لیکوال: محمد نور
سریزه
په داسې حال کې چې د کتاب مطالعه خورا اړینه ده، د اخلاقو د سلامتۍ او د ژوند د لویو لویو درسونو د زده کړې لپاره بیا ؛ نو ولې له مطالعې څخه غفلت وکړو؟
مطالعه د انسان لپاره ډېره مهمه ده. د علم او پوهې په ډګر کې نه یوازې دا چې د انسان لپاره حیثیت د استاد لري، بلکې پر مټ یې انسان د علمي کمال لویې درجې ته رسېدلای شي. د مطالعې کولو ارزښت د دې آیت څخه له ورایه معلومېږي، چې اللهج د لومړي ځل لپاره خپل پیغمبرص ته فرمایي: (اِقرا باسمِ ربک الذي خلق) ژباړه : لوستل وکړه په نوم د خپل رب هغه چې ته پیدا کړی یې.
کتاب او مطالعه د هغو موضوعاتو څخه دي، چې مخینه یې د انسان پیدایښت ته رسېږي او له حضرت ادم څخه نیولې انسان هېڅ وخت له دوی څخه بې غوره نه و. کتاب د انسان لپاره د علم او پوهې پنډوکی و او تر قیامت به همداسې پاتې شي. انسان تل هغه ته اړتیا درلوده او همدا انسان اړمن وو، چې د خپلې پوهې او تجربو څخه ګټه پورته کړي. دا چې مطالعه په کوم حالت او وختونو کې تر سره کړو، لاندې پر دوو برخو کې لوستلی شو. لومړۍ برخه د والدینو او د هغوی د ماشومانو لپاره او دویمه برخه د ځوانانو او لویانو لپاره ځانګړې شوې ده. دا چې باید مطالعه له ماشومتوبه پیل شي خورا اړینه ده، چې د نوي ځوانانو سره سره مو ماشومان هم له مطالعې سره عادت شي.
د مطالعې لارې چارې:
مطالعه هم د نورو کارونو په څېر یو کار دی. څرنګه چې نور کارونه په ځینو حالاتو او ځایونو پورې تعلق لري، مطالعه یې هم لري. لومړی دا چې انسان په ځان کې د مطالعه کولو رښتینې اراده ولري؛
لومړۍ برخه:
په لومړۍ برخه کې د ماشومانو او د هغوی والدینو لپاره یو څو ضروري لارښوونې!
۱ـ غوره ده چې د مطالعه کولو عادت له ماشومتوبه پیل شي.
هغه وخت چې ماشوم مو د کتاب په لوري قدم اخلي، تاسې له دې وېرې چې هغه به کتاب څيرې یا هم خراب کړي، له لاس څخه یې کتاب مه اخلئ. ایا تاسې نه غواړئ چې یوازې د یو څو کتابونو په بیه او قیمت مو ماشوم د کتاب بوی واخلي او ورسره عادت شي؟ بهتره نه ده چې ماشوم مو له کوره تر ښوونځي یا مدرسې پورې له کتاب سره عادت او ملګری واوسي؟
۲ـ په یاد ولرئ چې والدین لومړني ښوونکي دي.
په یاد ولرئ چې والدین د ماشوم لپاره لومړي ښوونکي دي. د تشویق او هڅونې لومړنی ادرس هم والدین ګڼل کېږي. د هغو ماشومانو څخه چې والدین یې له کتاب او مطالعې سره اړیکه لري او په کور کې د کتاب لوستلو کوښښ کوي، ماشومان یې هم د کتاب لوستلو لوري ته په ښه شان سره مایله کېږي.
۳ـ باید ماشومان وګوري چې والدین یې مطالعه کوي.
ماشوم باید وویني چې له والدینو څخه یې کوم یو له کتاب لوستلو سره مینه لري او له مطالعې څخه خوند اخلي. والدین دې هڅه وکړي چې ماشوم یې د دې شاهد وي چې دوی له مطالعې څخه خوند اخلي، په خاص ډول سره میندې چې له ماشوم سره زیات وخت تېروي او هم د مطالعې لپاره پوره وخت هم لري.
۴ـ ماشومانو ته مو کتاب ډالۍ کړئ.
د ماشومانو لپاره مو کتاب واخلئ او هغوی ته یې ډالۍ کړئ. پرېږدئ چې لومړی د کتاب انځورونه ګوري یا هم هغه مطالعه کوي.
۵ـ ډېری والدین ماشومانو ته پاملرنه نه کوي.
