لیکنه: تاجولي وحدتیار
(د ګټیالي، بوډا او سیند او کیمیاګر موضوعي پرتلنه)
ګټیالی د کندز له خان اباده د جبري عسکرۍ له وجې د پېښور ډبګرۍ ته د کډهشویو دوو ملګرو کیسه کوي. ګلاجان(د ناول مرکزي کرکټر) او انور د شوروي د یرغل په دویم کال د عسکرۍ له جلبه پښې ایستلي، خو انور د امریکا د تګ خیال پلو واهه.
دا ناول د ارواښاد شپون د نورو ناولو پر خلاف د الهام چینه او په ټول وجود د یوه بریالي شډل پښتون کیسه کوي. د خان اباد سکاڼ او نالوستی ګلاجان د اصیل پښتون ټول خصوصیات په ځان کې لري. زیارکښ، نهماتېدونکی، باوقاره، نفسکش، د خپل پت او پښتو ساتندوی او رښتیني مېړه(ګلاجان)د امریکا غوندې هېواد کې خپله لاره مومي، په خپلو ارزښتونو قمار نه وهي او په خپل زیار یې امریکایان د احسان پوروړي پاتې شي. د ګلاجان له ستوني د سوسیال او کوپون مړۍ نه تېریږي، نه غواړي شل زمری واوسي او د نورو یوې مړۍ ډوډۍ ته سترګې غلې کړي. دا ناول بې کوره شویو، له وطنه لرو پرتو مساپرو ته د الهام او انګېزې سبب کیږي چې په خپل همت او تلپاتې مبارزې څنګه خپله لاره ومومي. ددې ناول موضوع او موخه د همنیګوی”بوډا او سیند” همدارنگه “کیمیاگر” ته ورته ده. ددغو درېو لویو ناولونو یوه موضوعي پرتلنه هم شوې.
ګټیالی له یوې پیلامې وروسته له لومړي څپرکي پیلیږي. ګلاجان اووه پښته بزګر پاتې شوی، خو د انور کورنۍ پښت په پښت لوستي پاتې شوې. ګلاجان ایله تر شپږم صنفه درس ویلی چې مور یې له خیاله میرزا بولي. بل خوا انور د ادبیاتو پوهنځی لوستې او انګریزي یې هم ماته ګوډه زده ده. د وخت جبر دوی د خان اباد له جنتي غېږې راخلي او د ډبګرۍ په خوسا، تنګو او بویونو کوڅو یې مېلمانه کوي. د ګلاجان نه لوریږي چې د منت خواړه وخوري، بلکې دی غواړي چې پر دسترخان یې نور هم څاربه شي. په همدې تکل له سهاره تر ماښامه پر رېړه مېوه او سبزي پلوري. دومره ګټي چې دده او د ملګري ګوزاره یې پرې وشي. انور د هغه وخت پر تنظیمي دفترونو ګرځي، د سفارتونو دروازې ټکوي، په یو نیم اخبار کې یې مقاله او کومه ترجمه چاپ شي؛ خو له پوره زړهچاودن سره سره هېڅ په لاس نه ورځي. نه کوم غوړ ځای او نه هم کوم هېواد ته د پښو اېستو چانس.
انور هره شپه او ورځ د خارج په نیت اړوي، خو ګلاجان چې فطرت یې لکه ښیښه پاک دی، دا هر څه ورته ټوکي ښکاري او نه یې په دې کیسو سر خلاصیږي. د ګلاجان پدري کسب دهقاني وه، خو د بزکشۍ شوق یې هم پاله. دا چې بې وسه و، نو د بزکشۍ تنده به یې د خرو پر سپرلۍ ماتوله. له ورځو یوه ورځ انور خپلې وروستۍ هیلې ته رسیږي، ځان او ملګري ته د امریکا ویزه اخلي. که څه هم انور د کالیفورنیا او نیوریاک خوب ویني، خو لومړی دمه ځای یې اریزونا ایالت وي. تر کومه چې نظر کار کوي، سترګې یې پر یوې بې سروسامانه دښتې، زقوم او ځوځ لګیږي.
