د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران خبر ورکړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې د واورین او باراني ورښت اټکل شته.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په سوېلي او مرکزي ولايتونو کې د واورې ورېدو امکان شته.
وایي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه به د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو ترمنځ وي.
هواپېژندنې همداراز د هېواد په لوېديځو، مرکزي، سوېل ختيځو او ختيځو ولايتونو کې دا ورښتونه سخت او درانه اټکل کړي او په تودو سیمو کې یې د سیلابونو د راوتلو خبرداری هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلون او اړوندو پیښو لکه سیلابونو، وچکالۍ او سختو بارانونو له امله یو له خورا ځپلشویو هیوادونو څخه دی.
بلخوا په افغانستان کې د اقلیمي بدلون کارپوهان ټینګار کوي، چې په دې اوونۍ کې به د ډېرې واورې او باران ورښت د وچکالۍ لړۍ ماته کړي.