لیکنه: سباوون درانی
زه د رواقي فلسفې لوی مینه وال یم او هر کله چې کومه ستونزه ما نا ارامه کوي او یا نه شم کولی ځان یې له عذابه خلاص کړم، زه په خیال کې خپل استاد اپیکټیټس ته ورځم چې د رواقي فلسفې لوی عالم وو. له هغه مرسته غواړم او هغه راته لارښوونې کوي. کله چې اول ځل د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې بندې شوې، زه ډېر خپه او ناهیلی وم او که رښتیا وي نو غوښتل مې چې د یو کمزوري بني ادم په حیث د تقدیر پر وړاندې د ناهیلۍ احتجاج وکړم. ناهیلی شم او تقدیر ته وښييم چې زه هم کولی شم ارام کښېنم او ستا ټولې فیصلې په ناهیلۍ ومنم. له ډېر فکر وروسته په خپل خیال کې د رواقي فلسفې ذهني ښوونځي ته د یو بې وسه ماشوم په شان ورغلم او اپیکټیټس ته مې د زړه ټول حال واوروه، نو هغه زما له زړه ما ته په پوره ډاډ او ارامتیا وویل:
«تاسې د یو ملت په حیث د هغو خلکو پرېکړې نه شئ بدلولی چې په واک کې دي، خو تاسو کولی شئ د هغوی پر وړاندې خپل عکس العمل بدل کړئ. که ښوونځي تړلي وي، نو ولې خپل کورونه د زده کړې لپاره خلاص نه کړئ.» دې پوښتنې او نصیحت زه متوجه کړم او ما غوښتل ورته ووایم چې مننه، زه پوه شوم، خو استاد ویل چې نه تاسې افغانان دومره په اسانه نه پوهېږئ او خپلو خبرو ته یې داسې ادامه ورکړه؛ «زما خبره شاید تاسې ته بې ځایه او بابېزه ښکاره شي خو په یاد ولرئ چې که څه هم بهرنی چاپېریال تعلیمي ادارو ته لاسرسی بندوي، دا په یاد ولرئ چې تعلیمي ادارې د بشر د ژوند په ډېرو لومړنیو پېړېو کې نه وې، خو پوهه وه او خلکو له یو او بل څخه علم ترلاسه کاوه، تاسې هم په خپلو کورونو کې له یو او بل څخه پوهه حاصله کړئ او خپلې ستونزې حل کړئ.» ما ترې وپوښتل:
«استاد تاسې بلکل ښه وایئ چې پخوا خلکو له یو او بل څخه زده کړه کوله، خو د پخوانیو انسانانو د ساده ژوند، ساده ستونزو لږې پوهې ته اړتیا لرله، اوس خو ستاسې دور نه دی استاد، اوس نړۍ بدله شوې او نوې ستونزې رامنځته شوي دي، اوس موږ څه وکړو» استاد بیا هم ارامه وو او زما پر پوښتنه یې له لنډې موسکا وروسته وویل چې «ستاسې د وخت د خلکو ستونزه همدا ده چې فکر کوي پخوانۍ پوهه به د معاصرو ستونزو په درد دوا نه شي، خو حقیقت دا دی چې زموږ پوهه د هرې دورې د خلکو د ستونزو لپاره حل لارې پېدا کولی شي.» همداسې یې پسې خبرې وغځولې او ویل یې:
« زده کړه یواځې تر ښوونځیو محدوده نه ده، بلکې د هغه خلکو په ارادې پورې تړلې ده چې واقعاً غواړي ځان پوه کړي او په خپله پوهه خلکو ته خیر ورسوي. خپلو لورګانو او خویندو ته زړورتیا، منطقي فکر، کنجکاوي، زغم، د خبرو کولو هنر او د پوهې ارزښت ور زده کړئ، ځکه کله چې تاسې خپلې لورګانې هوښیارې کړې بیا هیڅوک نه شي کولی له هغوی څخه دغه هوښیارتیا واخلي.» خبرې یې خوږې وې او زه ورته په مینه غوږ وم نو په موسکانده څهره یې وویل ستړی شوې که څنګه؟ او که زما خبرې درته هسې د پخوانیو خلکو کیسې ښکاره شوې او نه غواړې نورې یې واورې؟ ما ورته په مؤدبانه لهجه وویل چې زه درته غوږ غوږ یم او ته راته همداسې غلی غلی غږېږه. هغه موسکی شو او ویل یې، « ګوره ملګریه، ستاسې زمانه ډېرې ښېګڼې لري. تاسې ښه ډېر کتابونه لرئ چې ستاسې په خپله ساده او خوږه پښتو ژبه لیکل شوي دي. په لورګانو او خویندو مو کتابونه ولولئ چې ژوند يې ښکلی شي. ټولګی دې نه وي کنه، پوهه خو کتابونو کې ده او هو ريښتیا، ستاسې دور خو هغه بل بلا مړی جادويي شی هم لري چې تاسې یې انټرنټ ګڼئ. له هغې استفاده وکړئ او د هغې له لارې مو لورګانې او خویندې عالمانې او پوهانې کړئ. خپل کورونه د خلاقیت، پوهې او ودې په یوه ښکلې نړۍ بدل کړئ.» ما ورته وویل چې استاد ما ورکه هیله پیدا او دا خبره مې ذهن ته ښکته کړه چې له شکایتونو او وېر څخه هېڅ هم نه جوړېږي، که غواړو واقعاً په وطن زړه خوږ کړو، نو باید د هرې ستونزې حل لاره پیدا کړو. هغه په خوشحالۍ راڅخه لاړه او زه په ارامه ذهن له مراقبې راستون شوم.























































