لیکنه: جمیل الله حیران
ناول د ادب په نثري برخه کې هنري نثر پورې تړلی یو ژانر دی. موږ هنري نثر هغه ډول نثر ته وایو، چې هدف یې یوازې د معلوماتو انتقال نه، بلکې د لوستونکي په ذهن او زړه باندې د ژور اثر پریښودل هم وي. په هنري نثر کې ښکلا، تخیل، احساسات او داسې نور وړاندې کیږي؛ نو ناول کې هم د ټاکلي هدف سربېره لیکوال ښکلا، احساسات او تخیل وړاندې کوي.
پښتو ژبه ته د هنري نثر دې ژانر د اتلسمې پېړۍ په پای او د نولسمې پیړۍ په پیل کې د ژباړې له لارې راتګ وکړ، خو تر هغه وروسته لومړی کس، چې د خپل قلم تر څڅېدلو تورو یې دا ژانر تخلیق او وپاله، هغه سید راحت زاخلي وه، چې (نتیجه یې عشق) د پښتو ژبې لومړی ناول یې ولیکه.
په نولسمه، شلمه او اوس مهال یو ویشتمه پېړۍ کې د پښتو ادب سلګونه لیکوالو د ریالیزم، جادویي ریالیزم، رومانتیزم، کلاسیسزم، ناتورالیزم او نورو ادبي مکتبونو په رڼا کې په سلګونه ناولونه لیکلي، چې نه یوازې زموږ ادبي پانګه ورسره غني شوې، بلکې د اذهانو په تنویر او روښانولو کې یې هم ستر رول لوبولی.
د دغو لیکوالو له جملې یو یې مسرور دی، چې په دې وروستیو کې یې (ولسمشر پیلوټ) ناول د رومانتیزم ادبي مکتب تر تاثیر لاندې ولیکه، دا ناول تر چاپ وروسته د ادب د متخصصینو، لوستونکو او مینوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو.
مسرور تر دې وړاندې په ژورنالیستیکه او ادبي برخه کې څو نور اثار هم لوستې طبقې ته د خدمت په موخه تر چاپ راویستلي، د هغو له جملې یو یې (چرمي تعویز) ناول دی، خو هغه ما ندی لوستی، چې ادبي قوت، ژبه، کرکټرونه، د پېښو تسلسل او نور اړخونه یې همدومره پیاوړي دي که نه.
د ولسمشر پیلوټ په پیل کې تاسو د ایران د ولسمشر ابراهیم ریسي د مرګ پیښې ته ورولي، بیا مو اورپا ته په قاچاقي لاره په ځنګلونو کې د تلونکو افغانانو له حاله خبروي، تر هغه وروسته مو بېرته خپل هیواد ته راولي او په کندهار ولایت کې مو د هغه ماشوم پیښې ته بیایي، چې د استاد لخوا په دې خاطر وهل شوی وه، چې د ١٣ پر ځای یې ٣١ ولیکل، یاد ناول مو په وروستیو کې بیا د هغې مور خواته بیایي، چې په کابل ښار کې پنځه ویشت کاله په یوه کوټه کې ساتل شوې وه.
د ناول مرکزي کرکټر شاهان دی، دا په اصل کې هغه ماشوم ده، چې د استاد لخوا په کندهار کې د ١٣ پر ځای د ٣١ لیکلو له امله ووهل شو، مسرور د رومانتیزم ادبي مکتب تر اغېز لاندې همدا ماشوم د ایران د ولسمشر پیلوټ او د هغې مور زوی کړی، چې په کابل ښار کې تر څورلس کالو وروسته له یوې کوټې را وویستل شوه.
د ناول کیسه د لومړي شخص د لید د زاویې له مخې بیانیږي، کله چې څوک دا ناول لولي فکر کوي، چې خپله لیکوال شاهان او د ناول مرکزي کرکټر دی، د لید د دې زاویې له مخې کرکټر د (زه) او (موږ) کلیمې استعمالوي، مثلا: ما غوښتل الوتکه کنټرول کړم. دلته (ما) په ماضي حالت کې د (زه) اوښتونکې بڼه ده.
یا:
نور هېڅ پوی نه شوم، چې پر موږ څه بلا راغله.
د ناول مرکزي کرکټر شاهان دی، ځکه چې شاهان د ارې منځپانګې محور ګرځیدلی.
