ژباړه: سمیع الله شاهد
د ژبنیو لوبو نظریه د اتریشي الاصله انګلیسي فیلسوف لودویګ وینګینشټاین د فلسفې وروستی تر ټولو مهم بحث دی. دا نظریه د ویتګینشټاین د پخوانۍ فلسفې د ژبې انځوریزې نظریې په مقابل کې پراخه شوې ده. د انځوریزې نظریې له مخې، ژبه یوازې یوه دنده لري او هغه د حقیقت انځورول دي.
موږ کولای شو د حقیقت په پېژندلو سره د نړۍ حقیقت د ژبې له لارې درک کړو. په حقیقت کې د ژبې انځوریزه نظریه په بشپړ ډول د ژبې په اړه یوه نوې نظریه وړاندې کوي. په مقابل کې د ژبنیو لوبو نظریې په وینا، ژبه یوه څو اړخیزه پدیده ده، نو له دې امله د ذاتپالنې له لیدلوري نشي درک کېدای. په حقیقت کې ژبه د بېلابېلو ژبنیو لوبو او دندو یوه ټولګه ده. هره ژبنۍ لوبه د ژوند له یوې بڼې سره تړاو لري، نو پر یوې ژبنۍ لوبې پوهېدنه له هغه ژوندانه سره ګډون ته اړتیا لري چې دغه ژبنۍ لوبه په هغې کې ځای لري. د ژبنیو لوبو نظریه د ژبې په اړه یو پسټ مډرن فلسفي لیدلوری دی (ندرلو،۱۳۹۰).
(مبارکي او ناصري، ۱۳۹۵) د ژبنیو لوبو پر اغېز د بیرجند ښار د منځنۍ دورې زده کوونکو د انګلیسي ژبې د کلمو د زده کړې په اړه څېړنه کړې ده. د دې څېړنې احصایوي ټولګه ټول ۲۵۰ زده کوونکي وو چې د منځنۍ دورې زده کوونکي وو. د تصادفي نمونې اخیستنې په کارولو سره، ۵۰ زده کوونکي د نمونې په توګه وټاکل شول. په څېړنه کې پر دې ۵۰ زده کوونکو مخکنۍ او وروستنۍ ازموینه ترسره شوه. په پای کې څېړونکو د ترلاسه شوو معلوماتو تجزیه او شننه د SPSS او ایکسل سافټویرونو په وسیله ترسره کړه.
(دهاقین او همکارانو،۱۳۹۷) د ویتګینشټاین په وروستۍ نظریه کې ژبنۍ لوبې، د ژوند بڼې او د انسانانو ټولنیز ژوند ترمنځ اړیکې څېړلې دي. دا څېړنه ښیي چې څنګه د کلمو کارونه یوه ژبنۍ لوبه جوړوي او د ژبنیو لوبو او د ژوند د بڼو ترمنځ څه اړیکه شتون لري. په دې مقاله کې د ژوند د بڼو، د انسان طبیعي تاریخ او د هغه د ټولنیز ژوند ترمنځ د اړیکو ارزونه شوې ده. همدارنګه، دې ټکي ته اشاره شوې چې که څه هم د دې عناصرو ترمنځ اړیکه د منلو وړ ده، خو په بشپړ د منلو وړ نه ده؛ ځکه چې د دې عناصرو په بدلون له شک پرته د نورو عناصرو په بدلون نه تمامېږي.
(مؤذني او همکارانو، ۱۳۹۸) د ټولګیزې وینا پر بنسټ د ژبنیو لوبو د ماشومانو د لغتونو پر پراخې اغېزې څېړنه کړې ده. په دې څېړنه کې د ټولګییزو خبرو مفهوم داسې دی چې ښوونکی مواد وړاندې کوي یا چمتو کوي او زده کوونکي د لوبو له لارې یو بل سره اړیکه نیسي او خبرې کوي. څېړونکو د دوهم ټولګي ۴۴ زده کوونکي وټاکل او په تصادفي ډول یې په دوو ډلو ووېشل: یوه د کنټرول ډله او بله د ازموینې ډله. ازموینه په داسې ډول ترسره شوه چې لومړی مخکې او بیا وروسته ازموینه واخیستل شوه، په دې کې د څېړونکو جوړې شوې ۳۵ پوښتنې شاملې وې. د څېړنې په پیل کې له دواړو ډلو مخکېنۍ ازموینه واخیستل شوه. وروسته د تجربوي ډلې زده کوونکي د شپږو میاشتو لپاره په اونۍ کې درې ساعته د ټولګیزې وینا پر بنسټ د ژبنیو لوبو له لارې زده کړه وکړه، په داسې حال کې چې د کنټرول ډلې زده کوونکو په ورته موده کې د ښوونکي او درسي کتاب له لارې په دودیزه بڼه او له ژبنیو لوبو پرته زده کړه وکړه. د تعلیمي دورې په پای کې د دواړو ډلو څخه د ژبني پرمختګ وروستنۍ ازموینه واخیستل شوه. د نمرو د تحلیل پایلې یې د T-خپلواکه ازموینې له لارې وښودلې چې د تجربوي ډلې او کنټرول ډلې د وروستنۍ ازموینې په پایلو کې د پام وړ توپیر شتون درلود. دې ته په کتو، تجربوي ډلې د لغتونو دایرې په زیاتولو کې د پام وړ پرمختګ ښکاره کړ. د څېړونکو موندنې کولای شي د ښوونکو، ښوونیز پلان جوړونکو او درسي کتابونو د لیکوالانو لپاره لارښود وي، څو د زده کړې په نظام کې د معاصرې ټولګیزې وینا پر بنسټ چلندونه او د لوبې اړوند مفاهیم شامل کړي، تر څو د زده کوونکو د زده کړې لپاره علاقه او هڅه ډېره کړي.
