ژباړه: حمیدالله حمیدي
د بریالي خاوند د بریا راز د ځېرکې مېرمنې درلودل دي. خاوند او مېرمن په مالي مسایلو کې د یو او بل د بازو په څېر دي. ډېری مالي ستونزې د ناڅاپي او هغه څه د پېرلو له کبله را منځ ته کېږي، چې له وړاندې یې په اړه بحث او خبرې نه وي شوې. پیسې زموږ له احساساتوسره تړلې دي. کېدای شي تاسو هم یو وخت د دې لپاره پیسې مصرف کړې وي، څو د یو چا زړه ته لار ومومئ او یا هم ور سره سیالي وکړئ، بې له دې چې پایلو ته مو یې پام کړی وي. په ګډ ژوند کې کېدای شي مېرمن یا خاوند بې له دې چې خپل راتلونکي ته پام وکړي، ګټلې پیسې د باد په خوله کې ورکوي، څه چې ګټي ټولې څټي او یا دا چې که یوه ګټي دوې مصرفوي. خو که دواړه بیا دا ډول عادت ولري، نو پوه شئ چې د ژوند بېړۍ یې ډوبه ده.
ارواپوهانو هغه لارې چارې په ګوته کړي، چې پر مټ یې خاوند او مېرمن د نړۍ د نورو جوړو په پرتله د پیسو د ښه مدریت له کبله ښه او خوښ ژوند لرلی شي. بریالۍ جوړې تر ډېره په خپلو کې سره مشوره کوي،چې کوم څه ددوی لپاره ډېر اړین دي تر څو ویي پېري. د هر څه لپاره ځانګړی پروګرام جوړوي او په داسې ډول مخ ته ځي چې د ناڅاپي ستونزو د پیدا کېدو څخه په اسانۍ ځان وژغوري. دا چې غوره جوړې نورې کومې ښې مالي ځانګړنې لري، په دې لیکنه کې تاسو له همدې ځانګړنو خبروو.
۱- د پیسو په اړه له یو بل سره سلا کوي.
کېدای شي ډېرې جوړې داسې هم وي، چې په خپل ژوند کې دمالي مسایلو پرځای نورو هغو ته ډېر ارزښت ورکوي او په دې اړه یې تر منځ هېڅ خبرې نه تبادله کېږي. په ذهن کې یې هماغه د مجردۍ د دورې فکرونه وي؛ تر ډېره داسې فکر کوي چې یوازې د خپل ځان د لګښت مسؤلیت ور په غاړه دی. په داسې حال کې چې داسې نه ده، کله چې شریک ژوند پیلېږي هر څه بدلون کوي، په تېره بیا زموږ په افغاني ټولنه کې د خاوند پر اوږو یو دروند بار اېښودل کېږي چې ترې لاندې تلل ځانګړی مهارت او خپلې لارې چارې لري.
۲– له مالي اړخه یو بل ښه درک کوي.
غوره جوړې پر دې پوهېږي چې لاسته راغلې پیسې په څه ډول ولګوي. دغه ډول کسان خپل مقابل اړخ په پوره توګه پېژني چې د ژوند ملګری یې څه ډول کس دی، بې پروا او که د راتلونکي غم هم ور سره دی؟ هغوی له یو بل سره مرسته کوي چې څنګه وکولای شي له اقتصادي ستونزو ځان وباسي او د حل لارې چارې ورته پیدا کړي.
۳- ګټلې پیسې په دوو برخو ویشي
د غوره جوړو شریک بانکي حساب کولی شي دواړه سره نېږدې وساتي او یو پر بل یې زړه تکیه وي. دغه ډول شریک بانکي حساب د دوی لپاره اړین دی؛ ځکه چې کولای شي د خپل ورځني ژوند هغه پیسې چې دوی یې باید له خپل حسابه ورکړي، لکه د برېښنا بېل، د خوراکي توکو لګښت او نورې ورځنۍ اړتیاوې له همدغه بانکي حسابه خلاصې کړي. دغه راز دوی هره میاشت خپلې ګټلې او د لګښت پیسې سره محاسبه کوي، څو خپلو موخو ته په اسانۍ ورسېږي او له کومې جدي ستونزې سره مخ نه شي. مهمه نه ده چې د پیسو ساتلو لپاره هرو مرو په بانک کې حساب ولري، بلکې کولی شي په خپل کور کې هم ګټلې پیسې په دوو برخو وویشي، یوه برخه یې سپما او بله برخه یې د ورځینو چارو پر مخ بېولو لپاره ځانګړې کړي. ځکه زموږ په افغاني ټولنه کې تر اوسه د کورنۍ د هر غړي لپاره د بانکي حساب جوړل ډېر نه دي دود شوي.