انور ورځ پر ورځ امریکایي کیږي. د لیکوال په اصطلاح: “انور شګلنه ځمکه وه، د امریکا د کلچر هر څاڅکی یې زغمه او د نورو تلوسه یې کوله. د (په) ګلاجان پورې د امریکا جامه داسې ناشولته ښکارېده لکه د(په) ښځې پورې ږیره.” جالبه یې دا وي چې ګلاجان یوه ورځ په کلیسا کې هغه وخت د مازیګر پر لمانځه دریږي چې پادري خلکو ته پر موعظو بوخت وي.
انور او گلاجان د یوه کلي او د یوه سفر ملګري وو، خو اوس یې دونیاګانې سره بېلې وې. ګلاجان په خپل خاموش طبیعت کې د لویو چارو د ترسراوي هوډ لري، خو انور پر دې ویاړي چې خپل ځان په امریکایانو کې حل کړي. ګلاجان د خپلې کوډلې شاوخوا څو پرتې ګرګې په تبر وړوي چې یو تور پوستی امریکایی دهقان(کره کولي) ورسره مخه کوي، ماشیني اره ورته راوړي او د ګلاجان خواري وراسانوي. له همدې ورځې د کره کولي او ګلاجان د ملګرتیا تار پیېل کیږي. له همدې ورځې د ګلاجان د بخت ستوری ځل وکړي او د خان اباد دا نتلی، خوار او بې سیاله شډل ځوان داسې کارنارمې وکړي چې امریکایان په ځان پورې اریان کړي. دی د خپل ګروپ(کره کولي، سوسي او پالین) په مټ د اریزونا په دښتو کې د کتغني خټکیو پالیزونه کتاروي او په امریکا کې د لومړي ځل لپاره کتغني طبیعي خټکوي رواجوي. د راوي له قوله، داسې خټکي، که د پالیزه ترڅنګ یې آس تېر شي، د آس په دربهار خټکی ترک وهي. د چاقو څوکه دې لا نه وي ورنږدې کړي، زره یې وچوي. ګلاجان یوازې د زراعت اتل نه وي، بلکې د روډیو(وزلوبې ته ورته) لوبو اتلولي هم خپله کړي او په ټوله اریزونا کې یې د هر چا په خوله نوم وي. دا ناول همداشان عالي رومانس هم لري او د پښتنې مینې یوه بېله دونیاګۍ لري. انور د یوه ملګري واده ته ګلاجان هم دعوت کړي. ګلاجان په لومړي ځل اریزونا د کالیفورنیا په تکل پرېږدي. په دې واده کې د ګلاجان سترګې په کومې اهوچشمې احمدزۍ کوچۍ لګیږي او د راوي په خبره، د زړه په کوم ځای کې یې د ګړز ګوزار وشي. د روهیلۍ دوی اصلې مېنه د لوګر ازرې ولسوالۍ وي، خو زیات وخت یې اېلبندونو کې تېر شوی وي. امریکا ته د خپل یوازیني ورور(رازق) د لیدو په پار راغلي وي. روهیلۍ لا پر تشریحاتو بوخته وي چې ګلاجان یې په ټوکه پوښتي چې له کېږدۍ تر امریکا پورې خو ډېره لاره ده. “گلا جان له ځان سره وویل، بېخ دې ووځه په دې ښایست” ددغه رومانس وړه صحنه راخلو: ” د هغې جامې سم دم کوچانۍ وې. یو ټیک یې هم په ټنډه، بلکې د پیکي په سر ځلېده. له سترګو یې د وحشي آس شغلې ختلې. یوه شېبه خو ګلاجان ترور شو، د کندوز د ودونو چټې یې سترګو ته ودرېدې، چې هېڅ بې هېڅه، لکه زرکې لروبر کېدې او خپله ښکلا یې زباتله. ګلاجان سترګې وموښلې، چې هسې پرېشانۍ به وړی وي.” گلاجان ورو ورو په امریکا کې د افغاني خټکیو موجد او تجار شي. وخت وروسته اریزونا کې د روډیو لوبې وي چې روهیلۍ، ورور یې او د ګلاجان ګروپ یې د نندارې په تکل ورځي، خو قسمت ګوره چې په دې انډوخر ګلاجان ورګډیږي او د روډیو پهلوانان شاته پرېږدي. میاشت وروسته روهیلۍ بېرته هېواد ته ستنیږي، ګلاجان هم پسې ورځي او د افغانستان په شېلو او اېلبندونو کې ورپسې لی په لی ګرځي.
