3 °c
Kabul
4 ° دوشنبه
4 ° سه شنبه
یکشنبه, نوومبر 30, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

د خوشحال د يوه بيت نوې مانا

POHAWAI Media by POHAWAI Media
جنوري 29, 2025
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

د پوهنتون استاد، دوکتور اجمل ښکلی

0
خپرول
188
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دوکتور اجمل ښکلى

د غفور ليوال صاحب په يوه ليکنه کې مې د خوشحال د دې بيت “زه خوشحال کمزورى نه يم، چې به ډار کړم/ په ښکاره نارې وهم، چې خوله يې راکړه” يوه نوې مانا ولوسته او هغه دا چې خوشحال وايي، چې زه له خبرو څخه نه ډارېږم، چې خوله يې راکړې؛ نو غږېږم به پرې.

په يوه ډول د بيت دا مانا د وينا د ازادۍ له معاصر مفهوم سره مرسته کوي او د شعر د اجزاوو له مانيز پيوستون يا فورم نه هم ناسمه نه ښکاري؛ خو پوښتنه دا ده، چي تر اوسه موږ ولې دې مانا ته نه وو ځير او تل مو ترې همغه رومانتيکه مانا اخيستې ده؟ دلته د همدې پوښتنې د ځواب پيدا کولو هڅه کوو.

د خوشحال له ژونده پوهېږو، چې رنګين مزاج يې درلوده (دلته رنګين مزاج د عمل نه، فکر په مانا واخلئ) او څو ښځې يې درلودې. موږ چې د هغه ژوند ته ګورو، په اسانه له دې شعره رومانتيکه مانا اخلو؛ خو د شاعر موخه که د لېوال صاحب اخيستې مانا وي؟

خوشحال له ښځو سره د رومانس په اړه ډېر شعرونه لري، مثلا وايي:

خوله مې غوښته له نګارې، رایې نه کړه!

د رقیب په خوله شوه آرې، رایې نه کړه

وې یې دربه کړم بوسه د خوږو شونډو

رانېژدې، نېژدې شوه بارې، رایې نه کړه

يا:

که يې تل لکه شکر خورم، کم به نشي

ستا له دواړو خوږو شونډو آز زما

يا:

مگر تا څخه سامان د سلطنت دى

چې په هوډ مې سپينه خوله غواړې خوشاله

د محبوب او د محبوب د خولې او شونډو په اړه دا ډول ګڼ شعرونه موږ هڅوي، چې له لومړني بيت نه رومانتيکه مانا واخلو او د لېوال صاحب مانا راته عجيبه وبرېښي.

يوازې د خوشحال په شاعرۍ کې نه، تر خوشحال مخکې وروسته د پښتو تقريبا د هر شاعر په شعر کې، بلکې د ختيځ په زياتره شاعرۍ کې د بوسې لفظ او مفهوم راغلى دى. دروېش وايي:

يوازې زه نه يم، چې شونډې ښکولوم د ښکلو

د ګل له پاڼو سره دغه کار هوا هم کوي

په ولسي ادبياتو، په تېره په لنډۍ او غاړه کې هم د خولې اخيستلو، خولې ورکولو او خولې غوښتلو مفهوم ډېر راغلى:

خوله به د خداى په رضا درکړم

منګى مې ولې ښوروې، لنده دې کړمه

د ليکنۍ او ګړنۍ شاعرۍ دا دومره لوى متن موږ نه پرېږدي، چې له شعره هغه مانا واخلو، چې غفور لېوال چې ترې اخيستې ده. په بله وينا، موږ ته وايي، چې د خوشحال په بيت کې د “خولې يې راکړه” له فقرې څه مانا واخلو.

يو بل او مهم بستر زموږ فرهنګ او ژبه ده، چې موږ ته وايي، چې د خوشحال له هغه بيت نه رومانتيکه مانا واخلو. موږ په خپله ژبه کې د خولې اخيستلو، خولې ورکولو او خولې غوښتلو اصطلاحات لرو، چې د خوشحال په بيت کې هم د خوله يې راکړه” په بڼه راغلى؛ نو ځکه موږ په اسانه رومانتيکې مانا ته ورماتوي.

