لارښود استاد: پوهنمل مصطفی صفا
لیکنه: قیصر احمد وفادار
د ناول تعریف
ناول د ایټالوي ژبې له ناوله Novela له کلیمي څخه اخیستل شوې ده. د نوي، عجیبه او تازه په معنا ده او په اصطلاح کې ناول د کیسې یو نوی، پرمختللی شکل دی چې په نثر کې بیان شوی وي او یو څو خیالي پیښې پکې ښودل شوې وي، چې د ریښتیاتوب ګمان پرې کیدای شي.
بدرنګه ناول
دا بدرنګه ناول سید ادریس سادات لیکلی چې یو کرکټر محوره ناول دی.
کرکټر محوره ناول هغه ناول دی چې د داستان له پیښو څخه د داستان د کرکټر د حالات او خاصیت بیان په کې پاملرنه شوي وي.
د لید او بیان زاویه يې
دا ناول (بدرنګه چې سید ادریس سادات لیکلی) د متکلم یا لومړي شخص (زه یا مونږ) له زاويې څخه لیکل شوي لکه:
زه هم خپلې کیږدۍ ته راغلم، لمونځ مې وکړ، حمیرا له غوټي پخوانۍ مالټي کومي چې يې د غرمۍ د لمانځه پروخت شکولي وي راوستي.
خوند يي وکړ یاره…
ځینې مالټې پکې سري هم وي حمیرا وویل: ته خبر يې هنري؟
ما وویل: د څه نه؟
کرکټر
کرکټر په داستاني ادبیاتو کې هغه چا ته ویل کیږي چې پیښې زیږوي او یا پيښي ورڅخه زیږیږي کرکټر اتل، هیرو او قهرمان بلل کیږي.
په بدرنګه ناول کې مرکزي (هنري) په نامه یو هلک ده په دي ناول کې متخاصم کرکټر ظالمان دي چې د ناول له مرکزي کرکټر څخه د هغه معشوقه او کورنۍ اخلي د جوړښت له مخې د دې ناول کرکټرونه پیچلي دي.
صحنه او منظر کشي
منظر کشي: د ناول د کيسې پیښه یا پیښې چې په کوم زمان او مکان کې پیښیږي د هغه ځای وخت وړاندې کولو ته منظر کشي وايي.
منظر کشي په دوه ډوله ده ۱- ساکنه منظر کشي ۲- متحرکه منظر کشي
ساکنه منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په ولاړ او ساکت حالت کې بیانیږي.
متحرکه منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په خوځند او متحرک حالت کې بیانیږي.
د دغه ناول بدرنګه چې سید ادریس سادات لیکلي په متحرکه منظرکشي لري.
تلوسه
تلوسه په داستان کې لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکي له پوښتنو، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجو سره مخ کوي او احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستانونه ولولي او په هغه کې خپلي پوښتني ځواب او د خپل ذهن لپاره سکون ومومي.
خو په دغه ناول بدرنګه چې سید ادریس سادات لیکلي دی تلوسه يي په لومړیو کې کمزوري په منځ او پای کې تلوسه ډیره پیاوړي ده. چې په لاندې مثال کې راغلی ده.
له هغي خوا ځواب راغي څه څه……….!
هغه نه وی هنري! ب ب ب ب ت بابت
اړیکه قطع شوه بار بار مې د اړيکي د وصل کولو هڅه کوله.
مګر نه وصل کیده، یو ځل وصل شوه.
د کوچني ماشوم غږ وو وی ویل…
ماما جانه مور مې زه دنیا ته یتیم راوستي یم، زه په کور کې هیڅوک هم نه لرم…
مور جانه ولویده هله ماما
کله چې یتیم هلک وویل ماما مورجانه مې ولویده په دې ځای کې تلوسه پیداکیږي چې مورجانه بیا بیرته په ست راغله کنه نو د دې لپاره د سید ادریس سادات بدرنګه ناول وګورئ او په کیسه ځان خبر کړئ.