د ګټیالي ناول ارزښت او پیغام په څه کې دی؟
د اروښاد سعدالدین شپون دا ناول د خیال او واقعیت یوه عالي ګډوله ده. د ارواښاد دا ناول هم د تېرو نورو ناولونو غوندې د صداقت او رښتیاغوندیتوب یوه عالي تابلو ده. همداشان دې ناول کې پښتني حسن او پښتنه مینه سترګګونه وهي. ددې ناول کیسه او صحنې په ډېرې امانتدارۍ راخیستل شوي د پوچ تخیل، خیال پرې نه کیږي. استاد شپون لکه په عام ژوند کې چې سپین ګوی و، دا صفت یې په لیکنو کې هم له ورایه ښکاري. ادبي صداقت یې پر ځای او ښه یې پاللی. هره صحنه کې یې رښتیابه او صداقت ښکاري. پېښور کې یې د مجاهدینو کړه وړه، امریکا کې تبعیضي چلند، د افغانانو بدګڼې او نور یې په خورا مهارت انځور کړي. د بېلګې په ډول په کالیفورنیا کې د هغه واده کیسه کوي چې ده او روهیلۍ په لومړي ځل سره وکتل. « عجیبه ده چې افغانانو امریکایي توب زیاتره د نمایش لپاره کاوه.خو چې د ډوډۍ خبره راغله نو امریکایي نوبت او بل ته لار ورکول هېر وو، ټولو د پسونو د رمې په شان د ډوډۍ په سالون برید ښخ کړ. دا امریکایي عادت هم هېر و چې یو ځلې قاب ډک شي نو بیا خو باید میلمه د میز شاوخوا نورو ته پرېږدي. د زیاترو خلکو په لاس کې یو نه دوه او کله لا درې بشقابونه وو او هر چا خپل زوی او لور ته غږونه کول.»
ګټیالی همدارنګه د ۴۰ ـ ۵۰ کلونو پخوانی کندوز، پېښور او امریکا راباندې ویني. که څه هم دا کیسه په ظاهره ساده ښکاري، خو په معنایي لحاظ ژوره ده. دې ناول کې ګلاجان په واقعي مانا یو پښتون اتل دی. داسې اتل چې د خان اباد له خاورو او شنېلیو راپورته کیږي او بیا په ماډرنه دونیا کې ځان اتلوي. له دې سره چې ګلاجان نالوستی دی، خو د ډېر لوی او ایډیال انسان صفات پکې راټول دي. واده ته راټول افغانان ډوډۍ چور کوي، خو ګلاجان د دوی پر کار خاندي او دا کړنه ورته نامناسبه او له اخلاقو لرې ښکاري. له لومړۍ ورځې د سوسیال او کوپون پردی خوراک پرې ښه نه لګیږي. همداشان په امریکا کې هم پښتو او اسلام ته وفاداره پاتې کیږي او بېرته سپینه لمن وطن ته ستنیږي. دا ناول ددې الهام راکوي چې هڅه د بریا نوم ده. د ارادې او سخت کار تر شا حتمي بری شته. د خان اباد یو ځوان چې په امریکا کې لار مومي، نو هغوی به سل ځله له ګلاجان هم ډېر بریالي وي چې کوم هنر یې زده وي. دا ناول هغو کډوالو ته د الهام او انګیزې چینه ده چې نهیلي په نورو هېوادونوو کې پراته دي، له روحي سرګردانیو سربېره د ځان وژنې خیالونه په سر کې ګرځوي.
