د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي چې په زابل ولایت کې به ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.
دا خبره د یاد وزارت سرپرست د زابل له والي سره په کتنه کې کړې او دا یې هم ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو راهیسې په زابل کې ۳۳ مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست دا هم ویلي چې په یاد ولایت کې به د نویو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه مخابراتي سایټونو د فعالېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
بلخوا د غزني او وردګو په ګډون د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو د مخابراتي شبکو له پڅ فعالیت څخه سر ټکوي او له مخابراتي شبکو غواړي چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې خپل فعالیتونه منظم کړي.























































