سریزه:
مولانا جلال الدین بلخي د مولانا محمد بن حسین مشهور په بهاوالدین په ولس کې ډېر نیک شهرت درلود، خلکو ورته د سلطان العلما لقب ورکړی و. د بلخ له مشهورو خطیبانوڅخه و. مولانا په ۶۰۴ ه-ق کال په بلخ کې زېږيدلی دی. نوموړی د معنویاتو، اخلاقو او ملي شتمنۍ سمبول دی. مولانا په جغرافیه کې نه ځاییږي. د ټولې انساني نړۍ ګډه شتمني ده. ایراني علماوو او پوهانو هم نژدې يوه پيړۍ کې د مولانا د اثارو د موندلو څېړلو تعلیق او خپرولو په برخه کې يې هلې ځلې کړي. مولانا یې په افغانانو او نړیوالو پيژندلی دی.
په افغانستان کې په مولانا دوو کسانو ډېر کار کړی دی. استاد خلیل الله خلیلي او استاد واصف باختري.
یونسکو ۲۰۰۸ م کال د ترکیې په وړانديز د مولانا په نومولی و.
کليدي کلمې: د مولانا ژوند ته لنډه کتنه، اثار، خپلې ژبې او فرهنګ ته کارخدمت اوپه ولس کې محبوبیت.
متن: مولانا له کوچینوالي څخه دلوړ استعداد عشق او محبت جذبې لرونکی انسان و. په مناقب العارفین کې یې دده له خولې څخه روایت کړی دی. چې دا لا د بلوغ مرحلې ته نه و رسيدلی چې د رسول ص په مينې کې به ان تر څلوېښت ورځو پورې همداسې وږی تږی ګرځيده.
د سپه سالار په وينا مولانا ډېر یو پاک نفسه او تقوا داره انسان و.د مولانا له مړينې څخه وړاندې په قونیه کې پرلپسې وړاندې څلوېښت ورځې زلزله راتله دغه مهال مولانا د ځنکدن په حالت کې و.د زلزلې اوومه ورځ وه چې مولانا ته خلک راغلل له هغه څخه یې وغوښتل چې د خدای په دربار کې د زلزلې د بندیدو دعا وکړي. مولانا په ځواب کې ورته وویل چې ځمکه وږې شوې ده او لمده مړي غواړي.
مولانا جلال الدین بلخي په اوو دېرش کلنۍ کې د خپل وخت ستر عارف او عالم و پيژندل شو.مریدانو او نورو خلکو یې له حضور څخه ګټه اخیسته. د مولانا نژدې ټول عملي او علمي ژوند په ترکيې کې تېر شوی دی.مزار یې په ترکيې کې دی چې په زرګونه مینوالو او سیلانیان زیارت ته ورځي، چې د دغه ستر انسان شخصیت، پوهې اثارو او افکارو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کوي.
وايي یوه ورځ شمس تبریزي د مولانا بنډار ته ورغی مولانا د ډنډ له غاړې ناست و.څو کتابونه یې مخته ایښي و، شمس ورته وویل دا د څه کتابونه دي؟
– مولانا ورته وویل: د قیل و قال.
– شمس وویل: ستا یې له دې څه لاس یې ور وغزاوه کتابونه یې ډنډ ته ور واچول.
– مولانا په ډېرې ورخطايۍ سره وویل: اې! ملنګه څه دې وکړل.
– شمس ډنډ ته لاس ور ښکته کړ کتابونه یې یو- یو له اوبو وچ او له دې پرته چې اوبه ورسیدلي وي را واېستلو.
– شمس ورته وویل : دا هغه رزق او حالت دی، چې ته پرې نپوهېږې.
له همدې شیبې وروسته د مولانا حالت بدليږي خپل ټول بحث پرېږدي.
اندک ندک جمع مستان می رسند
اندک ندک می پرستان می رسند ( بلخی ۱۳۸۳: ۴۱۶)
پرسید یکی که عاشقی چیست؟ ګفتم که مپرس از این معانی؟
آن ګه که چون من شوی ببینی آن ګه که بخواندت بخوانی
(بلخی ۱۳۸۳: ۱۰۷۶)
د مولانا اثار:
صور خیال: د مولانا په شعر کې صور خیال په اوله فتحه يا زبر باندې د فکر او ګومان په معنی دی او په اصطلاح کې هغه قوه ده، چې د هغه پواسطه مونږ هغه څه په سترګو نشو لیدلی او نه یې هم درک کولای شو په هغه شکل چې هروخت مشرک حس له هغه سره ګډ شي بیا یې مشاهده کولای شو. شفیعي کدکني په دې باور دی چې خیال او تصویر دیو ډول تجربې حاصل دی او زیاتره له عاطفي سره یو ځای وي.
بشنو از نی چون حکایت میکند
از جدايي ها شکایت میکند
مثنوي معنوي کتاب: په پورتني بیت سره پیل شوی دی. مثنوي شپږ ويشت سره بیتونه لري. په دې وخت کې پنځوس کلن و.
شمس غزلیات: بل نوم یې شمس دیوان یاګ شمس کبیر دی د مولانا د مینې ښکارندوی دی.
د مولانا رباعیات: د یوان رباعیات د یوان یوه برخه یې ده په ۱۳۱۲ لمریز کال استانبول کې چاپ شوی دی.
فیه ما فیه: د مولانا د مقالو په نوم یاديږي، په دري ژبه کې د عرفاني تفسیر او کره کتنې کتاب دی.
چیکده مقاله: د مولانا تر ټولو مهمه مقاله ده.په دې مقاله
کې انسان پيژندنه، عرفي مکتب، د انسان پيدايښت، د مولانا سولوک او چلند پکې بیان شوي دی.
پایله: په پایله کې دا ویلای شو چې مولانا نه يوازې ددې خاورې بلکې د ټولې نړۍ یو منلی او دروند شخصيت و. مولانا ټول عمر د تقوا او ادب لاره نیولې وه او په دې لاره کې یې لسیزې – لسيزې هلې ځلې وکړې.
ماخذونه:
تاریخ ادبیات فارسی دری
پوهاند محمد یونس طغیان
چاپ اول: ۱۳۷۸
چاپ دوم: ۱۳۹۱
مطبعه: حبیب الله حسیب
صفحه: ۴
مولانا شناسي
نویسنده: پوهاند فضل الحق
چاپ و صافی: انتشارات سعید
چاپ دوم بهاري: ۱۳۹۹
صفحه:۱۹۳
دوګانه انګاري از نظر دکارت مولوي
مطبعه: دانشیار
صفحه: ۱۸