ژباړه: حامد بهیر
فیلسوف په فکرونو کې ډوب وو او خوب یې تښتېدلئ وو چې مخاطب یې راغئ. سلام یې وکړ او فیلسوف ته مخامخ پر چوکۍ باندې کېناست.
فیلسوف په حیرانۍ ورته وکتل. مخاطب ځان منظم او راټول کړ.
فیلسوف یې د سلام ځواب ورکړ، د هغه د روغتیا هیله یې وکړه او پوښتنه یې ترې وکړه:
له ماسره دې کار درلود؟
مخاطب: هو یوه پوښتنه لرم!
فیلسوف: ووایه!
مخاطب: استاده د ژوند معنا څه ده؟
فیلسوف مانا لرنکې خندا وکړه او شېبه وروسته يې ځواب ورکړ:
ژوند په یوازې توگه مانا نه لري، دا موږ یو چې ژوند ته مو مانا ورکړې؛یانې د مانا ورکولو وړتیا چې هماغه فکر کول دي، که له موږ څخه واخیستل شي، ژوند پرته د یوه جماد (بې ځانه څیز) نه بل څه نه دي او همدا فکر کول دي چې ژوند ته ځان؛ یانې مانا ورکوي.
زموږ له ذهنه بېرون شاید ژوند په حیوان ( پرته له انسانه ) او نبات کې هم جریان ولري چې د ماهوي مسافر د حیات، جماد او نبات دلارې د طی کولو لپاره دي او دا یوه ټاکل شوې تگلاره ده د هستی د جریان لپاره؛ خو ژوند او د انسان پیدایښت هغه وخت مانا پیدا کوي چې انسان د عقل او عواطفو په مرسته هر کرخت او بې ځانه شي ته مانا ورکړي چې په رښتیا سره ژوند ته مانا ورکوي.
مخاطب؛ سم پوه نه شوم استاد؟
فیلسوف په مانا لرنکي نظر هغه ته وکتل او داسې یې دوام ورکړ:
غواړم ساده یې ووایم چې ژوند زموږ د ذهن له شتون پرته چې هماغه د مانا د پیدایښت لپاره فکر کول دي، یوه بې مفهومه او کرخته پدېده ده؛ یانې انسان چې د فکر کولو په وسیله ژوند ته مانا ورکوي؛ هغه څه چې دکارت ورته اشاره کړې ( می اندیشم، پس هستم) او حتا کولائ شي د قرار دادي مفاهیمو له وجود څخه لکه مرګ، ژوند، خوش بختي، بد بختي او … کلیشه را پیدا کړي او د مخکینۍ مانا جوړښت له منځه یوسي او له سره مانا را پیداکړي مخاطب ارګمی وکړ خو کیڼ لاس یې له شرمه خولې ته ونیو تر څو یې خوله معلومه نه شي.
فیلسوف خاندي او نور څه نه وایي؛ مخاطب له خپله ځایه پورته شو تر څو دباندې لاړشي. فیلسوف په کراره د شونډو په سرونو باندې زمزمه کوله:
” نمک به دیده ی من شور فکر ریخته است * ترا که فهم سخن نیست، خواب راحت کن” (صایب)