او بالاخره څه نا څه له يوې پېړۍ راهيسې د خوشحال او د شاعرۍ په اړه يې د پوهانو رامنځته کړيو متونو بيا بيا زموږ په ذهنونو کې همغه رومانتيکه مانا پيچکاري کړې  ده، چې په نورو متون کې راغلې او د دې مجال يې نه دى پرېښى، چې بله مانا ترې واخلو.

د خوشحال ژوندليک، شعرونه يې، ليکنۍ(پښتو او شرقي شاعري)، فرهنګ، ژبه او د خوشحال د شاعرۍ په اړه رامنځته شوي آثار ټول د معاصرې متنپوهنې له زاويې متون ګڼل کېږي، چې د بين المتنيت د پوهانو په اند، يوه شعر ته مانا ورکوي.

بين المتنيت د شلمې پېړۍ اصطلاح ده، چې بلغاريۍ فرانسوۍ ژوليا کريسټوا د باختين او نورو فورماليستانو او رغښتوالو د نظريو په اغېز کې وکاروله؛ خو د ژرار ژنت او نورو پوهانو دا نظريه وپالله او ډېرې نوې خبرې يې پرې ورزياتې کړې. باختين د کيسه پوهنې په مورد کې پر مکالمه ټينګار وکړ. دا د هغه وينا ده، چې ژوند مکالمه دى او ژوندي پاتې کېدل په مکالمې پورې تړلي دي. د بين المتنيت پوهانو دا مکالمه د متونو ترمنځ د تړاو په مانا واخيستله.

د بين المنتيت پر بنسټ متن په خلا کې نه پنځېږي، بلکې هر متن له تېرو متونو سره په تړاو کې رامنځته کېږي يا مانا اخلي او راروانو متونو ته مانا ورکوي. په بله وينا، هر متن د تېر متن يوه خاطره وي.

دې نظريې يوازې د متونو پر اړيکو خبرې و نه کړې، بلکې متن يې له سره تعريف کړ. د متن پخوانى مفهوم زموږ او ستاسو په کتابونو کې د حاشيې پر وړاندې د کتاب مرکز ته ويل کېده؛ خو د بين المتنيت د پوهانو په اند، متن ګړنى، ليکنى، اډيو، ويډيو، عکس، ډبرليک، مجسمه او هر هغه څيز کېداى شي، چې يو پيغام او مانا انتقال کړي او د اجزاوو ترمنځ يې محتوايي يووالى موجود وي. د متن په دې تعريف کې پخپله فرهنګ هم راځي، چې د دې نظريې پوهانو يې لوى متن بولي، چې نور واړه متن يې له بطنه زېږي او په تړاو کې يې له مانا برخمنېږي.

نو د متن مانا په مجرد ډول يوازې په همدې متن کې نه وي، بلکې د ټولو متونو ترمنځ په ګردش کې وي او په دې ډول متن د ځان او شرايطو ترمنځ اړيکه جوړوي او مانا پيدا کوي؛ خو دا بايد هېر نه کړو، چې بين المتنيت د متونو ترمنځ يوازې پر مانيز يا منځپانګيز تړاو خبرې نه کوي، بلکې جوړښت او نور توکي هم په بر کې نيسي؛ خو موږ چې دلته د خوشحال په بيت کې پر مانا غږېږو، نو يوازې همدې اړخ ته مو خپله پاملرنه ورګرځولې ده.

له دې زاويې که وګورو، د خوشحال په بيت کې د خولې ورکولو په مانا کې راسره ټول هغه متون مرسته کوي، چې پاس مو وشمېرل.

دا به ومنو، چې يو متن  له تېرو او هممهالو متونو سره په تړاو کې رامنځته کېږي؛ خو دا تړاو له کومه پلوه وي. په بله وينا، دا تړاو کوم توکي رامنځته کوي؟ د بين المتنيت پوهان په دې توکيو کې کسان، پېښې، نقل قول، ژانر، فورم، محتوا او نور راولي. په خپله شرقي شعرپوهنه کې موږ د تلميح، اقتباس، تضمين، اشارې، سرقت (هندي مکتب: د مضمون غلا)، احسان، ضرب المثل، د چا پر ځمکه شعر ويل، اصطلاح او داسې نور مفاهيم لرو، چې د متونو ترمنځ تړاو ښيي او د بين المتنيت له معاصرو بحثونو سره اړيکه لري؛ خو دا دواړه لوري خپلې موخې او ارزښت سره په ځينو مواردو کې بېلوي.