ډېری وختونه موږ ګورو چې والدین خپلو ماشومانو ته پاملرنه کوي مګر له کتاب او کتاب لوستلو پرته. ځلونه مو اورېدلي دي چې وایي، د ماشوم لپاره مو هر هغه څه واخیستل چې یې هیله لرله، بیا نو ولې معتاد یا هم سرکشه شو؟ دلته غفلت د ماشوم په روزنه کې تر سره کېږي، ځکه د ماشوم لپاره باید تربیت روحي او تغذیه فکري چې هغه کتاب دی ورته اخیستل شوی او ډالۍ کړای شوی وای.
۶ـ والدین او ښوونکي باید دا په یاد ولري؛
کورنۍ او ښوونکي باید په دې خبره پوهه شي چې په هغه اندازه چې د درسي کتابونو لوستل اړین دي، همداسې ماشوم اړتیا لري څو غیر درسي یا هم د خپلې خوښې کتابونه هم مطالعه کړي. ځکه تجربو ښودلې ده چې که کوم شخص له مطالعې څخه خوند اخیستل زده کړي، بیا نو دا هنر یې د ټول عمر ملګرتیا کوي. ډېری کورنۍ مو لیدلې دي چې خپلو ماشومانو ته د غیر درسي کتابونو د لوستلو اجازه هم نه ورکوي.
۷ـ درسي کتابونه د ماشومانو لپاره خوندور نه دي.
څرنګه چې موږ پورته یادونه وکړه، چې کورنۍ او ښوونکي په هېڅ صورت باید ماشومان یا هم نوي ځوانان د خپلې خوښې د غیر درسي کتابونو له مطالعې څخه را ونه ګرځوي، پر دې موږ ټول پوهېږو چې تدریسي کتابونه نه خو دا وړتیا لري چې کوم څوک دې مطالعه کولو ته وهڅوي، بلکې ماشومان او ځوانان په فکري لحاظ ستړي کوي او له مطالعه کولو څخه یې لرې کوي.
۸ـ په کور کې کوچنی کتابتون جوړه کړئ.
خامخا په کور کې یو کوچنی کتابتون جوړ کړئ، څو مو ماشومان له کتاب سره اشنا او ملګري اوسي او داسې فکر ورته هېڅ کله هم پیدا نه شي، چې څرنګه څوک کولای شي دومره کتابونه دې مطالعه کړي.
۹ـ کتابونه مو ډېر لوړ مه ږدئ.
په کور کې د کتابونو لپاره داسې ځای وټاکئ چې ماشومان او د کورنۍ ټول غړي ورته په اسانۍ سره لاس رسی ولري. د ماشومانو لپاره پر دېوال لوی او رنګه چارټونه که ممکنه وي راوځړوئ.
۱۰ـ د ماشوم لپاره مو هره ورځ کتاب ولولئ.
د ماشوم لپاره مو هره ورځ په یوه ټاکلي وخت کتاب ولولئ او نوي ځوانان مو تشویق کړئ چې هره ورځ له تاسې سره یو ځای مطالعه وکړي. یا داسې هم کولای شي چې په کورنۍ کې مو له ټولو لوی ماشوم نورو ماشومانو ته د کیسه لوستلو لپاره وټاکئ ، ځکه ډېری ماشومان دا خوښوي چې له دوی څخه کشرانو ته ځان لایقه او پوهه ښکاره کړي.
مطالعې لارې چارې
دویمه برخه؛
دویمه برخه د لویانو او ځوانانو لپاره!
مطالعه هغه خالص فکري کار دی چې لوستونکي ته پر داسې ښه لوستلو قدرت ورکوي چې وروسته یې پوهه او نقد حاصلېږي.
۱ـ نفس دې مطالعې ته مه مجبوره کوه.
له دې خبرې نه مو هدف دا دی، چې ازاده مطالعه وکړه، مانا دا چې هغه کتابونه ولوله چې له ښوونځي، پوهنتون او کاري مسوولیت سره دې تړاو ونه لري؛ هو دا قدم هغه تر ټولو مهم قدم دی چې د مطالعې نړۍ ته داخلیدونکی هر شخص یې باید پورته کړي، ځکه ازاده مطالعه په لومړي سر کې د خوند او بیا د ګټې لپاره ترسره کېږي او که نفس په زوره مطالعې ته مجبوره کړای شي؛ نو له ستړیا پرته به بل څه تر لاسه نه شي؛ ولوله، ځکه ته غواړې چې ویې لولې، نه دا چې لوستلو ته یې مجبوره یې!
