استاد ګل رحمان رحماني
ادبیات او ارواپوهنه یو له بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري، دواړه یو په بل کې بشپړې ښکېلې ساحې دي، چې د ملګرتیا رېښه یې د ادبیاتو او انسان د پېژندنې او پیدایښت په څېر مخینه لري، خو له بده مرغه چې پېژندنې او څېړنې ته یې ډېر وروسته او په معاصرو پېړیو کې په مسلکي ډول پام اوښتی دی.
د پښتو ژبې او ادب د لرغونې او اوسنۍ پانګې د څېړنې په ځولۍ کې کم داسې اثار مخې ته راځي چې د ادبي اثارو او ادیبانو د مفکورو رواني تحلیل او د لاشعور د دنیا د ورکو منظرو او ځمکو د لیدو او نندارې تصویرونه دې لوستونکي ته وړاندې کړي. په بل عبارت په پښتو ادب کې د رواني تحلیل او تصویر رنګونه په دې پیکه دي چې زموږ لیکوالو او نقادانو د شعر او هنر پېژندنې په هڅو کې تر ډېره په دودیزو کلاسیکو اصولو اوڅېړنو وخت تېر کړی دی.
ارواښاد سیدبهاءالدین مجروح لومړی افغان ادیب او فیلسوف و چې د خپلې فلسفي پوهې او لیدلوري پر مټ یې د «ځانځاني ښامار»، «نا اشنا سندرې»، «د جبر او اختیار ډیالکټیک» او ورته نورو ګټورو اثارو له لارې یې په مسلکي او شعوري ډول دغه پېچلې لار پرانېسته او په عالي ذوق لرونکو لوستونکو او عمومي ډول همزولو او له ده مشرانو لیکوالو یې د انساني روان او لاشعور د راز پوښلې دنیا د نا اشنا تجربو ننداره وکړه.
ارواښاد مجروح هم د لوړ ذوق لیکوال او هم خلاق لوستونکي د نوو سیمبولونو او نا اشنا استعارو پر خزانو او ښکلا واړول او د ولاړو ذهنونو د خوځولو له لارې یې هم د جرات او هم د ذوق خواخوږه ووېشل، خو ددغه بندښت او تابو ماتول په یوه داسې ټولنه کې چې لا هم د ټولنیزو علومو او فرهنګ په برخه کې له خپلو زړو دودیزو علمي او فکري نظریو سره د مخه ښې نیت نه لري؛ یو ښکلی لېونتوب یا یو سپېڅلی بغاوت و، ځکه چې لا هم دغه ښامار زموږ د تفکر او خلاقیت پر ستوني واکمن و، له همدې امله وو چې پوهاند مجروح ددې اوښتون لومړی قرباني هم شو او د منصور و سقراط لاره یې ونیوله.
ځانځاني ښامار د خپلې محتوا، ژبې، بیان او سیمبولونو له اړخه ډېرو قلموالو ته فکر او د خبرو هنر ور زده کړ، خو تر شا یې د مجروج د مرګ د تصویر ویرونکی سیوری هم و چې ښايي د همدې وېري سیوري د ډېرو په خبره پوه لیکوالو د قلم رنګ هم وچ کړي او دا جرات یې ونه کړ چې دا سبک او مېړانه وپالي.
که څه هم په تېرو شلو کلونو کې چې په افغانستان کې د جمهوریت او «دیموکراسۍ» کلونه وو، د بیان له ازادۍ په نسبي استفادې ځینې دا ډول سرسري اثار ولیکل شول، خو ددې سبک بشپړ خپلونکي بیا هم د ګوتو په شمار وو چې له دې ډلې یو مخکښ خپله د پوهاند مجروح شاګرد استاد محمد اکبر کرګر و. کرګر صاحب د ادبیاتو، عرفان او ارواپوهنې د ډګر ژورې تجربې لري او په وروستیو ادبي او څېړنیزو اثارو کې یې د عرفاني او ادبي دنیا ډېرې پخې تجربې د پښتنو لوستونکو مخې ته کېښودې.