فرعي کرکټرونه پکې: ډاکټره اریانا ( په اصل کې یوه افغانه ډاکټر)، بابک( د غلو او قاچاقبرانو مشر)، فرحان( د شاهان کشر ورور) او داسې نور دي.
پیچلی کرکټر نه لري، ځکه د کرکټرونو په خواصو کې بدلون نه راځي. پیچلي کرکټرونه هغه دي، چې کړنې یې یو ځل مثبت لوری تعقیبوي او مثبت کارونه کوي وروسته منفي او تر وروستیو لوستونکي ته نه ښکاري، چې دا کرکټر اوس مثبت اړخ لري که منفي، دغه شان کرکټرونه چون په یاد ناول کې نشته؛ نو ځکه وایو، چې ناول پیچلی کرکټر نه لري.
د ناول ژبه ساده، روانه، سلیسه او عام فهمه ده. اضافي کلیمې او جملې پکې ندي راوړل شوي او د الفاظو له اسراف څخه پکې خود داري شوې، فکر کوم مسرور ته د یاد اثر د لیکو پر مهال د استاد غضنفر هغه خبر ور یاده شوې، چې د کلیمو له اسراف څخه باید ډډه وشي. په ناول کې د لهجوي او ګړدودي ژبې تاثیر نه لیدل کیږي، د لیکلو معیاري ژبه پکې کارول شوې او بله ښیګڼه په دې برخه کې داده، چې مسرور د هر چا له معیار او شان سره سمه هماغه ژبه ورته کارولې، کله چې شاهان غږوي په ریښتا لوستونکی دا فکر کوي، چې شاهان تعلیم یافته شخص دی، کله چې ډاکټره اریانا غږوي؛ نو لوستونکی په ریښتیا د یوې ډاکټر او تعلیم یافته، مؤدبې ښځې خبرې اوري، همداسې د ماشوم د غږېدو پر مهال یې د ماشوم، د بې سواده د غږېدو پر مهال یې د بې سواده … ژبه کارولې، خو له سلاست، روانۍ او لسګونه نورو ښیګڼو سره سره یوه نیمګړتیا، چې د یاد اثر د لیکلو پر مهال ما محسوسه کړه، هغه داده، چې په یاد اثر کې اکثریت ځایونه د (او) عطف توری په داسې ځایونو کې راوړل شوی، چې هلته ورته اړتیا نه محسوسېده، په ځینو ځایو کې همدې د (او) عطفي توري سکته ګي رامنځ ته کړې، چې باید پر ځای یې هلته د (،) لیک نښه کارول شوې وه او ځینې ځایونه داسې هم شته، چې کامې لیک نښې ته هم اړتیا نه پیښېده، مثلا: له پښو مې ساه ووته، زړه او نا زړه روان شوم. ددې پر ځای که دا جمله داسې لیکل شوې وه:( له پښو مې ساه ووته، زړه نا زړه روان شوم؛ نو بهتره به وه.
یا:
”له خپل ځای څخه پنځوس متره لرې لاړم، لږ لوی میدان مې تر سترګو شو، چې جلګو او وړو بوټو پوښلی و، له دې څخه نږدې دوه سوه متره لرې شین لوګی پورته کېده او ګومان کېده، چې الوتکه هلته پرته ده او اور یې اخیستی دی. زما ګومان په یقین بدل شو، الوتکې اور اخیستی وه او لوګی ترې پورته کېده”. پدې پرګراف کې څلور ځایه د (او) عطف توری راغلی، خو که همدا څلور واړه ځایه ددې توري پرځای د کامې لیک نښه کارول شوې وه؛ نو یو به له تکرار مخنیوی شوی وه او دویم دا، چې د لوستلو پر مهال به سکته ګي له منځه تللې وه.
