ژباړه: حامد بهیر
په مثنوي کې مولانا د شیخ کیسه بیانوي؛ چې یو ورځ سهار وختي په تیاره کې یې د اس کیزه د حمام تر څنگ هغه نفر ته ورکړه چې مخ یې نه مالومیده او حمام ته لاړ.
کله چې بیرته د باندې راووت گوري چې د اس کیزه یې د مشهوره غله په لاس کې ده او په چیغو یې پیل وکړ.
غله وویل چې ولې چیغې وهې؟
شیخ وویل: ای مشهور غله، زما د اس کیزه ستا په لاس کې څه کوي؟
غله وویل: تا خپله په تیاره کې ماته راکړه، زه دې له خپل کاره هم پرېښودم او اوس چیغې هم وهې.
شیخ وویل:
بیا دې ولې کیزه غلا نه کړه؟
غله وویل:
تا کیزه ماته وسپارله، زه غل یم، خو خاین نه یم او هغه څه چې ماته سپارل شوي وي له هغو سره خیانت نه کوم.
مولانا وروسته ادامه ورکوي چې:
ددې غله په اندازه شرافت ولری او له هغه خلکو سره چې خپل مال او حال یې تاسې ته سپارلي، هیڅکله خیانت مه کوئ.

























