یوه تر ټولو درنه، تازه او د ستاینې وړ هڅه یې « د ارواحو له ښاره» داستاني اثر پنځونه ده چې په لوستنه یې د یادې شوې تشې د ډکېدو هیله غوړېږي او لوستونکی د ځانځاني ښامار د یوې بلې تازه او ژورې تجربې نندارې ته دروي.
استاد کرګر د عرفان او ارواپوهنې ژوره مطالعه او کره ماخذونو ته د لاس رسي امتیاز لري، خو ادبیات یې د خوښې مسلک او شخصیت هم جوړوي. ده له هېواده له کلونو لرې والي سربېره هم خپله ټولنه نه ده هېره کړې او د پښتني فرهنګ او ټولنیز سکښت له رګ رګ سره دومره اشنا او بلد دی چې ښايي په همدې خاوره پيدا شوی، لوی شوی او بابا شوی هم ورسره اشنا نه وي، دا ځکه چې کرګر صاحب له خپلې ټولنې، خلکو، ژبې، دود او فرهنګ سره نه شلېدونکې اړیکې لري او د لرې والي نوستالژیک درد یې ددې لامل نه دی شوی چې هغه له دې هر څه بې پروا کړي، کنه چېرته ممکنه وه چې له لندنه دې د ارواحو د ښار داسې ژورې او مستندې کیسې په هنري او سیمبولیکه ژبه وړاندې کړي.
زه د ادبیاتو د یوه مینه وال او ښوونکي په توګه د استاد کرګر، محمد انور وفا سمندر او استاد عبدالغفور لیوال د اثارو لوستونکی یم او دوی هغه ممتاز ادیبان دي چې د فلسفې او ارواپوهنې له لیدلوري یې په لوستونکي کې د ذهني بیدارونې او بدلون هنر زده کړی، د شعور په تجربو یې بسنه نه ده کړي او د لاشعور د دنیا له لوړو ژورو یې هم لوستونکو ته ډېر څه ورکړي دي، خو استاد کرګر بیا ځکه د ډېرې ستاینې وړ دی چې په یوه ځانګړې زمانه کې ـ ټولنه مو له رواني او ذهني بحران سره مخ ده ـ په دې برخه کې لوستونکو ته د مستقلو او مسلکي اثارو د تخلیق ځواک لري او د استاد مجروح د فکر روڼ تصویر په کې لیدل کېږي.
هسې خو شعوري بیداري او ویښتابه د هر ستر او هنرمن لیکوال اصلي رسالت دی، تر څو چې انساني تجربې د لاشعور له تیارو سمڅو زموږ د ژوند چاپېریال ته را نه وستل شي، زموږ د فکري بحران او زوال ورځ نه بدلېږي. د فردي او ټولنیز شعور او لاشعور تجربې په یوه ډول نه یوه ډول د هنرمن انسان په اثارو او افکارو کې ځان را څرګندوي.
سکاټلنډی فیلسوف هیووم وايي چې زموږ تصور زموږ تر تجربو پورې محدود دی. تر کومه چې د لیکوال او بیا هنرمن لیکوال د تجربو خبره ده، نو طبیعي ده چې تر عادي وګړو، ژورې او پراخه دي، دی هم د عیني او هم د ذهني تجربو ستره پانګه لري. څومره چې له ژوند او خپلې ټولنې څخه لیکوال پراخه تجربې ولري، هومره یې د ژوند له جزییاتو سره اړیکه ژوره وي، یا په بل عبارت په خپلو اثارو کې د ژوند جزوي برخو ته تم کېږي او برسیرن چلند ورسره نه کوي.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه «د ارواحو له ښاره» داستان د لیکوال ژورې او ترخې تجربې شاملي دي، دا تجربې د هغه په ژورو ذهني او عیني مشاهدو ولاړې دي، د هغه د خلکو او هېواد برخلیک ورسره تړلی دی، د ورځې خپرېدونکې ورځپاڼې، د ټلویزیون خبري سروېسونه، خواله شبکې او اعلامیې شاملې دي او هم د شپې او پردېس په تیارو کې د هغه خوبونه، خیالونه او د شپې په تېارو کې د خپل هېواد او ښار په درد بهېدونکې اوښکې. دی ددغه تجربو په بیان کې له لوستونکي سره دومره نږدې دی چې فکر کوي دده د ژوند روایت او سبک بېرته په خپله هېنداره کې ویني.
