استاد ګل رحمان رحماني
انسانیت څه په دولت نه دی رحمانه
بُت که جوړ شي د سرو زرو انسان نه دی
لنډیز:
عبدالرحمن بابا چې د پښتنو تر منځ په رحمان بابا مشهور دی، د پښتو ژبې د کلاسیکې دورې شاعر دی چې ټول ژوند یې عرفان او د الهي مینې پالنې ته وقف کړی دی. که څه هم د پښتو ژبې کلاسیکه دوره نور ستر شاعران هم لري، خو رحمان بابا داسې یو شخصیت دی چې هم د ژبې د ساده والي او هم د منلي او مشرح پیغام له اړخه پراخه مینه وال لري او هر څوک یې پر ځان ور مات کړي دي.
دده تر ټولو ستر ویاړ دا دی چې ټولو افغانانو د بابا په نامه منلی او دېوان یې ښايي د پښتو شعر د کتابونو تر ټولو ډېر لوستل کېدونکی او پلورل کېدونکی کتاب وي. هغه د غزل په فورم کې ډېره روانه، عام فهمه او ټولنملې شاعري کړې ده چې هر شعر یې د یوه لارښود او ناصح حیثیت لري.
رحمان بابا په قوم پښتون او د مومند قبیلې اړوند دی چې د پېښور په هزار خانو سیمه کې یې شاوخوا شپېته کاله ژوند کړی (۱۰۶۰یا ۱۰۶۳ه ق تر ۱۱۲۳-۱۱۲۴ه ق)، ژوند یې ملنګ مزاجه او بې تکلفه و، په دې کې هېڅوک شک نه لري چې هغه یو رښتینی په خدای مین مسلمان او عارف دی، داسې عارف چې نه بیخي تاریک دنیا دی او نه هم د دنیا مینې له دین او خدای بې پروا کړی دی. لویه ښېګڼه یې دا ده چې اصلي مخاطب یې یوازې انسان دی او هغه ته خپل اصل وریادوي او په بیا بیا یې ننګوي چې دنیا ته د راتګ ماموریت په ښه ډول تر سره کړي.
په مقاله کې د نوموړي د کلیات له وروستي چاپ څخه ګټه اخیستل شوې، د انسانیت، ټولنیز درناوي، زغم، یو بل منلو، اخلاقو، د انسان د سوکالۍ د ورکې د لټون او نورو شخصیتي خیر ښېګڼو په اړه د نوموړي د شاوخوا سلو شعرونو چاڼ شوی. دا چې د هغه په شاعرۍ کې ددې موضوعاتو بېلګې بیخي زیاتې دي او انتخاب کې یې څېړونکي دوه زړي کېږي، نو ما هم د مقالې حجم ته په پام سره مطلوبه برخه انتخاب کړې او بیا مې د همغو بیتونو لاندې لنډه سپړنه او تحلیل راوړی دی. مقاله همدارنګه سریزه، میتود، کلیدي پوښتنې، د څېړنې موخې او اهمیت، وړاندیزونه او ماخذونه هم لري.
سریزه :
نن چې د مادیت توپان د انسانیت پر ښکلې او ګران بیه مرغلره د وحشت غبار غوړولی، ورسره د انسان بشري افکارو هم د مینې، زغم، یو بل منلو او درناوي د انساني فرهنګ پر ځای نورې لارې غوره کړې دي چې له شک پرته انسان او د هغه ټولنې ته د سپکاوي پر روحیه ولاړه ده. دا د ټولنې د مفکرینو، هېښو او ځيرکو وګړو دنده ده چې ددې ټولنیز ناورین مخنیوی وکړي او خلک دې ته ځير کړي چې زموږ جوهر او اصل یو دی، موږ د یوه بدن د غړو حیثیت لرو چې د یوه په درد کې د بل نا ارامي نغښتې او د بل پر خوښۍ زموږ د اوښکو نم او غم خامخا خپرېږي.