د ژبنیو لوبو له نظریې او د ژبې په زدهکړه کې د لوبو د رول په اړه د بېلابېلو څېړنو پایلو ته په کتو، داسې ښکاري چې د ژبې تدریس یوازې د ژبنۍ پوهې په درلودل بسنه نه کوي، بلکې ښوونکي د ډېرو نورو اړخونو مهارت ته اړتیا لري او که په دې اړخونو حاکمیت ونه لري، په تدریس کې به له ستونزو سره مخ شي. له دې اړخونو څخه ځینې عبارت دي له:د تدریس مناسبه طریقه، د محتوا جوړونې لارې چارې، د ژبې د تدریس له لارې د اضافي عاید ترلاسه کولو لارې، د ټولګي مدیریت، د ژبې په تدریس کې مالي ځیرکتیا، د زده کوونکو د جذب لارې او ګڼ شمېر نور تخنیکونه. تاسو د ژبې د ښوونکي په توګه کولای شئ د تدریس له پیل مخکې، د تدریس په منځ کې، یا د ټولګي په پای کې یوه لوبه طرحه کړئ، ترڅو د خپلو زده کوونکو تمرکز په ټولګي کې وساتئ او هغوی ته یو نمونه یي ټولګی جوړ کړئ.
دلته په ټولګي کې د تطبیق وړ او ګټورو لوبو څو بېلګې وړاندې کېږي:
۱. د املاء لوبه: په تخته ناسمې لیکل شوې کلمې ولیکل شي او له زده کوونکو وغوښتل شي چې د هغو کلمو سمه بڼه ولیکي.
۲. د حروفو د ځای بدلولو لوبه: ګډې وډې کلمې ولیکل شي. زده کوونکي په دوو ډلو ووېشل شي؛ هره ډله چې ژر تر ژره کلمې سمې ولیکي، ګټونکې ده. دا ډول لوبه د لیکلو مهارت د تمرین لپاره ډېره ګټوره ده.
٣. د کیسې د سمون لوبه: ټولګی په څو ډلو ووېشل شي او زده کوونکي باید یوه ګډوډه کیسه منظمه کړي. هره ډله چې ژر تر ژره کیسه برابره کړي، امتیاز ترلاسه کوي. دا لوبه د لیکلو مهارت زده کولو لپاره یوه غوره لاره ده.
۴. د پانتومیم لوبه: د خوړو، حیواناتو یا مسلکونو نومونه په څو کاغذونو ولیکل شي. له زده کوونکي غوښتنه وشي چې یو کاغذ انتخاب کړي او د هغه موضوع پانتومیم ترسره کړي. پاتې زده کوونکي باید د موضوع نوم اټکل کړي.
۵. د رول لوبولو لوبه: د درس د موضوع په پام کې نیولو سره، هر زده کوونکي ته یو رول ورکړل شي ترڅو په ټولګي کې یې ترسره کړي. د بېلګې په توګه، زده کوونکو ته ووایئ چې تصور وکړي دوی په یوه رستورانت کې دي، او د خوړو د غوښتنې تمرین لپاره د پیرودونکي او خدمتګار رولونه ولوبوي.
۶. د توکو د ځای بدلولو لوبه: یو زده کوونکی له ټولګي څخه بهر شي؛ وروسته د ټولګي یو شی ځای بدل کړل شي. زده کوونکی بېرته ټولګي ته راشي او اټکل وکړي چې د کوم شي ځای بدل شوی دی. دا لوبه د پانتومیم لوبه او د رول لوبولو لوبه د خبرو کولو مهارت د پیاوړتیا لپاره ډېره ګټوره ده.
