لیکواله: مرسل امیري
ښوونه روزنه د یوه هېواد د پرمختګ په لار کې رغنده رول لري. پرته له شکه چې نننۍ پرمختللي نړۍ د ښوونې روزنې له برکته تر دې ځایه را رسېدلې ده. د یوه هېواد ښوونه روزنه هله د هغه هېواد د هر اړخیزه پرمختګ په برخه کې خپل رول ادا کولی شي، چې غښتلی او پرمختللی وي. غښتلی او پرمختللی ښوونه روزنه هله ممکنه ده، چې چلوونکي او ښوونکي يې په کارپوه، صادق، مسؤلیت پېژندونکي، د هېواد ګټو ته ژمن وي. همدارنګه د دولت له لوري هم د غښتلي ښوونې روزنې په اړه ډېره پانګونه او پام لرنه ترسره شي. د دې تر څنګ د ښوونې روزنې نظام مسؤلینو ته په کار ده، چې د دیني مدارسو او ښوونځیو تر مینځ همغږي او نږدېوالی رامینځ ته کړي.
ادﺑﻲ ښووﻧځی ﻫﻐﻪ ادﺑﻲ ﺟﺮﯾﺎن دی، ﭼﯥ د ﻟﯿﮑﻮاﻟﻮ، ادﯾﺒﺎﻧﻮ، ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ او ﭘنځګرو د ﺳﺒﮑﻮﻧﻮ ﻟﻪ ګډون څخه راﻣنځته ﮐﯧږي، ﯾﺎ ﯾﯥ د ﻫﻐﻮ ﻧﻈﺮﯾﻮ، ادﺑﻲ او ﮐﻠﺘﻮري ځانګړﺗﯿﺎوو ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﺑﻮﻟﻮ، ﭼﯥ د ﻫﯧﻮادﻧﻮ د ګډو ټوﻟﻨﯿﺰو او ﺳﯿﺎﺳﻲ اوﺿﺎﻋﻮ ﭘﻪ بهیر ﮐﯥ منځته راﻏﻠﯥ وي. ښووﻧځی ﭘﻪ ﯾﻮه ټاﮐﻠﯥ دوره ﮐﯥ د ﯾﻮه ګروپ ﻟﯿﮑﻮاﻟﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا د ﯾﻮې ځانګړې ﻻرې او ﺳﺒﮏ ﺗﻌﻘﯿﺒﻮل دی. د ﻧړﯾﻮاﻟﻮ ادﺑﻲ دورو وﯦﺶ اﺳﺎن ﮐﺎر ﻧﻪ، ﺑﻠﮑﯥ ډﯦﺮې ځیرکتیا، ﭘﻮﻫﯥ او ادﺑﻲ درک ﺗﻪ اړﺗﯿﺎ لري. ټوﻟﻨﯿﺰ ﻋﻠﻮم ﭘﻪ ﺗﯧﺮه ﺑﯿﺎ ادﺑﯿﺎت ﻟﻪ ﻣﺠﺮد ﺗﻔﮑﺮ څخه ﺑﺮﺧﻤﻦ دي او ﭘﻮﻫﺎن ﭘﻪ ډﯦﺮو څېړﻧﻮ او ادﺑﻲ ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﮐﯥ ﺳﺮه ورﺗﻪ ﻧﻈﺮﯾﺎت ﻧﻪ ﻟﺮي.
د ادﺑﻲ دورو ټاﮐﻨﻪ ﻫﻢ ﯾﻮ پېچلی ﺑﺤﺚ دی، ﭼﯥ ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ورﺗﻪ ﻟﻪ بېلا بېلو زاوﯾﻮ ﮐﺘﻠﻲ دي. اﺳﺘﺎد ﭘﻮﻫﻨﺪوی ﺟﺎﻧﺲ زړن (د ﻧړﯾﻮاﻟﻮ ادﺑﯿﺎﺗﻮ د ادﺑﻲ دورو وﯦﺶ) ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﭘﻪ ﻋﻠﻤﻲ او څېړﻧﯿﺰه ﻣﻘﺎﻟﻪ ﮐﯥ د ﻧړﯾﻮاﻟﻮ ادﺑﻲ دورو د وﯦﺶ ټاﮐﻨﻪ ﮐړې ده. د ﻣﻘﺎﻟﯥ ﻣنځپانګه د څلورو ﻟﻮﯾﻮ وﭼﻮ (اﺳـﯿﺎ، اﻓﺮﯾﻘﺎ، اروﭘـﺎ او اﻣﺮﯾﮑﺎ) د ادﺑﯿﺎﺗﻮ څېړﻧﻪ ﺟﻮړوي. د ﻟﺮﻏﻮﻧﻲ ﯾﻮﻧﺎن، ﭘﺨﻮاﻧﻲ روم او ورﺳﺮه ﭘﺮ ځینو ﻫﻨﺪي، ﺑﺎختري، ﻣﺼﺮي، ﺑﺎﺑﻠﻲ او استراﻟﯿﺎﯾﻲ ژﺑﻮ ﺳﺮﺑﯧﺮه د اروﭘﺎ ﭘﺮ ﻣنځينۍ ﭘﯧړۍ ﻫﻢ څېړﻧﻪ ﺷﻮې ده، ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘﺎی ﮐﯥ ﯾﯥ ﻧړﯾﻮال ادﺑﯿﺎت ﭘﺮ څلورو دورو وېشلي دي.
ښوونه روزنه او نړیوال ادبيښوونځيکتاب چې لیکواله یې زه (مرسل امیري) ده دا کتاب پر شلو څپرکو باندې وېشل شوې ده او سمون خپروندوی چاپ کړی، چې لومړی څپرکي کې پر ښوونې روزنې بحث شوی. دویم څپرکي کې پر ادبيښوونځيبحث شوی، درېیم څپرکي کې ښوونه روزنه او اېډیالېزم څلورم څپرکي کې ښوونه روزنه او کلاسېزم، پینځم څپرکي کې ښوونه روزنه او ریالېزم، شپږم څپرکي کې ښوونه روزنه اوسمبولېزم، اووم څپرکي کې ښوونه روزنه او رومانتسېزم، اتم څپرکي کې ښوونه روزنه اونچرلېزم، نهم څپرکی کې ښوونه روزنه او فیوچرېزم، لسم څپرکي کې ښوونه روزنه او سوریالېزم، یوولسم څپرکي کې ښوونه روزنه اوپراګماتېزم، دولسم څپرکي کې ښوونه روزنه او اګزیسټینټالېزم، د یارلسم څپرکي کې ښوونه روزنه او داداېزم، څوارلسم څپرکي کې ښوونه روزنه او پاپولېزم، پینځلسم څپرکي کې ښوونه روزنه او کوبېزم، شپاړلسم څپرکي کې ښوونه روزنه او وېرېزم، اوولسم څپرکي کې ښوونه روزنه او پارانسېزم، اتلسم څپرکي کې ښوونه روزنه او یونانمېزم، نولسم څپرکي کې ښوونه روزنه او کاسموپولاتېزم، شلم څپرکي کې ښوونه روزنه او نهیلېزم پر موضوعاتو ژور او هر اړخیز بحثونه شوي دي او د هر ښوونځي نظر د ښوونې او روزنې په اړه څرګند شوی.