حمیدالله حمیدي
د بیت الفتوح جومات په لوېدیځه اروپا کې شپږم لوی او د نړۍ په کچه ۱۵ لوی جومات شمېرل کېږي. دغه جومات په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې د لندن د جنوب لوېدیځ مېشتو مسلمانانو لخوا جوړ شوی، چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د بیت الفتوح جومات په ۲۱ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ټول ټال پرې پنځه مېلیونه او ۵۰۰ زره پونډه لګښت راغلی دی. دغه راز جومات یوه لویه ګنبده، یوه لویه او بله کوچنۍ منارې هم لري، چې جومات ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
جومات د ښځینه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړی ځای لري. د بیت الفتوح جومات پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر نور ملحقات لکه د غونډو لپاره تالار، بېلا بېلې ځانګړې خونې او یو لوی کتابتون هم لري.
په ۱۳۹۴ کال کې د جومات په شاوخوا کې اور لګېدنه رامنځ ته شوه. د اور وژنې ټیم خپله ټوله هڅه وکړه تر څو جومات ته زیان ونه رسېږي، خو له هڅو سره سره بیا هم د جومات کتابتون او یو شمېر نورو برخو ته په کې زیان واوښت، چې بیا له سره ورغول شوې. په جومات کې پر پنځه وخته لمونځ سربېره د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي، چې زرګونو مسلمانان په کې ګډون کوي.