لیکنه: سباوون دورانی
ګلاب اکا د خپلې کورنۍ د غړو د قبرونو په سر خپه ناست وو او د تېرې شپې وحشتناکه پېښه یې په ذهن کې ګرځېدله چې د پنجاب طېارو ددې په کور بمونه را خطا او په لږ ساعت کې یې یو ښکلی کور او خوشحاله کورنۍ دواړه لمنځه یوړل. د ګلاب اکا په سترګو کې ډېر دروند درد، په مخ بې حده بې وسي او په فکرونو کې یو دنیا پوښتنې وې. د خاورو او لرګېو هغه ډېري ته یې حېران حېران لیدل چې بیګا له بمباره مخکې یو ښکلی کور وو. زړه کې یې راتلل چې کاش زه د خپل ورور سره د ځمکې په سر د شته لانجې لپاره د ملک په کور کې نه وی، کاش خپل کور کې وی او د خپلې کورنۍ د غړو سره یوځای مړ شوی وی چې دا غم مې نه لیدی.
همداسې په فکرونو کې ډوب وو چې ګاونډي یې په سرو سترګو د ډاډ لپاره څنګ کې کښېناست. له لږې خاموشۍ وروسته یې ګاونډي د ډاډ په خاطر خبرې شروع کړې.
ګاونډي په غمجن غږ وویل؛ ګلاب اکا، خېر دی، هر څه چې وشو د خدای له طرفه وو، په نصیب کې به دې لیکل شوي وو. ټول غمونه او بد بختۍ د خدای له لورې امتحان وي. موږ باید ورته زړه کلک کړو او کامل صبر ولرو. زموږ صبر دې خدای ته وي، خدای لوی ذات دی، زموږ بدل به له رزیل پنجاب څخه واخلي.
ګلاب اکا په دردیلي سوړ غږ او ملامته انداز وویل، نه نه، دا هر څه زموږ د نصیب له امله نه وو، په هره مسئله کې باید نصیب ملامت نه کړو. دا هر څه زموږ خپله ګناه ده، موږ خپله سم نه یو. که موږ سم وی اوس به دومره بې وسه نه وی چې خپل غچ مو خدای ته پرېښی وی. دا خبره سپینه ده چې موږ که وهم غواړو خپل غچ نشو اخیستی ځکه موږ پوهه نه لرو، او په دمونو او دعاګانو باندې طېارې نه راغورځېږي. موږ ملامت یو!
ګاونډي په حېرتناکه حالت کې وپوښتل چې ګلاب اکا موږ نو څه کوی شو؟ په درې کالو کې خو طېاره نه جوړېږي او نه موږ داسې دفاعي سېسټم جوړولی شو چې طېارې راته وولي. موږ که تا تعلیم هم کړی وی او لوی ساینسپوه هم وې نو څه دې کولی شو؟ خدای راوستې پېښه ده، صبر پکار دی.
ګلاب اکا په لړزیدلي غږ وویل؛ بچیه زه د یو کس او یو دوه کالو خبره نه کوم. دا زموږ د ټول تاریخ کیسه او د ټول ملت ټيټ سترګي او ملامتیا ده. کابو یوه پېړۍ مخکې پدې وطن کې د امیر عبدالرحمن خان په نوم یو سړی پېدا شو چې ویل یې معاصر تعلیم ته مخه کړئ، هوښیار شئ، علم وکړئ او د پوهې او علم په برکت خپل وطن ته خېر ورسوئ، د پردېو له ظلمونو ځان خلاص کړئ او د خپل وطن دفاع وکړئ.
هغه ښوونځي جوړ کړل خو زموږ مشرانو ورسره ونه منله، ښوونځي یې جبري کړل او آمر یې وکړ چې که څوک خپل زوی ښوونځي ته را ونه لېږي د توپ خولې ته یې تړم. اول زما نیکه چې د پکتیا ولایت یو مخور سړی وو، مرګ ته تېار شو. دا یې شرم ګاڼه چې زما پلار ښوونځي ته ولېږي او لدې ورته مرګ بهتره ښکاره شو. ځان یې د توپ خولې ته وتړه او په ویاړ یې وویل چې زوی ته به مې د بې غېرتۍ پېغور پرېنږدم. زما پلار هم ما ته هر وخت په ډېر ویاړ وئیل چې نیکه دې ډېر نر سړی وو. زه یې د کفر مرکز ته پرېنښودم او ته به هم داسې نه کوې.
له هغې وروسته غازي امان الله خان راغی خلکو ته یې ووېل چې وه زما شیرینو وطنوالو که پوهه مو حاصله نکړه، له غلامۍ او بد بختۍ نه خلاصېږئ، خو موږ ورسره ونه منله. زموږ مشرانو هغه کافر وګاڼه او له وطنه ویستلو ته یې اړ کړ.