په یاده مقاله کې لومړی د رحمان بابا هغه پیغامونه او سپارښتنې راغلې چې د خپل قوم یوه غړي یا یوه هېواد وال ته نه، بلکې انسان ته یې کړي دي او یادوي چې ستا تر ټولو غوره وسیله او وسله ټولنیز اخلاق دي، ستا د پایښت ستنه پر متقابل درناوي، ښېګڼو، زغم او انسانیت ولاړه ده، ته بت نه یې انسان یې. ستا جوهر سره او سپین زر نه، بلکې اخلاق او انسانیت دی.
په دویمه برخه کې د دین او دنیا په اړه د رحمان بابا دریځ را نغاړی، دی دنیا ته د یوه بې ګټي شي په سترګه نه، بلکې د هغه چانس په سترګه ګوري چې خالق خپل بنده ته د هڅو او هاند لپاره ورکړی دی، د کار او زیار ډګر دی، د هغه د رضا حاصلولو او انساني بسیاینې او سوکالۍ ځای دی. دی انسان ته هیله ورکوي، ژوند ته یې هڅوي او ټول په یوه مشترک حس تړي چې د درک، درناوي او یو بل منلو حس یې پیاوړی او د یوه خواخوږي، مهربان او له بدید د پاک زړه خاوند شي.
په وروستۍ برخه کې بیا د رحمان بابا د عشق په اړه خبرې شوې دي او دا چې ولې د رحمان بابا په نظر دا دنیا له عشقه ودانه شوې ده؟ بحث او استدلال شوی دی. رحمان بابا عشق ته د خپل هویت په سترګه ګوري، د همه وو مخلوقاتو پلار یې ګڼي، خلک مینې ته رابولي. دا هڅه مو کړې چې د رحمان بابا د معنوي عشق منزل د مجازي عشق په بریدونو کې هم وڅېړل شي او د هغه د عاشق له رنګونو د خپل ژوند غبار وهلې هندارې ته هم څه راوړو.
د څېړنې اهمیت
اوسمهال پښتانه په نړۍ کې د یوه جګړه خوښي، وروسته پاتې او په ګوښه کې د را ګیر قوم په نامه مشهور دي، خو حقیقت دا دی چې دا ټولنیزې ناخوالې پر موږ تپل شوې دي، موږ هېڅکله متشدد ذهن او له انساني ارزښتونو پرېوتی فکر نه درلود او نه یې لرو، ددې لپاره چې خپل عالي بشري دریځ، نورو او ټولې نړۍ ته درناوی، خپله مینه، انسانیت، د زغم او متقابل درناوي فلسفه ثابته کړو، نو اړینه ده چې د خپلو کلاسیکو شاعرانو فکر ولولو او بیا یې د خپلې ټولنپوهنې د بنسټ په توګه نړیوالو ته د ثبوت په توګه وړاندې کړو. دلته د رحمان بابا د فکر او شخصیت په اړه ددې څېړنې اهمیت هم په همدې کې دی چې موږ ته د خپل ځان ثابتولو مواد په لاس راکوي.
د څېړنې موخې:
- نړیوالو ته د رحمان بابا د ستر او انسان خواخوږي شخصیت معرفي کول.
- اوسنیو شاعرانو ته ددې یادونه چې د خپلې ټولنې پر وړاندې خپل ټولنیز مسوولیت درک کړي، د خواخوږۍ، یو بل منلو، زغم او عدم تشدد حس پیاوړی او په ټولنه کې عام کړي.
- د رحمان بابا د بشري او ټولنیز فکر د هغه خواوو را برسېره کول چې لا هم څېړونکو ورته یا پاملرنه نه ده کړې او یا ترې سرسري تېر شوي دي.
اساسي پوښتنې:
- د رحمان بابا د ټولنیز محبوبیت راز په څه کې دی؟
- د رحمان بابا ایډیال ټولنه کومه ده؟
- رحمان بابا له انسان نه څه غواړي؟
د څېړنې مېتود: په دې څېړنه کې له کتابتوني او تشریحي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.