د کانټ د فلسفې له مخې انسان له درېیو قوو څخه برخمن دی چې یوه یې د فهم قوه ده، بله د حکم او درېیمه هم د عقل. د فهم ځواک موږ ته د پرتلې وس راکوي، یاني کلي نظر راکوي، حکم بیا دغه کلي نظر جزيي کوي او بیا یې عقل ته وار رسېږي چې اصلي کار یې ورڅخه پایله اخیستنه ده. په یاد اثر کې د لیکوال د همدغه درېیو واړو قواوو د ځواک او ورڅخه د ګټه اخیستنې ننداره کولی شو.
د ارواحو له ښاره اثر یو داستاني او سیمبولیک روایت دی، ځانګړې ژبه او هنري ترکیبونه لري چې له هنري نثر سره د لیکوال د غوره اشنایۍ او برلاسی څرګندونه کوي، دا کیسه یوه داسې ورځني سریال او د پېښو یا تراژیدۍ انعکاس ته ورته دی چې هره ورځ پېښېږي، چاودنې، وژنې، بریدونه او تښتونې په کې شاملې دي، خو د لیکوال ستر هنر دا دی چې مرکزي کرکټر یا راوي یې یو داسې شخص غوره کړی چې خپله د یوې تراژیدی ښکار او په ګور شوی دی، نور نو یو شخص او جسد نه، بلکې یو روح دی چې د هدیرې او ژوندۍ دنیا روایتونه بیانوي، دا ښار او دا دنیا دواړه د افغانستان په خاورو او اوښکو لمده شوې خاوره ده، چې زه ورته د درد ناپایه کیسه وایم.
ددغه اثر د لیکلو سبک هم زړه را ښکوونکی او متفاوت دی، جلا برخې او نوې، خو سره تړلې پېښې لري، د ژبې له اړخه یې هم د ترکیبونو هنریت او پخلاینه، د جملو لنډون او عبارتونه د مفاهیمو او ماناګانو د لېږد لپاره ښه مساعد دي او ژبه یې ډېره هنري او ادبي شوې ده چې زه ورته د استاد کرګر جادوګر هنر وایم، خو دا چې ښاغلي لیکوال دغه داستاني بیان ته د ناول نوم ورکړی، یو څه د تامل وړ ده، ځکه چې ناول د پېښو، پلاټ او کرکټر له اړخه څرګند تعریف او جوړښت لري، خو دلته د کرکټر «ارواح» رول د پیل، اوج او پای له اړخه ناول ته نه پاتې کېږي، پیل لري، خو اوج او پایله یا نزول یې نا څرګند یا پیکه ده، اصلا ټولې پېښې د پیل په ساحه کې له یوې ښې تلوسې سره مخته ځي، خو د اوج، نزول او پایلې تقاضا نه شي پوره کولی. دغه داستاني سبک تر ډېره ورځنیو یادښتونو یا خاطرو ته ورته دی.
د لیکوال په باب یوه بله یادونه هم ضرور بولم، استاد کرګر زما مشر او لارښود صمیمي دوست دی، د لندن د ستړیاوو او بوختیاوو سره سره دومره اپډېټ او تازه پنځونې د هر چا د وس خبره نه ده. بله مهمه خبره هم د استاد ګرګر جرات دی، هغه په خپل دې اثر کې هغه خبرې کړې چې زموږ د زمانې هر لیکوال یې د تخلیق او بیا کاږلو توان نه لري او په اصطلاح خوله یې ورباندې سوځې.
پای