د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «وردوج» ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا شبکه د «وردوج» ولسوالۍ په «محمدي» کلي کې جوړه شوې ده.
ویل کېږي چې د دې شبکې په جوړېدو سره ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
بلخوا د دې سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبو د دې شبکې پر جوړېدو خوښي ښودلې او د ورته پروژو د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
د ویلو ده چې افغانستان په تېرو کلونو کې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او په ډېرو لیرو پرتو سیمو کې د څښاک اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.