د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په یاد ولایت کې د پوهنې د برخې بېلابېلې پروژې عملي شوي دي.
د یاد ریاست په وینا چې په دغو پروژو شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مصرف شوې دي.
وایي، په دغو پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړول، د اوبو رسونې او سولر سیستمونو نصبول او یو شمېر نورې پروژې په کې شاملې دي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې سږ کال د دغو پروژو د بشپړېدو ترڅنګ هلته په پنځو ولسوالیو کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي.
د مسوولینو په وینا چې په یاد ولایت کې تر کار لاندې پروژو چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو او رغولو راپورونه ورکړل شوي وو.