د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت په «نادرشاه کوټ» ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلو متره سړک د جوړولو کارونه پیل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دا سړک د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د «ځینېخیلو» له بازاره تر «قلندر» ولسوالۍ پورې جوړېږي.
د خوست مسوولینو دا هم ویلي چې یاد سړک په اساسي شکل جوړېږي او چارې یې پیل شوې دي.
بلخوا د دې ولسوالۍ خلک د دې پروژې پیل ته خوښ دي او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې په یادو سیمو کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د فرعي سړکونو چارې پیل شوې وې چې د ډېرو کارونه یې بشپړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې لا هم د هېواد د ډېرو لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د ترانسپورتي ستونزو په حل کې جدي هڅې وکړي.