۲ـ در په زړه کړه چې له ازادې مطالعې نه دې هدف لومړی خوند او بیا ګټه ده.
مطالعه باید له توجه او فکر سره مله وي ، داسې نه چې یوازې یو ورځنی عادت وي. ځکه دا ډول مطالعه یو وخت ضایع کوونکې او نفس ستړې کوونکی عمل دی او انسان له دا ډول مطالعې هېڅ ګټه نه شي تر لاسه کولای، له همدې امله ښایي چې له ټولو هغو شیانو ډډه وکړي چې مطالعه پر یوه بې فکره او بې هدفه کار بدلوي.
۳ـ د مطالعې کولو هدف دې باید روښانه وي. هر هغه کار چې انسان ترې یو واضح هدف ولري، د
هغې د ترسره کولو ډېره تلوسه ورسره وي. له همدې کبله د هدف روښانه کړه چې له امله یې مطالعه
کول غواړې.
۴ـ د مطالعې لپاره مناسب کتاب انتخاب کړه.
ستا په چاپېریال کې بېلابېل اشخاص بېلابېل کتابونه مطالعه کوي او له لوستلو یې خوند اخلي، هر یو یې بېله موضوع او د بېل لیکوال کتاب لولي. داسې یو کتاب نشته چې د ټولو د خوښې وړ دې وي، یا داسې یو لیکوال چې ټول پرې راټول وي، ځکه ځینې خلک غواړي ادبي کتابونه ولولي، ځینې نور د ارواپوهنې کتابونه مطالعه کوي او ځینې داسې دي چې د فلسفي کتابونو له مطالعې خوند اخلي او په همدې توګه هر څوک د خپلې خوښې کتاب لولي. له همدې امله نه ښایي چې له مطالعې بیخي لاس واخلې او دا پلمه وکړې چې دا او هغه کتابونه مې ولوستل؛ خو خوند یې رانه کړ.
۵ـ د مطالعه کولو ځای.
د مطالعې لپاره باید داسې ځای انتخاب کړل شي چې هلته رڼا په پوره اندازه سره موجوده وي، څو کتاب لیدلو کې ورته کومه ستونزه پیدا نه شي. دا ځکه چې د کتاب عبارت هم سم وویني او د مانا په اخیستلو کې مراد غلط نه کړي.
۶ـ خپله هم منظم اوسئ.
ځینې خلک د مطالعې مناسب ځای لري، مګر خپله منظم نه وي. دا په دې مانا چې خپل حالت یې ګډوډ وي. ارواپوهان پر دې باور دي، چې د ښې مطالعې لپاره انسان باید منظم کالي پرتن، ږمنځ کړي وېښتان او په ټوله مانا مهذب اوسي. که تاسو خپله منظم نه یاست، دا کړنه ستاسو فکري تمرکز له منځه وړي. پرته له فکري تمرکزه مطالعه د هېڅ په مانا ده؛ نو هڅه وکړئ چې خپله هم ډېر پاک او منظم واوسئ.
۷ـ له ۳۰ تر ۵۰ دقیقو مطالعه وکړئ.
له نیم ساعت یا هم د یوه ساعت مطالعه کولو په منځ منځ کې څو ځله او د څو څو د قیقو لپاره دمه واخلئ. په داسې کولو سره مو ذهني ستړیا له منځه ځي او بیا ځلې تازه مطالعې ته ورګرځئ.
۸ ـ په یو وخت کې پر یو کار تمرکز وکړئ.
کله چې مطالعه کوئ؛ نو ښه خبره دا ده چې نور کارونه لکه تلویزیون لیدل، مبایل استعمالول، موسیقي اورېدل او خبرې کول پرېږدئ. همدارنګه ذهن مو هم یوازې پر لوست متمرکز کړئ او نورو سوچونو څخه تېر شئ.
۹ـ پرځان باور ولره.
پخپل ځان باندې یقیني او باوري اوسئ. مخکې له زده کړې او مطالعې تر ټولو اړین شی پخپل ځان
باور درلودل دي. د تل لپاره داسې فکر وکړئ چې زه د هر کار د کولو توانایي لرم او هېڅ شی ناشونی
نه دی.
۱۰ـ فکري تمرکز مو برابر کړئ.