په پښتو شاعرۍ کې د رحمان بابا تر ټولو ستر امتیاز دا دی چې اړه یې هر څوک یو څه ویلی شي او په شعر یې د نظر ورکولو لپاره خبرې لري، لامل یې دا دی چې دغه ستر شاعر د خپلې ژبې او قوم د ټولو لوستو او نالوستو په زړونو او ذهنونو کې د یوه صوفي او منلي ټولنیز شخصیت په څېر خور دی، په اړه یې د خپلې پوهې په کچه معلومات لري او دې معلوماتو د نقد ځواک هم ورکړی دی.
دده پېژندنه او محبوبیت یوازې تر ادیب او نا ادیب پورې محدود نه دی، بلکې هر چا چې ځان، دین، دنیا او ژوند ته هم یوه زره دقیق نظر کړی دی، نو د وجدان په هېنداره کې یې د رحمان بابا د مهربانه شخصیت یو تصویر خامخا لیدلی دی. دغه لسان الغیب او محبوب شاعر په خپل جادوګر هنر او عام فهمه منطقي کلمو ځان تر هره کوره رسولی او شعرونه یې تر یوه عادي کلام اوچت مقام لري او د تقدس درجه ورکول کېږي.
دا خبره ښايي ډېره کلیشه يي وي که ووایو چې د رحمان بابا شاعرۍ بیخي د متلونو او ولسي اصطلاحاتو ځای خپل کړی، شاهانو ورباندې پالونه نیولي، لار ورکو ترې د مشال ګټه اخیستې، اهل عرفان او تصوف په کې د خپل سکون ورکه مرغلره موندلې، عاشقانو په کې د خپلو معشوقو د خط او خال تصویرونه لټولي او تارک دنیا ذاهدانو د خپل یوازېتوب په کونجونو کې د خپل مرشد په مسند لیدلی او بیا یې هغه ته د خپل مهربانه لارښوود په سترګه کتلي دي.
اوس به د هغه په شاعرۍ کې د یوه متعالي مهذب ژوند، عشق، بشري خواخوږۍ، انسانپالنې او انساني کرامت خواره واره واره تصویرونه مشاهده کړو. د رحمان بابا د شاعرۍ یو ډېره مهمه برخه د انساني اخلاقو سپارښتنه او ستاینه ده، د هغه اخلاق تر یوه ذاهد او عارف انسان ور ها خوا د انسان اخلاق دي، دده له کمینۍ او نرمۍ یې سرچینه اخیستې او دې خاکسارۍ رحمان بابا د درناوي او محبوبیت اسمان ته خېژولی دی. (۳: ۵)
دی وايي چې ښه انسان هغه دی چې د بدو ځواب په ښو ورکړي، هر چاته په خپله بڼه څرګند شي او څنګه چې دی هغسې ځان وښيي. دا چې زموږ د ژوند ډېر کړه وړه په فرېب، ریا او دوه مخۍ ولاړ دي، نو رحمان بابا هم خپله دا تجربه بیانوي او پیغام یې دا دی چې که خاکساره شو، د ځمکې په څېر به ټول جهان راسره وي.
په ښه خوی له بدخواهانو بې پروا یم
په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم
د خپل ځان له خاکساریه سربلند شوم
لکه ګرد هسې شهسوار د هر هوا یم
کمینۍ هسې کامل کړم چې زه درومم
لکه ځمکه درست جهان راسره بیایم
و هر چاته په خپل شکل څرګندېږم
ایینه غوندې بې رویه بې ریا یم
۱: ۲۱۵-۱۱۶
لکه چې وړاندې مې یادونه وکړه، رحمان بابا د انساني کرامت مبلغ، د بشري حقونو پلوری او د انسانیت علمبردار شاعر دی، دی ځان تر نورو لوړ نه ګڼي، که نیوکې او نصحت خبره وي، نو تر ټولو وړاندې پر خپل ځان نیوکه کوي، د انسان د پټو څېرو او پردو څخه پرده پورته کوي او وايي انسان کله کله د خپل انسانیت په جامه کې داسې کارونه کوي چې حیوانیت هم ترې پناه غواړي، ډېرو چې خپلې څېرې او شخصیت ته د مال او دولت جامې ور اغوستې، په باطن کې انساني وجدان نه لري او نه هم انساني ارزښتونو ته درناوی لري، دی ورته حیوان وايي. رحمان بابا وايي چې که زه په صورت سړی وم او کار مې د حیوان وي، نو بیا مې ژوند او صورت ماته څه مانا نه لري او د انسانیت دعوه مې له یوې مخې بې ځایه ده.
