په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) د ارزګان له روغتیایي مرکزونو سره د مرستې خبر ورکړی دی.
د یونیسف په وینا چې د ارزګان له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره په دې مرسته کې طبي وسایل او درمل شامل دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي چې د دې تازه مرستې ارزښت ۵۸۳ زره امریکايي ډالره کېږي، او اندازه یې ۱۳۳ قلمه ده.
یونیسف ټینګار کړی چې د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د دوی دا مرسته په یاد ولایت کې د روغتیايي وضعیت د ښهکېدو په موخه شوې ده.
د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته کړې وه.
یونیسف پخوا هم له افغانستان سره په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی و.