بين المتنيت له خنثى زاويې نه د متونو پر اړيکه بحث کوي؛ خو د سرقت، تضمين او اشارې غوندې مفاهيم ارزښتي مسايل دي. د بين المتنيت موخه د متونو ترمنځ د تړاو رابرسېره کولو دي؛ خو د تلميح يا نورو موخه په متن کې هنري ارزښت پيدا کول دي. درېيم دا چې بين المتنيت خپل بحثونه يوازې تر شعر او ادبي نثره پورې نه محدودوي، بلکې د ټولو متونو ترمنځ د تړاو خبره کوي او هڅه کوي، چې هغه توکي معلوم کړي، چې د متونو ترمنځ اړيکې ښيي.

اوس که د خوشحال شعر ته راشو، په هغه شعر کې د خولې ورکولو منځپانګه د تلميح، اقتباس، تضمين او نورو زېږنده نه ده، بلکې د اصطلاح توکى دى، چې له ژبې راغلى؛ خو په نورو متونو کې يې تکرار هم په دې شعر کې له مانا سره مرسته کوي.

ژرار ژنت د بين المتنيت دا توکي په درو ډلبنديو کې رانغاړي: يو، صريح، چې زموږ د اقتباس مفهوم هم پکې راځي. دوه، ناڅرګند، چې زموږ د سرقت مفهوم هم پکې راځي او څنګزنى(ضمني)، چې تلميح او ايما هم پکې راځي.

د خوشحال په بيت کې د خولې ورکولو مفهوم زموږ د شعرپوهنې له مخې کوم صنعت نه دى، چې په تلميح کې يې وشمېرو؛ خو بين المنيت چې د هر ډول متونو ترمنځ پر تړاو غږېږي، د ژرار ژنت په ډلبندۍ کې په صريح چوکاټ کې راځي، ځکه چې تر دې مخکې په نورو متونو کې په صراحت سره راغلى دى.

ژرار ژنت وروسته د بين المتنيت پر ځاى د ټرانسمتنيت (Transtexuality) د متونو ترمنځ د تړاو لپاره غوره کړ او دا يې د بينامتنيت، پيرامتنيت، پورې متنيت (metatextuality)، سرمتنيت (architextuality) او ډيرمتنيت(hypertextuality) په پينځو ډولونو ووېشه.

په بيامتنيت کې همغه د صريح او ناصريح مفاهيم راځي، چې پاس مو پرې خبرې وکړې. په پيرامتنيت کې د متن سرليک، د ليکوال تخلص، ژانر او نور راځي، چې د متن خونې ته پرې لوستوال ورننوځي. په پورې متنيت کې له نورو متونو سره د حاضر متن انتقادي اړيکه ده. په سرمتنيت کې د ژرار ژنت په اند، هره هغه اړيکه راځي، چې حاضر متن يې له تېرو متونو سره تړي او په ډېرمتنيت کې په حاضر متن کې د تېر متن اغېز راځي، چې دا اغېز يا د يو رنګوالي او يا د بدلون په ډول وي. دا وروستى ډول يې موږ د هم مکتبو شاعرانو په سبکونو کې وينو.

دا ټول ډولونه متن له متنوالى برخمنوي، چوکاټ ورکوي او له لوستوال سره د مانا په اخيستو کې مرسته کوي، چې د متن موخه ده.

د خوشحال بيت د ژرار ژنت د دې وېش له مخې په سرمتنيت کې راځي، چې د خولې ورکولو مفهوم يې له تېرو او اوسنيو ټولو متونو سره نښلوي او مانا ورکوي.

بين المتنتيت چې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې وده وکړه او د رولان بات غوندې کره کتونکو مطرح کړ، د متن او ماتن پر ځاى د متن او لوستونکي خبره وکړه او متن يې د ماتن پر ځاى د نورو متونو تابع وباله، چې د ماتن کار پکې يوازې د حاضر متن پر ډګر د تېرو متونو راټولول دي او لوستونکى په حاضر متن کې د نورو متونو د دغې نوا پر بنسټ ترې مانا اخلي. په دې ډول لوستونکى له نورو سره متونو سره د حاضر متن په اړيکه پيدا کولو کې فعال نقش لوبوي او د مانا د معما حل يې راباسي.