دا طبیعې خبره ده، چې نږدې هر انسان په خپل ژوند کې ستونزې لري. خامخا به داسې څه وي، چې انسان وځوروي، خو ښه مطالعه دا نه ایجابوي، چې تاسو دې د مطالعې په وخت کې نورو مسایلو ته فکر وکړئ. د ښې مطالعې لپاره باید هڅه وکړئ چې خپلې ټولې ستونزې هېرې کړئ. یوازې دې ته فکر وکړئ، چې څه لولم او کتاب راته څه وایي.
۱۱ـ باوري اوسه چې په کتابونو کې ډېرې ګټې دي.
پر دې باوري شه چې په کتابونو کې ډېرې ګټې دي او له تا سره به یوه او بل ډول د اهدافو په تر لاسه
کولو کې مرسته کوي؛ نو له همدې امله د تل لپاره د هغو کتابونو د پلټنې او ترلاسه کولو هڅه وکړه چې
غوره او ستا له شخصیت سره مناسب وي، که څه هم چې د داسې کتابونو په ترلاسه کولو کې ستړی
هم شي.
۱۲ـ په ټولو ټولنیزو رسنیو کې له مزاحمت کوونکو کارونو څخه ځان وساتئ.
پر دې موږ ټول پوهېږو چې د ټولنیزې رسنۍ مثبت او منفي دواړه ډوله فکر لرونکي اشخاص استفاده کوي؛ نو ډېر زیات یې مه استعمالوئ یوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعتېرۍ او اړتیا لپاره…
۱۳ـ بیړه یا تلوار هېڅ ښه نه دی!
د مطالعې لپاره دې وخت ځانګړی کړه او دې ته مه خپه کېږه چې ګوندې مطالعه دې ډېره ورو ده. په
ځانګړې توګه هغه مهال چې ځان له نورو سره پرتله کوې، دا طبیعي خبره ده او د ورځو په تېرېدو به
دې مطالعه چټکه او تشویش به دې لرې شي. ته باید د مطالعې نړۍ ته د ننوتلو په لومړیو ورځو کې
ارامه او له توجه سره یو ځای مطالعه وکړې او کله چې د ستړیا احساس وکړ، نو مطالعې ته دوام مه
ورکوه، کتاب دې یوې خواته کېږده او د لنډ وخت لپاره یو بل کاره ترسره کړه، چې فکر دې بدل شي
او بیا بېرته کتاب را واخله او په همدې توګه د مطالعې ته دوام وکړه.
۱۴ـ داسې یو کتاب انتخاب کړئ چې په اسانۍ سره یې ولوستلای شی.
غوره دا ده چې په لومړیو کې د هغه لیکوالانو او ژباړونکو کتابونه مطالعه کړای شي، چې ژبه یې نرمه او عامه وي. تورې کاغذ او د کتاب د لیکنې ډول د یو څو پاڼو په لوستلو سره، که تاسو د لیکوال یا پر لیکل شوو خبرو باندې پوه نه شوئ؛ نو د یاد کتاب د مطالعې نه به خوند وانخیستلی شئ.
۱۵ـ داسې حالت اختیار کړه چې ګوندې له کتاب سره مصروفه یاست.
ځان د کتاب په پرانیستلو روږدی کړه، که څه هم چې دا کار دې له وسې بهر هم وي. په دې سره به یو
مهال د مطالعې نړۍ ته ډېر نږدې شې. د نویو کتابونو په اړه باخبره واوسې او هغه انتخاب کړه چې له تا
سره مناسب وي. هڅه وکړه چې د تل لپاره دې یو کتاب په څنګ، بکس، موټر یا د هم بسترې ته نږدې
موجود وي. د وخت په تېرېدو سره به له کتاب سره اړیکه ستا د خوښۍ یوه برخه شي.
۱۶ـ هڅه وکړه چې مطالعه ستا د کومې خوښې لوبې پر څېر شي.
له همدې امله د مطالعې لپاره دې یو ښکلی او ارام ماحول برابر کړه او ټول هغه څه په کې ځای پر ځای کړه چې اړتیا ورته لرې، څو له مطالعې خوند واخیستلی شې او د یوې ښې خاطرې په څېر دې په ذهن کې پاتې شي.
۱۷ـ د مطالعې د پیل لپاره غوره ده چې لومړی د ماشومانو کیسې ولولې.
د ماشومانو د کیسو مطالعه کول په لومړیو غوره چاره ده، څو له مطالعې سره عادت شې، ځکه د ماشومانو کیسې ډېرې په زړه پورې او ژبه یې اسانه وي.
