ژباړه: حامد بهیر
“ای برادر قصه چون پیمانه است
معنی اندر وی بسان دانه است
دانه ی معنی بگیرد مرد عقل
ننگرد پیمانه را گر گشت نقل” (مولوی)
کیسه ویل او لیکل، د ادبي ژانروه تر ټول تاثیر لرنکی ډول دی؛ د مفاهیمو د انتقال لپاره.
کیسه له پخوانیو وختونو څخه تر اوسه، یوه چابکه اغېزه د خلکو په ذهنونو باندې لري.
کله کله د یوې لنډې کېسې پیغام تر ویناوالۍ یا یو لوی ټولنیز کتاب څخه ډېر غني وي.
غوره کیسې معمولاً د ژوند له متونو څخه رغېدلې وي، چې د انسانانو د لاسته راوړنو او پنځونو په دایره کې پخې شوې او د روایت په ژبه بیان شوې.
خو باید په یاد ولرو چې د یوې جذابې کیسې د لیکلو او لوستلو لپاره، یوې سمې او جذابې ژبې ته اړتیا ده.
سمه او جذابه ژبه هغه ده چې د مسلکې لاروي څخه برخمنه وي او د دې تر څنګ د لیکلو په وخت کې یې ظریف هنرونه په پام کې نېول شوي وي.
کله کله د کیسې په ډولونو کې ژبه د مسلکي لیدلورو څخه برخمنه وي؛ خو ظریفو هنرونو ته په کې پاملرنه نه وي شوې او کله چي هنري خواوې په پام ڪې نیول شوې وي، د هغو ګرامري ارزښت هېر شوی وي.
غواړم ووایم چې په ښو تاثیر لرنکو کیسو کې دواړه لوري هنري او ګرامري باید له پامه ونه غورځول شي.
د افسانو او شفاهي کیسو د ویلو ژبې خپلې ځانګړنې لري، او کله خو د لیکلو په ژبه کې د ګرامري اصولو تابع هم نه وي؛ ځکه د دې ډول کیسو او افسانو محتوا عامیانه او عمومي وي او د همدې شفاهي اړخونو په انعکاس کې یې خوږلت هم شتون لري.
د کیسې په لیکلو او پنځولو کې نور ټکي هم شته لکه: دودونه، عادتونه، د طبعي پېښو انعکاس او کله په پېښو شوو شواهدو کې د جذابیت درامنځ ته کولو لپاره پنځونې.
کیسه د یوه مالوم پیغام په محور باندې را څرخي او نور جزئي او فرعي عناصر ورسره په موازي ډول حرکت کوي تر څو پیغام په پوره او جذاب ډول لوستونکي او اورېدونکي ته بیان کړي.
د مخاطبینو یو ډله، محوري ټکی چې د اصلي پیغام تشریح کونکئ وي پرېږدي اود کیسې په فرعي عناصرو باندې تکیه کوي او یا په کیسه کې یو باور لرونکې او عقیده تي پیښه رامنځ ته کېږي او په اجزاوو باندې یې نښلي او هر جز له ټولو څخه ډېر په نظر کې نيول کېږي؛ د مثال په توگه وایي چې لیکوال د خلکو له ژبې په کیسه کې لیکلې وو چې تعویظ د ده کدې د خلکو د بلا د ورکولو لپاره پنځول کېږي او دا یو خرافاتي غبرګون دی او هغو ته د خلکو تشویقول دي؛ په داسې حال کې چې لیکوال د تعویظ او جادو سره هیڅ کار نه لري او هغه څه چې را روایت کوي، د منلو وړ یې نه دي؛ بلکې روان عرف چې په همغه وخت او ځای کې وي را روایت کوي.
د ” شیخ او رقاصه” په کیسه کې چې نوې مې لیکلې، د یوه با ادبه ملګري یادونه په کې شوې چې تاسو لیکلې چې رقاصه دعا کوي او د هغې د دعا له امله باران کېږي او د هغې ځای خلک له وچکالۍ څخه ژغورل کېږي؛ په داسې حال کې چې دعا یو تصور دی او خدایﷻ هیڅ تقدیر په دعا باندې نه بدلوي. ( د تحقیق لنډون، رښتیا یا د دعا رښتیا والی پرېږدم وروسته؛ ځکه له اصلي موضوع لرې کېږو)
زه غواړم چې ووایم کیسه د پیغام رسولو لپاره د یوه لوښي حیثیت لري؛ خو هغه پیغام چې و کولائ شي هنري او جذابه وي.
ممکن هغه څه چې د رقاصې د مینې د دعا په اړه مې په هغه کیسه کې لیکلي، ټول پیغام نه وي؛ ځکه په کیسه کې د پیغام وجود له بیړه منو او مخه نیونکو پرېکړو او د نورو د ښه والي او بد والي له تللو څخه په یوه فکري تخلیق زموږ د فردي محکمې په تله کې دي؛ ځکه بعضې وختونه زموږ محاسبه د ارزښتمن او بې ارزښته په اړه کولائ شي ناسمه وي.
په دې کتنه کې ګورو چې پیغام کوم بل څه دی او د دعا د خبرې تکرار او د هغې خوښول د اللهﷻ له لوري او باران کولائ شي د کیسې یا همغه پیغام او دکلي روح د پیاوړتیا لپاره چې ما مې موخه د هغه دلیکلو نه ښکاره کړې وي.
له بل لوري کله چې تاسې مثنوي لولئ، د مولانا منظومې کیسې لکه: پیل در تاریکی، کنیزک و پادشاه، پیر چتگی، قیصه های سنگ تراش…
تکرار د تمثیل په کالب کې نښې دي چې په ذهن کې د کیناستلو او د کیسې یا پیغام، د یو ځای کونکې کړی کې د اصلي مفهوم رسول کوي تر څو لوستونکی له هغې نه په ګټه اخیستلو د کیسې اصلي مفهوم ته رسي.
د مثنوي د کیسو ژبه نيونکې او اثر لرنکې ده؛ ځکه مولانا د دې د مالومولو لپاره چې د مروجه اصطلاحاتو او فرعي تمثیل ته د برخې ورکونې له لارې کیسې ته داسې خوږلتیا ورکوي چې له مله یې مجبوره کېږې چې دغه ارتباطي کړۍ تر پایه وڅارې او کیسه تر پایه ولولې.
د دې پنځونې په اړه غواړم ووایم چې ویل شوي روایتونه په کیسو کې کولائ شي استوره، افسانه، رښتیا ته نږدې، رښتیا، شبه رښتیا، د تخیل او رښتیا تر منځ کوم څه او نور موارد وي؛ خو مهم د کیسې د پیغام درک دی چې باید جذاب، تاثیر لرنکی او بل ډول والی د مخاطب لپاره وي.