د ګټیالي د ملاحظې وړ ټکي
ګټیالی په یوه پیلامه پیل کیږي. پیلامه د ناول د پیل لپاره مهمه ده، خو دا پیلامه باید خوندوره، نیونکې او جذابه وي. مانا همدا پیلامه به تا دې ته اړباسي چې پیل کړی ناول تر پایه ولولي. پیلامه د ټول داستان یو کمرنګه انځور دی. دا په لیکوال پورې اړوندیږي چې خپل ناول څنګه پيلوي. پیلامه پر ټول ناول یوه عمومي رڼا اچول دي او یا د ناول عمومي پېژندنه ده. خو د ګټیالي پیلامه د خان اباد یو عمومي تصویر راسره شریکوي او له جګړو او شوروي یرغل وړاندې راته په کلیوالي ژوند غږیږي. همداراز راته ښيي چې له جګړو او ماشیني ژوند وړاندې انساني چارچلند څومره ساده او بې الایشه وو.
ددې ناول پای هم د پیل په څېر دی. که څه هم د ناول په پای کې ټول کشمکشونه او غوټې خلاصې شوي دي خو فکر کیږي چې په احساساتي لحاظه ناول بشپړ نه دی.
زما د مالوماتو له مخې په پښتو کې، د ابجکټییف کورېلېټیف(عیني تړاو. د احساساتو مجسمول) اصطلاح رایجونکی په خپله ارواښاد شپون و، خو سره له دې چې ددې ناول ژبه خورا انځوریزه ده، خو د عیني تړاو ډېرې بېلګې پکې نشته. د کیمیاګر او بوډا او سیند په پرتله د ګټیالي ژبه ساده، خو سېمبولیکه نه ده.
دې ناول کې له لومړۍ جملې تر پایه د نږدې هر سربل پر ځای د اضافت (دال) کارېدلی چې ناسم دی. بېلګې یې خورا ډېرې او ټول کتاب پرې ډک دي. یو ځای ددې ناول د اتل(ګلاجان) سپينه جامه داغداره شوې چې ګومان کوم اړتیا یې نه وه. اړتیا به نه لیدل کېده چې دده په خسر او د روهیلۍ په پلار پسې د حکومت له خوا راغلې الوتکه دې په ګرنېټونو ټوټه ټوټه شوې وه او د وطن څو عسکر دې لولپه شوې وای. زه فکر کوم چې دې حادثې د ګلاجان په حیثیت لوړونه کې کومه ونډه نه لرله، خو د داستان فضا ته په کتو ددغسې یوې کړنې اړتیا هم وه.
د ګټیالي، بوډا او سیند او کیمیاګر ناولونو موضوعي پرتلنه
ګټیالی، بوډا او سیند او کیمیاګر د لویو ارادو تمثیلوونکي ناولونه دي. دا ناولونه راښیي چې د انسان دویم نوم هڅه او هاند دی. چېرې چې هوډ وي، هلته بریا شته. د افغان ګلاجان، کب نیونکي بوډا او لارورکي سنټیاګو رویا او اراده یو شان ده. د درېو واړو ناولونو اتلان ګڼې تنګسې، ورکې او لوړې ژورې تېروي؛ خو له دومره ستونزو سره سره له خپلو موخو نه پر شا کیږي. دا ناولونه د استقامت، مبارزې، مقاومت، نه تسلمېدو، پرلپسې کار، نوښت، هوډ، اخلاص، رښتینولۍ، مېړانې، سپېڅلتیا، ویاړ، وقار، باور، ژمنتیا او امید درس راکوي. دا ناولونه راته په خپله ژبه وایي چې د ژوند معنا په مبارزه، هوډ او هڅه کې پټه ده. همداشان یاد ناولونه مو پوهوي چې حقیقي بریا د مبارزې او یون په دوام کې ده. باید ووایو چې ددغو ناولونو د ورتهوالي ادعا مو یوازې د ګډې رویا او موخې په پار کړې، کنه یاد درې ناولونه خپله کیسه، خپل سبک او خپله ایډیا لري. د بېلګې په ډول بوډا او سیند ناول تر ډېره راته وجودي فلسفه راتداعي کوي. کیمیاګر او بوډا او سیند دواړه کې له طبیعت سره کشمکش لیدل کیږي. بوډا او سیند راښیي چې انسان د طبیعت پر وړاندې دوښمن نه دی، بلکه یو مبارز ملګری یې دی. زوړ کب نیونکی هره ورځ سیند ته ځي، خو له ۸۴ ځلونو کوښښونو وروسته هم نه بریالی کیږي چې کوم کب ونیسي. دی له دومره هڅو، یوازیوالي، ستړیا، لوړ عمر او ناکامۍ سره سره په پوره مېړانه دریږي. د کیمیاګر سنټیاګو هم ورته کیسه لري، د خپلې ورکې لپاره خپل علایق، دارایي، معشوقه او خپل اهل پرېږدي او په خزانې پسې د سفر موزې په پښو کوي. دی ددغې افسانوي خزانې د موندنې په پار اوږده سفرونه کوي او له لوړو خطرونو سره مخیږي. ګټیالی هم ورته کیسه لري. ګلاجان له خان اباده پر پېښور او بیا امریکا لګیږي، خپلې هڅې نه دروي، په یوه پردي ځای کې چې حتی روح او بدن یې بیخي نه سره پیوندیږي، مبارزه کوي او د یوه اتل په توګه راپورته شي.
