ژباړه: حامد بهیر
په لیکوالۍ کې تنها د استعداد په درلودلو بسنه مه کوئ؛ بلکې خپله پوهه مو د لیکوالۍ لپاره لوړه کړئ؛ یعنې په پرله پسې توگه د لیکوالۍ اصول زده کړئ.
ریاضت وکړئ او هیڅکله هم له هغو خنډونو څخه چې د لیکوالۍ په لاره کې دي، مه ستړي ڪېږی. دا چاره ستاسو قلم او قدم د لیکوالۍ په برخه ڪې محکم او قوي کوي.
د مطالعې پر مهال چې ڪله د کوم لغت سره مخ کېدلئ چې په معنا باندې یې نه پوهېدئ، قاموسونو او لغت پانگې پسې وگورئ ترڅو یې معنا پیدا کړئ. په جمله ڪې د یوه لغت د مفهوم له درڪ پرته د لوستلو مسیر ته ادامه مه ورڪوئ.
د لغتونو د زده ڪړې په پانگه باندې مو کار پیل کړئ او دا ذهني تمرین په دوامداره ډول تر سره کړئ.
له هغو خلڪو او کتابونه سره ملگرتیا پیل کړئ چې تاسو ته نوي او تازه معلومات درڪوي او ستاسو په ذهني فضا کې بدلون راولي.
یو ارامه ځای د مطالعې او لیڪوالۍ لپاره و ټاڪئ
نوښت لرونڪي اوسئ؛ خو هره ورځ نه. د ځینو لیڪوالانو لویه تېروتنه همدا ده چې په نوښت کې افراط کوي. په نوښت کې افراط د داسې مفاهیمو سره د مخامخ کېدلو په معنا دی چې پوچ او بې ارزښته وي، که چېرې دې خطر ته پاملرنه ونه کړو، شاید زموږ غوره استعدادونه او هڅې د هغې قرباني شي؛ خو په لیکوالۍ ڪې نوښت د هغه وخت په معنا دی چې لیڪوال دنن په فضا ڪې ساه واخلي او د ننیو لاسته راوړنو وینه یې د شعور په شریانوتو کې وبهیږي.
نوښت خوښوونڪي شئ؛ یعنې د نوو فڪري پدیدو څخه ژر ارامتیا واخلئ او د کلیشه یي او تڪراري لیڪنو څخه ډډه وکړئ. شاید ټولې نوې پدېدې ستاسو لپاره زړه منونڪې نه وي؛ خو یو څه پرې پوه شئ؛ دغه ڪار د لیکوالۍ په برخه ڪې ستاسو خلاقیت زیاتوي.
د لیڪلو څخه مه ستړي ڪېږئ؛ ځڪه ستړیا د لیڪوالۍ په ډگر ڪې ستاسو د زړه تور والي سبب کېږي او دا زړه تور والی ستاسو د ټمبلۍ لپاره انگېزه رامنځ ته ڪوي.
د خپلو ځانگړو وړتیاوو استعمالول له یاده مه باسئ؛ یعنې په لیکنه کې د په زړه پورې او ځانگړو لورو څخه په موضوع شروع وکړئ او د هر څه په اړه لیکنه مه کوئ.
په لیکنه کې له خپلو تېروتنو څخه مه وېرېږئ؛ پرېږدی چې تېروتنه وکړئ؛ ځکه تېروتنه د هر کار په ډول په لیڪوالۍ ڪې عادي ده او ژر اصلاح کېږي؛ خو ځان پرې مه اموخته کوئ.
په لیکلوالۍ کې دلیکلو شهامت له تېروتنې غوره دی.
د لیکوالۍ په برخه ڪې د مسلڪي کتابونو لوستل مه هېروئ؛ ځڪه دغه ڪار ستاسو پوهه او تجربه د لیڪوالۍ په برخه ڪې لوړوي.
لیکونکي اوسئ!