ژباړه: حامد بهیر
د دې پوښتنې ځواب هو دی. په کیسه کې کړکېچ مهم او حیاتي دی. همدا کړکېچ دی چې کیسه اوج ته رسوي او د لوستونکي له پاره یې جالبوي. همدا کړکېچ دی چې کیسه بلې او حیاتي مرحلې ته بیایي؛ هغه ځای چې لوستونکی پای ته بولي او تر پایه پاتې کېږي. کړکېچ په کلاسیک داستان کې یو مهم او حیاتي عنصر دی.
ایرانۍ لیکواله، فاطمه راحل، په دې باور ده چې کړکېچ د کیسې او صحنو په مخته وړلو کې مهم رول لوبوي او همدا کړکېچ دی چې لوستونکی د کیسې سرنوشت مالوموي، یا هم لوستونکی تر پایه پورې له ځان ساتي.
د هغې په اند، کله چې کیسه د کړکېچ په حد کې واقع شي، متن ته امتیاز ورکوي او د دې سبب کېږي چې لوستونکی نوره پاملرنه ورته وکړي او له کیسې سره تر پایه پورې پاتې شي. که دا کړکېچ تکراري نه شي او یا هم ټکر منځ ته رانه وړي، نو ګرانه ده چې لوستونکی دې له موږ سره تر پایه پورې پاتې شي.
ځینې کیسه لیکونکي پېښه او کړکېچ یو د بل مترادف بولي او ځینې نور یې د ستونزې په مانا باندې کاروي. په هره کیسه کې ممکن یوه پېسې وي. په داسې حال کې چې په کیسه کې څو کړکېچونه راتللای شي. او په کیسه کې تل موجود وي.
د لنډې کیسې سنتي شکل دا دی چې لیکوال په پیل کې ستونزې پیدا کوي، ټکرونه منځ ته راوړي او په پای کې غوټې خلاصوي.
د هغې په اند، ورستنۍ او اساسي ټکر د کرکټرونو ترمنځ همدا کړکېچ دی. نو هره نښته او پېښه کړکېچ نه دی. سرنوشت سازه او اساسي نښته چې په کیسه کې نښتې او کشمکش منځ ته راوړي همدا کړکېچ دی.
هغه وایي چې ممکن په یوه کیسه کې څو کشمکشونه وي او څو کړکېچونه، چې د کیسې د پرمختګ لامل کېږي. یانې غوټه رامنځ ته شي، خلاصه شي، بله رامنځ ته شي، خلاصه شي تر څو چې د کیسې پای را ورسیږي.























