که صورت مې د سړي دی زه یې څه کړم
په معنی کې د چارپایو په حساب یم
۲۱۷:۱
دی وړاندې ځي او وايي چې انسان نورو ته د ازار رسولو یا ورته د ژوند تریخولو نیت ولري، نو بیا د انسانیت له کړۍ نه هم وتلی دی، ځکه په وینا یې چې انسان یوازې د سپي لخوا نه داړل(خوړل) کېږي، بلکې خپله انسان هم کله کله تر سپي ناوړه کارونه کوي، بد فهمه او بد کرداره وي. دی د مېړانې او مېړني تعریف داسې کوی:
مېړنی ویلی بویه و هغه ته
چې بې وجهې ازار نه کاندي سړی
اې رحمانه! چې بد فهمه بد کردار شي
راته وایه سپی بهتر دی که سړی؟
۳۹۷:۱
د بابا شاعري تر ډېره پیغوریزه ژبه لري، انسان په دې ډول پوهوي چې خپل اصل ته ځير شه، ته څوک وې او څه شوې؟ ته خو د پرښتو یا ملکو د مقام سړی وې، دا چې ځان دې ونه پېژنده، ځمکې ته را وشړل شوې او چې دلته هست شوې، نو بیا دې هم مدام د نورو په عیبونو پسې څراغ را اخیستې و، نو خپلو دغو کړو په ګاو خر بدل کړې، په داسې حال کې چې ستا خپل عیبونه دې تر هغه زیات وو، خو کله دې هم ورته پام ونه کړ او نه یې د اصلاح په فکر کې شوې.
چې مدام د بل وعیت و ته نظر کړې
خدای له خپله عیبه ولې بې خبر کړې
خدای و تاته د ملکو مقام درکړ
ته دا خپل صورت په خپله ګاوخر کړې
۴۴۰:۱
انسانان د یوه بدن غړي دي، درد، خوښۍ او محرومیتونه یې مشترک دي، ښايي دا پیغام به د یوه بل ستر انسان سعدي صاحب له شعره اخیستل وي، خو رحمان بابا ورته له بلې زاويي ګوري او موږ ته د بنده مختاریت را یادوي او وايي: لکه څنګه چې ګل او خار دواړه یو بوټی او یوه رېښه لري، همداسې زموږ د معنوي وجود رېښه هم مشترکه او له یوې چینې خړوبېږي، نو دا موږ یوو چې بېرته خپل وجود ته د نجس او پاک مقامونه ورکوو.
ادم زاد په معنی واړه یو وجود دی
یو وجود دی هم یې پاک هم یې نجس کا
که یې اصل له یوه جویه دی نو څه شو
د ګلونو هنر کله خار و خس کا
۶۹:۱
همدا عبارت بل ځای داسې بیانوي:
ادم زاد په معنی واړه یو صورت دی
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
۳۶۰:۱
پورتنۍ بیت په حقیقت کې د بشري حقونو د نړیوال منشور د منځ ټکی دی او ددې کنوانسیون اصل پرې ولاړ دی، په دې پیغام کې د بشریت او بشري حقونو نړیوال پیغام نغښتی او رحمن بابا ددې حقدار ګرځوي چې باید د قوم او هېواد له پولو ووځي، نړیواله هستې وګڼل شي او د ټول انسانیت او بشریت خواخوږی شاعر ورته ووایو.