د خوشحال له بيت نه د دې نوې مانا په اخيستلو کې غفور لېوال د يوه فعال لوستونکي نقش لوبولى؛ خو دا مانا يې له خلا نه ده راايستلې او نه يې  يوازې له همدې متن اخيستې ده. د خولې ورکولو دا مانا زموږ په فرهنګ او ژبه کې کارېږي، مثلا خلک وايي، چې خوله يې راکړې، خبړې خو به کوم. دا ډول جملې زموږ په ليکنو او ګړنيو متونو(ويناوو) کې ډېرې وينو، چې موږ هڅوي، چې د خوشحال له شعره د ليوال صاحب مانا واخلو.

د “راکولو” مفهوم په پښتو ژبه کې د پيدا کولو په مانا عام دى او له لاسونو، غوږونو او سترګو او نورو سره کارېږي، مثلا خداى سترګې د ليدو لپاره راکړې. خوشحال وايي:

خداى په کور کې راکړه هغه تورې سترگې ترکه

اوس به يې په مرسته څه فرخار لره وردرومم

په يوه بله مسره “سترګې چې پيدا دي، خو ديدار لره کنه” کې پيدا د “راکړې” پر ځاى کاروي.

په پايله کې ويلاى شو، چې د خوشحال له بيت نه دوديزې او د لېوال صاحب اخيستې نوې مانا دواړو ته بستر نورو متونو برابر کړ. هغه کسان چې له دې بيته يې تل رومانتيکه مانا اخيستې، ښايي فکر وکړي، چې د خوشحال مراد همغه لومړۍ مانا وه، چې د دې يو بل لامل هم دى او هغه دا چې رومانتيکه مانا يې زموږ په ذهن کې پخه شوې او دومره ډېره تکرار شوې، چې موږ فکر کوو، چې د خوشحال مراد همغه مانا ده. دا دويمه مانا ښايي دوى پر همدې بنسټ د ماتن په مانا کې د لېوال صاحب تصرف وبولي او زړه ته يې و نه لوېږي يا يې پر خوشحال ظلم وبولي؛ خو دوى ته يوازې د زړه د صبر غوښتنه کولاى شو، ځکه چې بيت اوس د ماتن له بطنه راوتى؛ خو تش شعر نه دى راوتى، مانا يې هم له ځان سره راايستلې او اوس د متونو په بطن کې دى، چې دې نوې مانا ته يې توجيه ورکوي. ان په راتلونکې کې امکان لري، چې لوستوال ترې د وخت په تېرېدو بله مانا واخلي.

خو که د خوشحال د شعر دا دواړه ماناوې سره خوا په خو ا کېږدو او د يوې د انتخاب حق ولرو؛ نو حق به د هغې مانا په طرف وي، چې ډېرو متونو رااخسيتې وي. تاريخ راته وايي، چې د يوې پېښې په اړه په ګڼو تعبيرونو کې خلک هغه تعبير رښتونى بولي، چې د ډېرو متونو له خولو يې اورېدلى وي او په اړه يې ډېر متون توليد شوي وي، خداى وکړه، چې هغه تعبير له واقعيت سره سروکار و نه لري. د خوشحال د بيت دوديزه مانا مو ځکه زړه ته پرېوځي، چي تر شا يې ګڼ متون ولاړ دي. دا په حاضر متن کې د نورو متون پراخه لاس ښيي.

بين المتنيت د نقد يو نظريه ده، چې ژوليا کريسټوا د باختين او ژاک درېدا د رغښت شننې په اغېز کې په متونو کې د ښځو په اړه د راغليو مفاهيمو د شننې لپاره وکاروله؛ خو اوس د ادبي کره کتنې نظريه ده، چې موږ يې د خپلو متونو د شننې او څېړنې لپاره کارولاى شو او هنري ارزښت او پټې ماناويې رابرسېرولاى شو.

ټګونه: د خوشحال بیتدوکتور اجمل ښکلیلیکوالي کره‌کتنه
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    نوومبر 13, 2025
    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    نوومبر 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved