د زابل مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د ۴۲ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا سړک د «شاوليکوټ او میزانې» ولسوالیو ترمنځ جوړېږي او چارې په یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
ویل کېږي چې دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د (سي اې ایچ) موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پیل شوې ده.
بلخوا د زابل د یاد ولسوالیو اوسېدونکو د دې پروژې جوړېدو ته خوښ دي او د ورځنیو د ستونزو حل یې بللی دی.
د ویلو ده چې په یاد ولایت کې د دې پروژې د پيلېدو ترڅنګ د چیکډېمونو په ګډون د یو شمېر نورو پروژو د جوړېدو چارې هم پیل شوې چې کارونه به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.