۷. د نوم اېښودلو لوبه: که ښوونکي د رنګونو تدریس کوي، دا لوبه کولای شي په بریالیتوب سره زده کړه اسانه کړي. زده کوونکي په څلورو ډلو وېشل کېږي، او هرې ډلې ته د کال د یو فصل نوم ورکول کېږي، لکه پسرلی، دوبی، منی او ژمی. له زده کوونکو غوښتنه وشي چې د دې فصلونو مېوې د هغوی د رنګونو په یادولو سره ولیکي. تاسو به ووینئ چې زده کوونکي د اصلي رنګونو څخه ور هاخوا هم پوښتنې کوي او د مختلفو رنګونو نومونه زده کول غواړي. د دې لپاره چې د رنګونو نومونه د تل لپاره په زده کوونکو کې پاتې شي، تاسو کولای شئ د څو ټولګیو لپاره هر زده کوونکي ته د یو رنګ نوم ورکړئ. د بېلګې په توګه، پر ځای د دې چې احمد ووایئ، هغه ته “Red” ووایئ. دا کار نه یوازې په ټولګي کې د خندا او خوښۍ سبب کېږي، بلکې زده کوونکي د ټولو اړوندو رنګونو نومونه په ښه ډول زده کوي. کله چې د خلکو د ځانګړتیاوو درس ورکوئ، تاسو کولای شئ هر زده کوونکي ته یوه ځانګړنه ورکړئ او هغه د همدې ځانګړنې په نوم یاد کړئ. دا ډول لوبه د کلمو د زده کړې لپاره ډېره ګټوره ده.
۸. د شل پوښتنو لوبه: ښوونکي یو موضوع ټاکي، لکه مشهور شخصیتونه، د هیوادونو نومونه یا نور. یو زده کوونکی غوره کېږي، او ټاکل شوی کلمه په یوه کاغذ کې ورته ښکاره کېږي. زده کوونکی د ټولګي مخې ته درېږي، او نور زده کوونکي د پوښتنو په کولو هڅه کوي چې ټاکل شوې کلمه اټکل کړي. زده کوونکی باید یوازې د هو یا نه په ځوابونو ځواب ورکړي. که ټولګي وتوانېږي چې په شلو پوښتنو کې کلمه اټکل کړي، ټولګي ګټونکي دي. که نه، هغه زده کوونکی چې کلمه ورته ښکاره شوې وه، ګټونکی دی. دا لوبه د خبرو کولو مهارت او ګرامر د تمرین لپاره ډېره ګټوره ده.
۹. د توپ غورځولو لوبه: ښوونکی د فعلونو مصدرونه او اړوندې زمانې په تخته لیکي، وروسته یوه نرم او سپک توپ یو زده کوونکي ته ورکوي او ترې غواړي چې ټاکلی فعل د ټاکلي مهال سره ګردان کړي. بیا ښوونکی یو بل مصدر ټاکي او توپ یو بل زده کوونکي ته ورغورځوي، ترڅو هغه هم ټاکلی مصدر ګردان کړي. په همدې ترتیب، توپ له یو زده کوونکي څخه بل ته لېږدول کېږي او لوبه د ټولو زده کوونکو لپاره ترسره کېږي. دا لوبه د ګرامر د تمرین لپاره ډېره ګټوره ده.
اخځونه
دهاقین م؛ حسامیفر ع؛ سيف م؛ حیدری، م(۱۳۹۷). «نسبت میان بازیهای زبانی، صورتهای زندگی و حیات اجتماعی انسان در ویتگنشتاین متأخره». مجله علمی – پژوهشی ذهن. ۷۴. ۱۱۳-۱۳۴
مبارکی، م؛ ناصری، ز. (۱۳۹۵) «تأثیر بازیهای زبانی بر یادگیری واژگان زبان انگلیسی دانش آموزان مقطع متوسطه اول شهر بیرجند». اولین کنفرانس بینالمللی مدیریت، حسابداری، علوم تربیتی و اقتصاد مقاومتی؛ اقدام و عمل.
مؤذنی، ف، آقا گلزاده؛ سیلاخوری، ف؛ ملکی مقدم،۱.(۱۳۹۸).«تأثیر بازیهای زبانی مبتنی بر گفتمان کلاسی بر دایره واژگان کودکان» فصلنامه علمی – پژوهشی زبانپژوهی دانشگاه الزهراء، ۱۱(۳۳) ۴۷-۶۲
ندرلو، ب.(۱۳۹۰).«نظریه بازیهای زبانی ویتگنشتاین یک نظرگاه فلسفی پست مدرن درباره زبان» مجله علمی – پژوهشی غربشناسی بنیادی. پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی. ۲(۱) ۸۷-۱۰۰
ویتگنشتاین، ل. (۱۳۷۹).«رساله منطقی فلسفی. ترجمه شمسالدین ادیب سلطانی. تهران: امیر کبیر.
ویتگنشتاین، ل. (۱۳۸۰). پژوهشهای فلسفی. ترجمه فریدون فاطمی. تهران: نشر مرکز
Philosophical Investigations. Oxford: Blackwell Publishers۱۹۹۹7- Wittgenstein, L.