په یوه پښتو لنډۍ کې راځي:
مینې له هر څه خبر دار کړم
په میږي پښه نه ږدم چې یار به یې پاتې شینه
هر چا ته د ځان په سترګه کتل یا ځان ګڼل په حقیقت کې د انسان پېژندنې د فلسفې اصل دی، د حضرت ادم(ع) اولاده له بل هر هویت وړاندې د انسانیت په تار تړل شوې ده. توپیرونه، رنګونه او نژادونه زموږ خپل تولید دی، کنه ټوله ځمکه یوه نړۍ ده، پولې او سرحدونه نه لري، څوک چې د رحمان بابا په نظر دانا وي، نو دا جهان یې په خپل ځان کې موندلی دی، هر څوک ورته د ځان په څېر ښکاري، غم او خوښي یې خپل ګڼي او د یوه مشترک حس له لرلو سره بې ازاره ژوند کوي، خو دلته له دې دانا د رحمان بابا هدف هغه انسان دی چې د شعور سترګې یې غړېدلې وي، ځان یې پېژندلی وي او بل یې هم درک کړې وي، همدا درک هر انسان په دې پوهوي چې موږ ټول په حقیقت کې د یوه خدای تخلیق یوو او د یوه خالق لرل باید زموږ تر منځ شته فاصلې او توپیرونه هم له منځه یوسي.
واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې
اې عبدالرحمانه! جهان ټول عبدالرحمان دی
۴۲۲:۱
بل ځای انسان ته وايي چې ته دښمن نه لرې، خپله د ځان دښمن یې، دا ژوند کرل رېبل دي، څوک درته زیان نه رسوي، یوازې ته یې چې خپل ځان ته زیان رسوې، خو که چېرته اغزي کرې بیا یې حاصل کې د ګلونو تمه مه لره او که بل ته دې په ذهن کې د بدۍ فکر و، نو بیا په کوم دلیل له نورو د خیر ښېګڼې او نېکۍ تمه لرې. که ته د ژوند له توپانونو د امن او امان هیله لرې، نو د کښتۍ غوندې د خلکو خدمت وکړه.که بل ته په خواره سترګه ګورې، نو تر ټولو وړاندې به ستا صورت خوار او زار شي. په دې اړه د بابا هغه مشهور شعر چې د لوړ انساني کرامت استازولي کوي، داسې دی.
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي
ته چې بل په غشیو ولې هسې پوه شه
چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي
کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
ته چې هر چاته په خوارو سترګو ګورې
لا ړومبی به ستا صورت تر خاورو خوار شي
ادم زاد په معنی واړه یو صورت دی
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
هغه زړه به له توپانه په امان وي
چې کښتۍ غوندې د خلکو بار بردار شي
۳۶۰:۱
انساني تاریخ که له ایثار او د رباني متابعت له پاڼو ډک دی، خو د خدايي او پیغمبري له کاذبو بابونه هم لري، له ایمان او تقوا پرته پر نورو امتیازاتو ځان تر خپلو همنوعو لوړ ګڼل، نورو ته تر ځان ښکته او په سپک نظر کتل د انسانیت د دنګ چینار هغه چینجی دی چې د هغه د عمر او تداوم له ځواک څخه تغذیه کېږي او په پایله کې یې را نسکوروي، ځکه خو دا کبر او غرور د انسانیت هغه بله منفي ځانګړنه ده چې رحمان بابا ورته متوجه شوی او وايي چې دا تفاوتونه د ځان لوړ ګڼلو یا ورکولو لپاره نه، بلکې ځان پېژندنې لپاره دي. د خدای تعالی قول هم دا دی چې انسانان مې په تفاوت سره پیدا کړي دي.
