د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د ۱۳۴۸ متره اوږد او ۳۰ متره سور ور سړک د جوړولو چارې بشپړې او د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی.
د ښاروالۍ د مسوولینو په وینا چې دا دویم سړک له «ده دانا» څخه تر «چهلستون» پورې په ښه کیفیت پوخ شوی او چارې یې بشپړې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې سړک د ځینو نابشپړ شویو برخو کارونه روان دي، لکه د لښتیو، بایسکل چلولو لیکو، څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو چارې به هم ژر بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو دا هم ویلي چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د ده دانا، چهلستون او په ورڅېرمه نورو سړکونو کې به د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.
کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر سړکونو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارلي دي.
د ویلو ده چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته کابل ښاروالي د هغو ادارو په سر کې ځای لري چې فعالیتونه یې وخت ناوخت د کابل ښاریانو لخوا ستایل شوي دي.