۱۸ـ د حجم پر ځای کیفیت ته پام وکړئ!
اکثره خلک په یو وار د کتاب ختمولو هڅه کوي، دا کړنه د ګټورې مطالعې برعکس ده. د ګټورې مطالعې لپاره باید کم ولولئ خو سم ولولئ. له سم لوستلو څخه موخه دا ده، چې باید لوستې خبره مو نیم ساعت وروسته له یاده ونه وځي، بلکې تر ډېره ستاسې په ذهن کې پاتې شي.
۱۹ـ وقفې واخلئ!
مسلسله مطالعه د ګټورې مطالعې د تګلارې خلاف ده. د ګټورې او ښې مطالعې په اصولو کې یوه بله مهمه موضوع هغه د مطالعې په منځ کې وقفه ده. که غواړئ، ښه مطالعه ولری؛ نو خامخا له ټاکلي مودې وروسته یوه لنډه وقفه واخلئ. اوبه وڅښئ، قدم ووهئ او یا کوم بل د خپل ذوق مطابق کار ترسره کړئ.
۲۰ـ د مطالعې لپاره یو مهالوېش وټاکئ!
د هرې ورځې لپاره یو مهالوېش ( تقسیم اوقات) برابر کړئ، څو د هر مضمون یا موضوع لپاره معلوم وخت ولرئ.
د مطالعې ګټې!
مطالعه داسې کړنه ده، چې د انسان له سترګو او مغزو څخه د ناپوهۍ پردې پورته کوي. دا چې اللهج انسان اشرف المخلوق پیدا کړی، انسان ته یې د نورو مخلوقاتو په پرتله غوره والی وربښلی، انسان ته یې عقل او پوهه ورکړې، انسان ته لازمه ده چې له خپلې ورکړل شوې پوهې او عقل څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
د انسان له پیدایښت سره سم له هغه سره عقل او شعور موجود وي. په لومړیو کې همدا عقل خام وي، چې د ورځو په تېرېدو سره یې کرار کرار عقل پخېږي او په هغو شیانو پوهېږي، چې مخکې پرې نه پوهېده. د عقل د پرمختګ یو لامل هم مطالعه ده، چې انسان خپلو موخو ته رسولی شي. د مطالعې د ارزښت په اړه اللهج په خپل سپېڅلي کتاب (قران کریم) کې فرمایلي دي: ( هل یستوي الذین یعلمون والذین لا یعلمون) ژباړه: ایا برابر دي هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي؟)
مطالعه د انسان په فکري روزنه کې رغنده رول لري، د مطالعې په مرسته زموږ پوهه زیاتېږي او پر مټ یې یو منطقي بحث کولای شو.
۱ـ مطالعه هغه څه دي چې انسان د کمال درجې ته رسوي.
۲ـ په مطالعه سره انسان د ډېرو مشکلاتو سره د مقابلې او د هغوی د حل لارې چارې زده کولای شي.
۳ـ په مطالعه باندې انسان خپل مرتبه او مومن بها عقیده سمه پېژني، د ازادۍ او حریت په اصلي مفهوم یې سر خلاصېږي، د امت قیادت کولای شي او خپل وطن جوړولای شي او ځان او خپله ټولنه سمه پېژندلای شي او اړتیاوې یې درک کولای شي.
۴ـ مطالعه د معرفت او پېژندلو مهمه ذریعه ده، ځکه د مطالعې پر مټ انسان د پخوانیو او اوسنیو انساني علومو او معارفو سره اشنایي پیدا کوي.
۵ـ د مطالعې په ذریعه انسان د نورو انسانانو د فکرونو او عقلونو سره رابطه پیدا کوي. لکه څنګه چې مطالعه د روح او عقل لپاره غذا او کمک کوونکې ده او د ټول عالم پر وړاندې د علم او معرفت د حاصلولو لپاره پرانیستې کړکۍ ده.
۶ـ مطالعه مو په ورځنیو چارو کې له ستونزو څخه ژغوري.
۷ـ مطالعه انسان د معرفت او ثقافت خاوند ګرځوي او د ډېرو معلوماتو په ورکولو سره د ده مرسته کوي؛ خو په دې شرط چې سالمه او سمه مطالعه وشي. تنها ځغلنده لوستل نه وي.
۸ـ مطالعه ستاسو د ځان، ژوند، ټولنې او هېواد د پرمختګ ستر لامل کېدای شي.
