ژباړه: حامد بهیر
د کیسې لیکلو اهمیت: هر انسان په ژوند کې د ځان بیان ته اړ دی. د غه اړتیا د وړو پېښو له بیان نه نېولې تر لویو هغو پورې په بر کې نیسي؛ هغه پېښې چې زموږ د دروني زه د بیان سره ژورې اړیکي لري.
همدې اړتیا ته په کتو، کیسه پنځول یو له مهمو ادبي ډولونو نه ده چې ډېره پاملرنه ورته شوې ده.
د دې له پاره چې وکولای شو یوه کیسه په تاثیر لرونکي ډول باندې ولیکو، په اړه یې څو نکتې وړاندې کوم:
لومړی: باید د کیسې له پاره یو کلي چوکاټ په ذهن کې جوړ کړو؛ یانې په یو جذاب روایت باندې کیسه پیل کړو.
وروسته د کیسې په لیکلو باندې پیل وکړو، چې د پېښې جزیات په کې شامل دي؛ یانې د مکان په خلق، فضا او د کرکټرونو پالنه داسې وکړو چې لوستونکی مو قانع کړی وي.
دویم: په کلمو نقاشي وکړو؛ هره کلمه د کیسې په جوړښت کې داسې ځای په ځای کړو، چې د کیسې فضا لوستونکي ته رسم کړو او هغه ځان په همغه صحنه کې داخل وبولي؛ یانې د کلمو او جملو په مرسته باندې د کیسې پوره تابلو د لوستونکي په مخ کې کېږدو.
درېیم: کرکټر جوړونه وکړو؛ په کیسه کې یو مهم عنصر د اتل کرکټر جوړول دي. کرکټرونه باید د خپلو ظرافتونو او باریکیو په مرسته په کیسه کې وپېژندل شي، چې دا کار زیات مهارت ته اړتیا لري.
لویو لیکوالانو لکه داستایفسکي، بالزاک، چخوف، تورګنیف، مارکز او نورو په کیسه کې د شخصیتونو په جوړښت کې، د توپیرونو په موجودیت، د کرکټرونو رواني او دروني ځانګړنې په داسې مهارت سره ترتیب کړې دي چې لوستونکی حیرانوي.
څلورم: له کُلي ویلو نه ډډه وکړو؛ کُلی ویل او د تصویر د لا جوړنې جوړونې له پاره د ظرافتونو او باریکیو نه بیان کیسه ستړې کونکې کوي.
د کُلي ویلو نه موخه د غیر ضروري حاشیو بیان دی. کُلي ویل هغه ټمبلي ده چې د کیسې اړین جزیات ترپښو لاندې کوي، د لوستونکي نه لاره ورکوي او کیسه بې خونده کوي.
له بل لوري، کُلي ویل د هنر په ټولو موردونو کې د قبول وړ نه دي، یو لوی تاوان دی چې موږ د ګټورو جزیاتو نه لرې وړي.
پنځم: د دیالوګ او مونولوګ په پنځونه کې دقت؛
د کیسې یو بل جوړونکی عنصر ډیالوګ(په کیسه کې د شخصیتونو ترمنځ خبرې) او یا هم مونولوګ(له خپل ځان سره خبرې) ته پاملرنه ده.
غواړم ووایم چې د ډیالوګ او مونولوګ د لیکنې په مهال دا جذاب لوري چې د داستانې پېښو حلونکي دي، په داسې ډول پیل شي چې د لوستونکي له پاره د درک وړ، جذاب او د اتل رواني او دورني حالت بیان کړي او تر ډېره د کیسې دننه تیاره ځایونه روښانه کړي، تر څو لوستونکی په حاشیو کې پاتې نه شي.
ډیالوګ او مونولوګ په کیسه کې، په حقیقت کې د فضا او عمومي روایت سره د اړیکې له پاره لیکل کېږي، ترڅو د کیسې موضوعي زنځیر مخته یوسي او لوستونکی په پېچلې فضا کې له سرګردانۍ نه ساتي.
شپږم: د کیسې د پایلې له بیان نه ډډه وکړو؛ په پند لرونکو کیسو کې معمولن د کیسې پایله بیانېږي؛ خو هغه کیسې چې هنري(کیسه په هنري او مډرڼ ډول باندې) لیکل کېږي، باید پایله په کې بیان نه شي؛ ځکه هرمنوتیکي لیکنې د متن نه لوستونکي ته لومړيتوب ورکوي. کیسه لیکونکی باید د کیسې پایله لوستونکي ته پرېږدي؛ ځکه که بیان شي نو پایله یې محدودېږي اود دې سبب کېږي چې په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول باندې یوازې هماغه یوه پایله ترې واخیستل شي.
له بل لوري د مډرنو کیسو په اوسنۍ نړۍ کې، د کیسو د پایلې د بیان له لیکلو نه ډډه کېږي؛ ځکه دا کومه علمي-څېړنیزه مقاله نه ده چې سریزه، لنډیز او پایله ولري.
په اوسنۍ نړې کې کیسه، د انسانانو د عمومي ژوند یو روایت دی؛ خاندي، ژاړي، هیلې لري، ناهیلي وي او دا خوښوي چې یو له بل نه نفرت ولری، په بریا او یا هم په ماتې سره بل قدم او چتوي.
کله کله مډرن کیسه لیکونکي، له مخکې د نیول شوي تصمیم پرته، یو عجب او حیرانونکی پای کیسې ته ورکوي، تر څو له لوستونکې د فکر او ګمان حق وانه خلي.
اووم: د کیسې فضا څه ده؟
د کیسې فضا په مکان، زمان او هغه جزیات چې کیسه په کې روایت کېږي تړلې ده.
کیسه لیکونکی د لاجذابیت او پاملرنې له پاره، داستاني فضا، یانې د انسانانو مکان، زمان او د کیسې په روایت پورې نور تړلي اجزا په ډېر مهارت باندې خلقوي او لیدلوري د کلمو جملو په مرسته باندې د لوستونکي مخې ته ږدي.
د دې فضا رسم- چې داستاني فضا ورته وایو-لوستونکي ته دا فرصت ورکوي چې قدم په قدم له دې فضا نه تېر شي او پیښې په خپله په متن کې حس کړي.
لیکونکي اوسئ!























































