عبدالوهاب مومند
د «کډوالي» په نوم کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې په لوستلو یې د کډوالۍ ګواښونه، ننګونې، تمې او حقیقتونه څرګندوي. دغه اثر په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ښه کیفیت او صحافت په ۱۱۱ مخونو کې د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
د یاد کتاب لیکوال دوکتور وحید وطنیار دی چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې له افغان کډوالو او په افغانستان کې د هغو کورنیو سره د مرکو او څېړنو پایله ده. د دې ترڅنګ په تېرو درېیو کلونو کې لیکوال په جرمني هېواد کې له کډوالو سره نږدې پراخ کار کړی دی، چې د هغوی سره یې د ادغام په بهیر کې مرسته کړې او د هغوی په تطابق، زیانونو او هیلو کیسې یې لیدلي دي.
دا ټولې تجربې د دې کتاب بنسټ جوړوي، چې د کډوالۍ موضوع په شخصي او څېړنیزه بڼه لوستونکو ته په ژور تحلیل وړاندې کړي. د کتاب په یوه برخه کې لیکوال کډوالي داسې را پېژني: “کډوالي یوازې یو فزیکي بدلون نه ده، دا یوه ژوره روحي او فکري مبارزه هم ده. هغه خلک چې خپل ټابوبی پرېږدي، ډېر کله ځانونه په یوه پرانیستې فضا کې بې وسه احساسوي، چېرته چې نه له یو ځای سره تړاو لري او نه یې بل ځای کې هغه احساس لاس ته راوړی شي، چې د ځانیتوب او کورنۍ جوړولو لپاره اړین دی؛ خو که څه هم لویدیځ د ګڼو خلکو لپاره د نویو فرصتونو ځای دی، خو د پردي والي او یوازیتوب بیه دومره لوړه ده چې یوازې لږ کسان یې په بشپړه توګه زغملی شي.”
د کتاب په ډالۍ کې داسې لیکل شوي دي: “هغو ګمنامو کډوالو ته دې ډالۍ وي چې په دې اغزنو لارو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.”
د کتاب مینوال کولای شي له اکسوس سربېره د هېواد په نورو مشهورو کتابپلورځیو کې یې یاد کتاب ترلاسه کړي.