هسې مه وایه چې زه یم په جهان کې
پیدا کړی خدای د سر له پاسه سر دی
پیدا کړي خدای سړي په تفاوت دی
هسې نه چې جهان واړه برابر دی
۴۱۶:۱
دی انسان ته د لویي او لوړ انساني مقام لارې چارې هم ښيي او وايي چې له ځانه په بې خبرۍ کې لوړ مقام ته رسېدل څه اسان او د هر چا د وسې کار نه دی، مال او ظاهر به یو چا ته په مادي لحاظ مقام ورکولی شي، خو د ادمیت مقام نه شي ورکولی، ددې لپاره باید انسان خپل ظاهر نه، بلکې خپل معنوي وروزي او لوړې کچې ته یې ورسوي، هغه له ځانه ناخبر ته ((هلک)) وايي.
که په قطع د تمام جهان ملک یې
چې له ځانه خبر نه یې لا هلک یې
ادمیت خو څه په مال او په شال نه دی
ته چې خیال په شال و مال کړې ځکه سپک یې
بزرګي په دلجويي که ده د خلکو
ته چې خلک ډوبوې څرنګه بځرک یې
په لويۍ کې لويي چرې ده احمقه
کمینیه وته مټ کړه که سالک یې
۴۷۲:۱
صبر او استقامت د انسانیت د معراج بل پوړ دی، انسان کله خپل ډېر متعالي صفات هم د بې صبرۍ په توپان کې ورکوي او تېروتنې کوي، خو رحمان بابا صبر ته د تسلیمۍ په مانا نه ګوري، د هغه صبر د زغم، تدبیر او حوصلې په مانا دی. دی وايي چې په ټیټ عمر کې زموږ د سترو غمونو یوه سرچینه خپله بې صبري دي چې نه مو له کړاوه ځان ژغورلی او نه مو هم د غم کچه را ټیټه کړې ده.
که دې غم د درست جهان تر زړه چاپېر شي
دلګیر مه شه هسې وایه چې به تېر شي
په لږ عمر کې ډېر غم له کومه راغی
خو له خپلې بې صبرۍ په سړي ډېر شي
۳۶۳:۱
رحمان بابا د دنیا په اړه هم ډېرې خبرې لري، په ځینو برخو کې د دنیا په اړه دده فکر متضاد دی، کله وايي چې دنیا په احمقانو ودانه ده او کله وايي چې د عقبا توښه ده، خو په ټوله کې په دې برخه کې خلکو ته د اخرت تشې نسخې نه ورکوي، بلکې هغه ګټور یا د لویې لارې د سر بازار یې ګڼي چې د عمر د لویې لارې د مساپرو لپاره د اړتیا وړ توکو پېرلو لپاره اړین دی . د وخت درناوی او د ژوند له هرې شېبې نه ګټه اخیستل د هغه بله توصیه ده، ځکه تېر مهال پسې ارمان کول په مړي پسې د ژړا مثال لري.
دوباره دې راتله نشته په دنیا
نن دې وار دی که دروغ کړې که رښتیا
تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی
مړ چا نه دی ژوندی کړی په ژړا
هغه ناوې چې په ځان ښایسته نه وي
څوک یې څه کاندي ښایست د مور نیا
۱: ۱۰۳
رحمان بابا که دنیا ته د راکړې ورکړې د بازار په سترګه ګوريو خو په همدې بازار کې خپل دریځ هم راته څرګندوي او وايي چې د دنیا تر ټولو ستره متاع دین دی او دی نه غواړي چې دا متاع په دینار بدله کړي.
رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی
چې د دین متاع بدله په دینار کا
۷۱:۱
خدای تعالی د پوهو او ناپوهو کسانو د برابرښت خبره د پوښتنې په ډول مطرح کړې او بیا يې د پوهانو د برترۍ او لوړ مقام تایید کړی دی، ځکه خو په ټولنیز ژوند کې پوهه یوازې انساني امتیاز یا برتري نه ده، بلکې ستر مسوولیت هم دی. دی په دې چاره کې د پوهو خلکو مسوولیت ته اشاره کوي او وايي چې پوه د خپلې حاصل کړې پوهې په سبب تر ناپوهو ډېر مسوولیتونه لري او پوښتنه ورڅخه کېږي.
