حسیب نورمل
د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د خیال ادبي بهیر اتمه غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې له خوا جوړه شوې وه، چې ډېره برخه یې د میلادالنبي (ص) د پېژندګلوۍ او د ژوند مهمو پېښو ته ځانګړې شوې وه. په پیل کې د دغه پوهنتون محصل فهیم خاموش د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ. دغه راز دوو تنو نورو محصلینو طیب احمد او محمد عمر امان د حضرت محمد (ص) د ژوند پر مهمو پېښو خبرې وکړې.
د غونډې په دویمه برخه کې محصلینو خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه وویل.
د غونډې په پای کې د یادې څانګې استاد دوکتور عبدالجبار څپاند د غونډې ارزولو لپاره دریځ ته راوبلل شو، استاد څپاند په ټوله کې غونډه ګټوره وبلله او له استادانو يې وغوښتل چې د ورته غونډو ملاتړ وکړي او هیله یې وښوده چې د دغسې بهیرونو دوام وکړي.























