منظرکشي: یاد ناول تر ډېره حده متحرک دی او لیکوال پکې هرې پیښې ته حرکت ورکړی، چې دا د یاد ناول یو بارز پواینټ او ښه ځانګړنه ده، همدارنګه تصویرونه یې دومره راڼه دي، چې لوستونکی د لوستلو پرمهال د پیښې اړوند سیمې ته بیایي، اکثریت لوستونکي به ضرور د یاد ناول تر لوستلو وروسته دا فکر کوي، چې په ناول کې راغلې هره پیښه یې په خپلو سترګو لیدلې، مثلا: دې کسانو یوه زړه تاریخي کلا پیدا کړې وه، له همدې کلا څخه یې د خپل کاروبار لپاره ګټه اخیسته، دا کلا د غره په یوه څنډه کې جوړه وه، شاوخوا ترې ځنګل چاپېر وه، ګومان کېده، چې پخوانیو خلکو د کلا د سیلانیانو لپاره جوړه کړې وه، څلور برجونه یې درلودل، اوس ددې کلا زیاته برخه نړېدلې وه، خو دې کلا ددې مافیا لپاره د قصر ارزښت درلود.
یا:
زما مور په داسې ځای کې ساتل شوې وه، چې ډېره کمه رڼا پکې وه، کوټه له خټو جوړه شوې وه، زاړه دېوالونه یې درلودل، دروازه او کړکۍ یې په خټو ورته بندې کړې وې، د رڼا لپاره یوازې یوه وړه دریڅه وه، د کوټې داخل ډېر چټل وه…
په یاد ناول کې که د پېښو تسلسل ته وګورو؛ نو هره پېښه په خورا ښه بڼه پییل شوې، منطقي تسلسل ندی مات شوی او یوه پیښه(واقعه) پکې له بلې سره منطقي تړاو لري، چې همدې تسلسل د ناول هنري ارزښت لا پیاوړی کړی، د تحقیق د پوهانو دا نظریه: یوه موضوع یا پیښه، چې په کوم توري پای ته رسیږي، بله موضوع یا پیښه باید په هماغه توري پیل شي یعنې تسلسل باید په پوره انداز وساتل شي، مسرور په ولسمشر پیلوټ کې عملي کړې.
د ناول عاطفي اړخ هم خورا پیاوړی دی، کله چې لوستونکی یاد ناول لولي؛ نو ضرور به له داسې صحنو او پیښو سره مخ کیږي، چې له عاطفي اړخه به ښه کلک ټکانونه ورکوي، همدا عاطفي اړخ به په ځینو ځایو کې لوستونکي باندې د خوښی اثر پریباسي، خو داسې صحنو سره به هم ضرور مخ کیږي، چې خواشینی کوي به یې، مثلا: د ځوان چې کله په ما سترګې ولګیدې، چیغه یې له خولې ووته، بیا یې کلکه غېږ راکړه، ځوان بې هوښه شو، لږې اوبه مو پرې وشیندلې او ډاکټر مو را وغوښت، له صفدر سره راغلي هغه بل کس راته وویل، چې دا ستا ورور فرحان دی.
یا:
چې کله مې د مور له خولې د زوی کلیمه واورېده، خپله ژړا مې کنټرول نه شوه کړای، سترګې مې ورته خلاصې کړې، په اوږه مې ورته سر کېښود او مخ مې ورته مخ سره ولګاوه. یو دم یې له خولې چیغه ووته: شاهان! وۍ خدایه دا خوب وینم که لیونۍ شوې یم.
په ولسمشر پیلوټ کې د ناول له جوړېدونکو توکو یو بل توکی، چې تلوسه ده، هم له پیله تر پایه شتون لري او ضرور به د د هرې جملې/پرګراف په ویلو سره ژر تر ژره د لوستونکي بېړه دا وي، چې راتلونکې جمله/ پرګراف هم ولولي او په کیسه ځان پوه کړي، خو دا خوږ انتظار(تلوسه) د ناول ترپایه لوستونکی له ځانه سره بیایي.
په ټوله کې د (ولسمشر پیلوټ) باندې زیاتې خبرې کېدی شی، خو دا چې اوس مهال اوږد لیکنې له یوې خوا لوستونکي نه خوښوي او له بلې خوا یې لوستلو ته وخت نه لري په همدومره خبرو بسنه کوم، هیله لرم، چې د یاد اثر په پاس معرفت کې به مې هغه څه ویلي وي، چې حقیقت ولري او د ولسمشر پیلوټ حق به مې په سمه بڼه ادا کړی وي، په همدې هیله!
مسرور صیب ته یې یو ځل بیا د چاپ مبارکي وایم او په راتلونکي کې امید ورته لرم، چې پښتو ادب به په همداسې ارزښتمنو ډالیو لا غني کړي.