د بامیانو مسوولین وایي، سږ کال په یاد ولایت کې د شاتو تولید ۱۲ سلنه زیات شوی دی.
د بامیانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د مچیو روزنې له فارمونو له ۴۲ ټنو زیات شات راټول شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې په بامیانو کې د پروسږ په پرتله سږ کال د شاتو تولید ۱۲ سلنه زیات شوی دی.
بلخوا په بامیانو کې یو شمېر شات پلورونکي د ناخالصو شاتو زیاتوالی، د پروسس او بستهبندۍ امکاناتو نشتوالی د شاتو د پلور بازار له پیکه کېدو شکایت کوي.
د ویلو ده چې په بامیانو سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د شاتو مچیو د روزنې فارمونه شته چې د هېوادوالو د عاید نستباً ښه سرچینه ګرځېدلې ده.
د شات پلورونکو په وینا چې دا کاروبار تر ډېره په اباد کال کې ګټور وي او وچکالي پرې مستقیم اغېز لري.