وړاندې مو یاده کړه چې د درېو واړو ناولونو مسیرونه او لیدلوري متفاوت دي خو په لوی هدف کې سره شریک دي. د بېلګې په ډول همینګوی وایي چې طبیعت د انسان ازمېښتځای دی؛ خو پاولو کوېلو یې بیا د الهام سرچینه بولي. په کیمیاګر کې عرفان او اشراقي معرفت سترګګونه وهي او په بوډا او سیند د اګزېستانشلېزم فلسفه. یو بل تصادف دا دی چې د پورته دواړو ناولونو مرکزي کرکټرونه (سنټیاګو) نومیږي. دغه نومونه هم تر شا یو ستر هدف لري. د سنټیاګو د نومونې تر شا ستر سېمبولیک او تاریخي راز شته. سنټیاګو په عیسوي دین کې یو مهم شخص او د جنګیالیو او زایرینو روحاني لارښود ګڼل کیږي. سنټیاګو د ځان پېژندنې، سرښندنې، ایمان، روحاني سفر او مبارزې نوم دی.
یو بل تفاوت چې ددغو دریو ناولونو ترمنځ شته، هغه سېمبولیکه ژبه ده. همینګوی او کوېلو تر ډېره سېمبولیک او کنایوي غږیږي، نه غواړي هر څه بربنډ کړي. د کیمیاګر او بوډا او سیند د ناولونو مانا رښتیا هم ژوره ده او له مبالغې پرته سړی ویلی شي چې د الفاظو مارانو یې د مانا خزانه ورپوښلې ده. د پورته دواړو ناولونو ژبه یو څه سخته او مانا یې د ژر درک وړ نه ده. همدا لامل دی چې ځینو لوستونکو ته دا ناولونه یا بیخي سطحي او یا بې مانا ښکاریږي. د بېلګې په ډول په کیمیاګر ناول کې بیدیا، خوب، کیمیاګر،ګرانبیه ډبرې، زوړ او روحاني سړی او نور سېمبولیکې او متعددې ماناوې لري. همداشان په بوډا او سیند نومي ناول کې هم له سېمبولیکې ژبې کار اخیستل شوی. دې ناول کې سمندر، زوړ سړی، ستر کب(مارلېن)، شارک ماهي، کښتۍ او نور خپلې ماناوې لري. د بوډا او سیند او ګټیالي پر خلاف کیمیاګر تر ډېره روحاني او عرفاني لیدلوری لري. که یاد درې ناولونه سره پرتله شي، نو د ګټیالي ژبه به پرې ساده، ولسي او پوهاوي ته نږدې ښکاره شي، همدرانګه ګټیالی د طنز مالګه هم لري خو په پورته دوو ناولونو کې د طنز څکه نه لیدل کیږي. د ګټیالي، کیمیاګر او بوډا او سیند نالونو حجم هم ډېر لوی توپیر نه لري. سړی فکر کوي چې ښایي د بوډا او سیند ترجمې به استاد شپون دې ته اړ کړی وي چې په ورته رویا خو په پښتني رنګ و کرکټر یو ناول ولیکي. دا ځکه چې په پښتو کې په لومړي ځل د همینګوی همدا اثر استاد سعدالدین شپون راژباړلی دی.