسان، بې مینې شاعر او بې وزرو مرغه ته ورته دی.
“شاعر بی عشق مرغ بې پر است
بی حرارت ماه وبی جان پیکر
است” ( میرزا تورسون زاده )
په خلکو باندې مهربانه اوسه؛ ځکه مهرباني ستا روان ته لطافت بښي او جسم دې له پاکوالي څخه مال لامال کوي.
له څلور شیانو نه ډډه وکړه؛ عیب لټونه، دروغ، کبر او ځان لوی لیدل. ځکه قدر دې باید د نورو په زړه کې وي.
انسانان یې د خپل استعداد او ظرفیت په اندازه خوښوه؛ ځکه د بې ظرفیته انسانانو سره بې اندازې مینه د خپل زړه ماتول دي.
ډوډی په اړمنو، پوهه له نیکانو او مهرباني دې په زړه ماتو باندې وویشه.
خدای ﷻ پلټونکی، له خدای ﷻ ډارېدونکی او په خدایﷻ باورمند اوسه.
وږي ته ډوډۍ ورکړه، لوڅ ته جامې ورکړه او له خپلې آزدی څخه دې یو څه انسان ته ورکړه.
په خبرو کې ازاد او په عمل کې کاکه اوسه؛ ځکه ازادي او کاکه توب مرگ نه لري.
خلاصه حیا لرونکی، وفاداره او انسان اوسه.

























































