ادبي راپورتاژ یو توصیفي ترکیب دی، ادبي صفت او راپورتاژ موصوف دی. راپورتاژ له دوو کلمو رغېدلی دی: راپور او تاژ.
راپور د لاتیني کلمې د رپورت څخه اخیستل شوی. راپورتاژ بیا فرانسوي کلمه ده چې لغوي مانا یې فرهنګونو ګزارش، د خبر بیانول، روایت، خبرې راټولول، اداکول، سرته رسول، د موضوع او مطلب تفصیل، توضیع او تفسیر او د واقع شوې پېښې تشریح او رښتینې توجیه ښودل دي.
په اصطلاح کې راپورتاژ اصلاً یو ژورنالیستي لیکنی صنف دی چې د یوې پېښې په باب کره او مهم معلومات ورکوي. کله چې خبره د پېښې راځي، نو دلته خبره ژورنالستیکي کېږي او دا معلومات باید کره او په رښتینې ژبه وي.
راپورتاژ له موضوع سره کار لري او مهمه خبره هم پکې پېښه ده. په راپورتاژ کې یوازې خبر رسول نه بلکې کره معلومات وړاندې کول اصل دی. په ژورنالیزم کې ادبي راپورتاژ ته سوړ خبر هم وايي.
په پورته لیکنه کې مو ولوستل چې راپورتاژ د ژورنالیزم په مسلک پورې اړه مومي، دا چې د دې کلمې سره د ادب کلمه ذکر شوې ده؛ نو د ژورنالیستیکو لیکنو او راپورونو حخه خپله لاره یو څه ګوښه کوي. په دې مانا چې د ژورنالیزم ژبه ځانته اصول او پرنسیپونه لري. کله چې موږ ادبي راپورتاژ وایو، نو له هغه بل سره توپیر پیدا کوي.
په ادبي راپورتاژ کې ژبه هنري او صیقل شوې بڼه خپلوي. کټ-مټ پېښې او د سترګو لیدلي حالات نه انځوروي. فقط د خپل تخیل او احساس او عاطفې په ملتیا خپل خبر او راپور ته ادبي رنګ او خوند بښي. په ادبي راپورتاژ کې ادبي ژبه غښتلې، د عینیت رنګ پکې غالب نه وي. لیکوال پېښې د خپل اند سره سمې تعبیر او تفسیروي.
د ادبي راپورتاژ او یونلیک (سفرنامې) ترمنځ توپیر
ادبي راپورتاژ سفرنامې ته نږدې دی، خو سفرنامه ورته نه شو ویلی، ځکه چې ټول حالات او پېښې پکې نه وي، بیان شوې. په سفرنامه کې لیکوال د خپل سفر تجربې او حرکت راښیي، له راوي سره یې کار دی، خبره د سفر کوي، خو په ادبي راپورتاژکې د ویناوال کټ-مټ خبرې او یا پېښه داسې راښيي چې دی یې په پېښېدو کې شامل دی یا نه دی، دلته موضوع را اخلو.
د ادبي راپورتاژ موضوع ځانګړې او مشخصه وي، خو سفرنامه کې د سفر بېلابېلې خواوې د سترګو لیدلی حال او تجربه شوې پېښې را اخیستل کېږي.
د ادبي او ژورنالیستیکي راپورتاژ توپیرونه
د ادبي او ژورنالیستي ګزارش یو ستر توپیر دا دی چې دلته د ګزارش ژبه ادبي او کیسه یي رنګ لري. په ادبي ګزارش کې له مبالغې او بدیعي صنایو کار اخیستل کېږي، یعنې د کلمو رنګارنګي، لفظي او معنوي ښکلاوې پکې دي، خو په ژورنالیستي راپورتاژ کې بیا د لیکوال شخصي سبک، عاطفه او احساس خوندي نه وي. ادبي راپورتاژ په هنري نثر یا پارونکې ژبه او ژورنالیستي ګزارش بیا په عادي نثر یا معلوماتي ژبه لیکل کېږي.
په پښتو ادبیاتو کې د ادبي راپورتاژ پیل
داسې برېښې چې ادبي راپورتاژ په پښتونخوا او افغانستان کې په یوه وخت پیل شوی دی. په افغانستان کې ادبې راپورتاژ د روښانتیا په پړاو کې د «عبدالهادي داوي» لخوا پیل شوی دی. چې ځینې نمونې یې په ( ګلخانه) نومي اثر کې راغلي دي او په پښتونخوا کې د ادبي رابورتاژ لومړي نمونه د خان عبدالغفار خان په قلم لیکل شوې چې د (شلمې پیړي تهذیب او جېلخانې) نومېږي. په پښتونخوا کې راوروسته بشپړ او معیاري ادبي راپورتاژ اجمل خټک لیکلی چې (دا زه پاګل وم) نومېږي او د زندان د شېبو ترخې خاطرې یې پکې بیان کړي دي.
په پښتونخوا او افغانستان کې هغه اشخاص چې ادبي راپورتاژونه یې لیکلي:
پښتونخوا:
همیش خلیل (قید و بند) د حسن خان سوز (د ملکه سفر) د دوست محمد کامل (تهتره) د جعفر اڅک (کتلی خوب).
په افغانستان کې د ادبي راپورتاژ بېلګې په نشت حساب دي، یا خو بیخي نه دي لیکل شوي او یا چا ورباندې مفصله څېړنه نه ده کړې. د معاصرو لیکوالو د ټولو اثارو کتنه او پلټنه که وشي کېدای شي چې په دې برخه کې نمونې پیدا شي چې دا کار تر اوسه نه دی شوی. باید ووایم چې د اوس لپاره موږ د ویښتا په پړاو کې د ادبي راپورتاژ بېلګې نه لرو.
پایله
ادبي راپورتاژ چې په اصل کې یو سوړ خبر ته ویل کېږي هغه خبر چې په تېر وخت کې خپور شوی وي خو په اوس مهال او راتلونکي مهال کې هم ورباندې بحث کېږي. ادبي راپورتاژ چې د خاصو خلکو لخوا خاصو اشخاصو ته لیکل کېږي، یو داسې ګزارش دی چې په هغه کې د احساس او عاطفې او ادبي صنایو څخه کار اخیستل کېږي او په همدې دلیل د ژورنالیستي راپورتاژ څخه خپله لار جلا کوي. په پښتونخوا او افغانستان کې ادبي راپورتاژ په یو وخت کې پیل کېږي چې په افغانستان کې د عبدالهادي داوي او پېښتونخوا کې د خان عبدالغفار خان لخوا.
پای