یو بل ځوان ګاونډي چې د ګلاب اکا خبرو ډېر حېران کړی وو په نرمه لهجه یې وویل؛ ګلاب اکا، زموږ نیکونو خو زموږ د دین او کلتور د ساتنې لپاره داسې کړي وو. که موږ هغه خبرې منلی وی، رېښتیا به هم اوس له دینه خلاص وی. د اروپایانو غوندې به بې شرمه وی او لوڅ به ګرځېدی.
ګلاب اکا د ځوان ګاونډي دې خبرو په غوسه کړ او په تونده لهجه یې ووېل؛ تاسې د کوم کلتور خبرې کوئ؟ همدا کلتور چې پکې سپي جنګوئ؟ او کوم دین؟ وه ځوانانو قربان مو شم پدې سر خلاص کړئ چې د وږي دین ډوډۍ ده. عربان وګورئ چې د نوې نړۍ سره ځان عیاروي. له هغوی خو دین ندی تللی. اوس هم موږ حج او عمرې ته هلته ورځو.
همدا زموږ جهالت دی چې فکر کوو په نړۍ کې له موږ پرته نور مسلمانان نشته. د درواغو په پنځه زره کلن تاریخ دتسې مغرور یو چې فکر کوو نړۍ موږ جوړه کړې. همدا خو زموږ غلطي ده. ما هم ستاسې په شان فکر درلود خو چې اوس لږ او ډېر له نړۍ خبر شوم، نو په ډېرو حقیقتونو مې سر خلاص شو. زما عمر ما ته دا را زده کړل چې کمزوری سړی دین او تاریخ نلري. د کمزوري سړي دین تل د ظالمانو د ظلم قرباني دی. کمزوری بس یواځې ځان ته د درواغو ډاډ ورکوي چې ګنې هغه دنیا به یې ښه وي. وه وروره، له ځانه هوښېار جوړ کړئ. هغه دنیا هغه وخت ښه کېږي چې دلته دې د نر او غېرتي مسلمان غوندې ژوند کړی وي. د بې غېرته سړي هغه دنیا هيڅکله هم نشي ښه کېدلی.
خلکو ګلاب اکا ته حېران حېران لیدل او هغې خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړه؛ پاکستان په موږ ځکه د بمبار جرئت کوي چې موږ کمزوري یو. هغوی مطمئن دي چې موږ له ښېراوو پرته نور هيڅ هم نشو کولی. که موږ تعلیم کړی وی. د غازي امان الله خان معاصر فکر مو منلی وی، ساینس ته مو مخه کړی وی، نو اوس به موږ د اسرائیلو غوندې قوي وی او هیچا به هم راته بد نشو راکتلی. موږ ځکه ملامت یو چې ساینس مو کفر ګڼلی او ددې پر ځای چې ساینس ته وخت ورکړو، په وړو وړو مسئلو سره نښتي یو.
ځوان ګاونډي په غمجن حالت او ډکو سترګو ګلاب اکا ته مخ ور واړوه او ویې ويل؛ نو ګلاب اکا، اوس څه باید وکړو؟ څنګه کولای شو دا حالت بدل کړو؟
ګلاب اکا په مړاوي غږ وویل، بچیه له موږ خو تېره شوه. موږ خو خپل وجدان او تاریخ ته ملامته یو. تاسې لدې ټیټ سترګۍ څخه ځان خلاص کړئ. که وطن واقعاً موږ ګڼئ نو په خپلو ځانونو کار وکړئ. علم وکړئ. د خپل دین او وطن د دفاع لپاره سائنس ته مخه کړئ، عقل ته مخه کړئ. کلتور له هر نسل نه بل نسل ته هسې هم بدلېږي. زموږ د غلطو کلتورونو پر ځای تاسې سم کارون رواج کړئ. په پټي جنګ مه کوئ. په وړو وړو مسائلو یو بل مه وژنئ. د وطن د ښه راتلونکې لپاره ځانونه ورسوئ او د ښکلیو مسلمانانو په حېث د خپل وطن، ناموس او دین دفاع وکړئ.
د غازي امان الله خان خبره ومنئ چې په توره آزادي اخیستل کېدی شي خو ساتنه یې په قلم کېږي. د فکر او قلم وخت راغلی. که مو ځانونه قوي کړل او په هر ډول ټکنالوژۍ سنبال شوئ نو هیڅوک به هر پر تاسې ظلم ونشي کړی. زما غوندې د خپل ژوند نادودو ته په خړو سترګو مه کښېنئ، بلکې د ښو ورځو لپاره کار وکړئ. که مو وطن ته سائنس، ټکنالوژي او معاصر آفکار را نه وړل نو تل به د بې غېرتو غوندې خپلو بدبختیو ته غلي ناست یو او قسمت به ملامته کوو.