۴– پیسو ته د وسیلې په توګه ګوري.
غوره جوړې په دې پوهېږي چې پیسې یوازې د دوی لپاره یوه وسیله ده؛ دوی دا په ښه توګه درک کوي، چې د پیسو په وسیله یوازې کولای شي خپلو موخو ته ورسېږي او خپلې ورځنۍ چارې په اسانۍ مخ ته بوځي. دوی هېڅکله هم دا فکر نه کوي چې پیسې دې دوی خوښ وساتلی شي، بلکې مادیات یوازې د ژوند د پر مخ بيولو یوه وسیله بولي.
ښکاره ده چې پیسې هېڅکله هم چا ته خوښي نه شي وربښلی، ډېری داسې کسان پېژنم چې له مالي اړخه ښه پر ځان بسیا دي، خو له خپل ژونده خوند نه شي اخيستلی، تل یې ژوند له کړاوونو او ستونزو ډک وي، ډېرې نورې اسانه لارې چارې شته چې په په عملي کولو سره یې کولای شئ له خوښیو ډګ ژوند ولرئ.
۵– د تفریح او چکر لپاره پیسې بېلوي.
که غواړئ چې تاسو هم د دې ډول جوړو په څېر شئ، باید د ژوند یوه برخه مو مېلې، چکر وهلو، پارک ته تللو او نورو هغه څه ته ځانګړې کړئ چې تاسو ته خوشالي دربښلای شي. که تاسو له روحي اړخه ارامه وی، کولای شی په ډېرې اسانۍ خپلو مالي ستونزو ته د حل لاره پیدا او لا پرمختګ وکړئ. له دې سره په څنګ کې د ورځې یو ځانګړی وخت د ورزش لپاره هم ځانګړی کړئ او که وخت نه لری بسنه کوي، لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلي وګرځئ.
۶– سپما یې عادت وي
له سپما څخه موخه دا ده چې له پیسو په سمه توګه ګټه واخیستل شي؛ تاسو پوهېږئ چې کوم شی څه وخت وپېرئ. سخي و اوسئ خو له خپلو پیسو سره بې باکي مه کوئ، د نورو خلکو په غوښتنه مو د ځان لپاره شی مه اخلئ، کله مو چې ورته اړتیا پیدا شي، هغه وخت بیا کولای شئ د خپلې خوښې وړ شی وپېرئ، نه د احساساتو او سیالۍ په موخه.
یادونه:
که غواړی راتلونکې مو تضمین کړئ، له بې پروګرامه او ناڅاپي پېرلو څخه ډډه وکړئ. اعتباري کارتونه او ډېرې پیسې له ځان سره مه ګرځوئ. بې له دې چې د پېرلو پرمهال مو د زړه خبرې ته غوږ کېږدئ، ځان ته وخت ورکړئ او په اړه یې فکر وکړئ. خاوند او مېرمن دواړه باید پر خپلو لګښتونو محدودیت وضع کړي. دغه څه بیا هم تر ډېره ستاسو په عوایدو پورې اړه لري. د کور د اړینو توکو د اخیستو لپاره میاشتنی پروګرام جوړ کړئ، تر څو له ورځني پېرلو څخه خلاص شی، ځکه که تاسو هره ورځ د سودا اخیستو لپاره بازار ته ځی، هرو مرو یې په څنګ کې د هغه څه اخیستو ته هم مجبورېږئ، چې په لېست کې مو یې نوم نشته. له مېرمنې سره مو په اونۍ کې یو ځل د مالي مسایلو په اړه خبرو کولو ته وخت ځانګړی کړئ.