واخیستم د ژوند خړو سیندونو لکه رېګ
عمر مې تویېږي له لاسونو لکه رېګ
تېره اوونۍ د افغان ادبي بهیر غړو د شمائلې سلیمي د شعري ټولګې «داغ پر نسترن» مخکتنه وشوه او ګڼو لیکوالو پر دې کتاب خپل نظر ولوستل.
دا غونډه وړمه جمعه (د لیندۍ میاشتې پر ۲یمه) د افغان ادبي بهیر د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه او ګڼو ځوانو لیکوالو او شاعرانو پکې برخه اخیستې وه.
د غونډې په لومړیو شېبو کې د اغلې شمائلې سلیمي هغه را استول شوی غږ واورول شو چې پر خپل کتاب «داغ پر نسترن» یې د خبرو ترڅنګ د دې غونډې او د بهیر له ټولو ګډونوالو مننه کړې وه.
اغلې سلیمي په خپلو خبرو کې د دې کتاب محتوا غزلونه او ازاد نظمونه وبلل او د افغان ادبي بهیر له ګډونوالو یې مننه وکړه چې دې غونډې ته راغلي وو.
په غونډه کې عصمت الله صالح پر دې شعري ټولګې خپله لیکلې مقاله ولوسته او «داغ پر نسترن» شاعري یې په نړیواله کچه د ښځینه شاعرانو له نوښت لوړه وبلله.
صالح د شمائلې سلیمي په شاعرۍ کې د کلمو موسیقیت ته هم اشاره وکړه او په وینا یې چې متحرک تصویرونه د اغلې سلیمي د شعرونو یوه بله ځانګړنه ده.
“د اغلې سلیمي په شاعرۍ کې د لوړ خیال او ژور فکر د بیان ترڅنګ د انځورګرۍ خوندور کمال ته هم متوجه کېدای شو. په شعر کې د کلمو متحرک کول هم خورا ستر ریاضت او تکلیف غواړي، خو دا د فزیکي ستړیا غوندې نه وي، بلکې هماغه د هنري اسبابو له لارې د عادي ژبې داسې ناعادي کول دي چې هره کلمه یې په چاپېریال کې د موجوده واقعیتونو رڼه عکاسي راته وکړي.”
د مخکتنې د دې غونډې په جریان کې ځوان شاعر «پیوند پټان» د شمائلې شعر په تمامه مانا د هنر په جامو کې پټ وباله.
ښاغلي پټان وویل، “زما په نظر په دغه وخت کې چې ښځې همېشه تنبیه کېږي، د داسې شاعرې لکه شمایله پیدا کول، لږ نه ډېره سخته خبره ده. دا ډېره لویه خبره ده چې موږ داسې کتاب لرو چې يوې ښځې لیکلی. زه زیادتره د ښځو داسې شعرونه وینم چې شعریت نه لري خو د دې لپاره خلک ښه ورته وايي چې نورې ښځې هم تشویق شي؛ مګر د شمایلې شعر په واقعي مانا د هنر په جامو پټ دی. دې چې څه ليدلي دي، په ډېر هنري انداز یې ليکلي، مقصد مې تجربې دي. فکر یې په شعر کې وړاندې کړی؛ داسې یې وړاندې کړی چې د هنر جامه یې نه ده ترې کش کړې، د هنر جامه یې ور اغوستې. د شمایلې شعر داسې شعر دی چې څوک به یې د دې لپاره ښه و نه بولي چې د يوې ښځې شعر دی د دې لپاره به یې ښه بولي چې واقعاً شعر دی.”
بلخوا لیکوال او کرهکتوونکي عبدالوهاب مومند هم د شمائلې سلیمي پر شاعرۍ خبرې وکړې او هغه یې په دې هنر سره وستایله.
ښاغلي مومند د اغلې سلیمي شاعري لوړه وبلله او د شعر مینهوالو لپاره یې «داغ پر نسترن» شعري ټولګه یوه لورېینه او ښه ډالۍ وګڼله.
مومند د کتاب پر پښتۍ هم خبرې وکړې، او په وینا یې چې دا هم ښايي د اغلې سلیمي د تجربو یو ډول انځور وي.
د غونډې په جریان کې ښاغلي ذکرالله ذهین د اغلې شمائلې سلیمي یو شعر په خورا خوندور انداز ترنم کړ او د دې مخکتنې د ګډونوالو هنري تنده یې خړوبه کړه.
د افغان ادبي بهیر په دې غونډه کې یو شمېر نورو لیکوالو او شاعرانو هم پر «داغ پر نسترن» شعري ټولګې خپلې خبرې وکړې او په ټوله کې یې دا شاعري خورا لوړه او په اوسنیو ښځینه شاعرانو کې یو نوښت وباله.
د ویلو ده چې «داغ پر نسترن» شعري ټولګه څو میاشتې وړاندې په کابل کې د اکسوس خپرندویې ټولنې لخوا چاپ شوه، او پر ټولنیزو پاڼو ګڼو لیکوالو او شاعرانو وستایله.