۹ـ مطالعه مو د نړۍ له پرمختګونو او اختراعاتو څخه خبروي.
۱۰ـ مطالعه مو ذهن پراخوي او نوښتونو ته مو هڅوي.
۱۱ـ د انسان د لغاتو او خبرو زېرمه ډېرېږی او ورسره قوي کېږي. خبرې او د خبرو طریقه یې سمېږي، هغه چې پر خبرو او مناقشې باندې د انسان د قدرت په ډېرولو کې ډېر فعال رول لري.
۱۲ـ مطالعه د انسان عقل ته اضافه لید ورکوي چې پر مټ یې د شیانو ترمنځ پر ربط او تحلیل باندې قدرت پیدا کوي او ډېرې نتیجې لاسته راوړلای شي.
۱۳ـ په مطالعه باندې د انسان په ځان باور او اعتماد ډېرېږي او ذاتي احساس یې قوي کېږي.
۱۴ـ په مطالعه باندې په هره برخه کې نوي نوي شیان زده کېږي او انسان د نوو علمي اصطلاحاتو سره بلدتیا پیدا کوي چې پر مټ یې د انسان څخه جهالت، خرافاتي والی او تنګ نظري ورک کېږي.
۱۵ـ په مطالعه باندې د انسان وخت د داسې شیانو څخه ډکېږي چې دې ته یې ګټه رسېږي او د ستړیا څخه یې خلاصوي.
۱۶ـ په مطالعه باندې د انسان حافظه قوي کېږي او پر تمرکز باندې پوره قدرت پیدا کوي.
۱۷ـ د ډېرو علمي شیانو په زده کولو د انسان مرسته کوي او پوهه یې ورسره زیاتېږي.
۱۸ـ مطالعه مو د لوستلو سرعت کړندی کوي.
۱۹ـ مطالعه مو املایي تېروتنې سموي.
پایله
کومه ورځ راڅخه یو چا پوښتنه وکړه، څنګه د متن لوستل ماشومانو ته ور زده کړو؟ څنګه ماشومان مطالعه کولو ته وهڅوو؟ زما د څنګ ملګري ورته ځواب ورکړ: که څه هم ځواب تریخ و، مګر صحیح و. ځواب څه داسې وه. ( لومړی باید په لویانو کې د کتاب لوستلو علاقه او شوک موجود وي…)
انسان هر ډول مطالعې ته اړتیا لري، چې باید یې وکړي؛ خو تر هر څه د مخه باید الهي کتاب (قرانکریم) مطالعه شي. ځکه قران هغه کتاب دی، چې د ژوند ټولې لارې چارې او ټول علوم پکې رانغاړل شوي دي او وروسته بیا نور کتابونه مطالعه کړای شي.
په هره رشته کې د مهارت او حکمت یوازې په کاغذي ډګرۍ سره نه ترلاسه کېږي، بلکې ستاسې د ژوند یوه برخه باید په مستقل ډول سره هغې رشتې ته وقف وي. که تاسې چېرته خپل وخت په وړو وړو برخو کې تقسیم کړئ او د پوهې د ترلاسه کولو په کوښښ کې یاست؛ نو یوه موضوع انتخاب کړئ او په همدې برخه کې د لسو دقیقو لپاره هره ورځ په غور او فکر سره مطالعه وکړئ. په لږو ورځو کې به تاسې ته معلومه شي چې په نوموړې موضوع کې ستاسې مهارت او معلومات ډېر شوي دي.
نن سبا چې نړۍ څومره پرمختګ کړی دی دا ټول د مطالعې برکت دی او هغه هېوادونه، چې وروسته پاتې دي په حقیقت کې د هغه هېواد خلک له مطالعې څخه لرې پاتې شوي دي.
اخځلیکونه:
۱: نایاب فارمولا، ډاکټر محمد وقاص
۲: مطالعه کې طریقې او فواید، ډاکټر ش خ فردوس
3: अदब से मुठभेतड़, ओमा शरमा
۴: مطالعه چرا و چګونه، قباد کاکاخانی.
۵: د مطالعې او امتحان لارښود، عبدالله ګل ریان
۶: د مطالعې ارزښت، سمع الله ځاځی ، نن ټکی اسیا د انټرنټي له پاڼې
۷: د غوره مطالعې لارښود، حکمت الله، هیواد ورځپاڼه انټرنیټي پاڼې څخه.
۸: जाने किताब पढने के फायदे , ईन्टरनेट से