د پکتیکا مسوولین وايي، د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یو ښوونځي ودانۍ د رغولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې د «کمال سرحدي» ښوونځي د دې ودانۍ پر ترمیم څلور میلیونه افغانۍ مصرف شوې دي.
ویل کېږي چې د دې ودانۍ د بیارغولو لګښت د پوهنې یوې همکارې ادارې ورکړی دی.
د پکتیکا مسوولینو دا هم ویلي چې په دې ترميم کې ۸ درسي ټولګي، يو تالار، د اوبو رسولو سېسټم غځول او د لمريزې برېښنا شبکې نصبول شامل دي.
بلخوا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو پر دې رغولو خوښي ښودلې او هلته یې د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او یو شمېر نورې یې ترمیم شوې دي.
دا یادونه هم ضروري ده چې لا هم د هېواد په ډېرو لیرو پرتو سیمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.