له ناپوهه خلکه نه کېږي پوښتنه
زه و تاسو و ته وایم پوهېدلیو
۲۵۱:۱
بله خبره دا ده چې کوم انسان ناپوه وي او بیا هم ځان هوښیار بولي، دا نو بیا د هغه بله ګناه ده، هوښیار ناپوه هغه دی چې په خپله ناپوهۍ اقرار وکړي، خو که هوښیار ځان خپله تر نورو پوه وګڼي، نو د رحمان بابا حکم دا دی چې پوه یې مه ګڼه.
پوه خلک هغه دي چې اقرار په ناپوهۍ کا
هر چې ځان هوښیار ګڼي هوښیار یې مه ګڼه
۳۱۳:۱
د انساني شخصیت د تکمیل بل مهم پړاو عشق دی، عشق چې د انسانیت جوهر ورته ویل کېږي، د رحمان بابا د شاعرۍ بله ستره موضوع ده، دده په شاعرۍ کې د مجازي او حقیقي عشق دواړو پراخه مضامین راغلي دي، دی خپله تر یوه شاعر او صوفي وړاندې تر ټولو ستر عاشق دی، دی عشق ته د ټولو مخلوقاتو پلار او په ژوند کې تر ټولو مهم کار وايي، ځکه خو همدا عشق دی چې د رحمان بابا نامه ته یې ابدیت او تلپاتې مقام ور په برخه کړی دی.
دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی
د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا
تر عشق غوره بل هېڅ کار په جهان نشته
تر همه کارونو غوره کار دی دا
۵۶:۱
د رحمان بابا عشق د انسانیت او ځان پېژندنې عشق دی، دی حقیقي ړوند هغه څوک ګڼي چې لا یې سترګو د عشق نوراني نور نه وي لمس کړی، ځکه چې په دې ابدي نور کې ورته د خپل خالق او د هغه د مخلوق پرانېستې مینه سترګګونه وهی او په ټولو حواسو یې حس کوي، د مرګ له وېرې امان یا سکون مومي او ډېر له سترګو پناه پړاوونه او منزلونه ورته د رڼې هېندارې په څېر ځان ښکاروي.
که د ونې په څېر ګل او مېوه غواړې
ځان په نمر کړه سایه بان د هر خاکسار شه
د رحمان په عاشقۍ کې سترګې وشوې
څوک چې وايي عاشق ړوند دی هغه خوار شه
۲۸۹:۱
بل ځای بیا عشق ته د لارې د غبار نه، بلکې د رحمت د ورېځې په سترګه ګوري او وايي چې د عشق لاره اغزنه، ستړې او په ظاهري لحاظ انسان خواروونکې ده، خو مینې خوار کړی انسان خوار نه دی، دا چې اغزي ته هم د ګل د ګاونډیتوب په حساب یو مقام حاصل دی، نو داسې د مینې خواري او درد هم یو لوی مقام لري چې د رښتیني عاشق یو ښه امتیاز ګڼل کېږي.
هر چې خپلې مینې خوار کړ خوار یې مه ګنه
عشق د رحمت ابر دی غبار یې مه ګڼه
خار چې په ګل پورې وي د ګلو په حساب دی
څه شو کې نوم خار دی خار یې مه ګڼه
۳۱۳:۱
د اهل عرفان باور دا دی چې عشق ازاد دی، رهبر دی، د خپل ځان ښاغلی پاچا دی، فرمایش او خواهش نه مني، په زړه ژوند کوي چې دا ځانګړنه یې انسان ته د ازادۍ ابدي لذت ورڅکي. له عشق سره له نورو تړلو مفاهیمو یو عقل او بل هم هنر دی، رحمان بابا ورڅخه بې پروايي نه کوي، عشق ته د هنر او عقل د کورنۍ د نازولي مېلمه مقام ورکوي، خو په ضمن کې په یوه بل ټولنیز پیغام کې بې جستجو او بې فکره ټولېدنه چې د یو څه په اړه کړي ډېر سوچ او فکر کولو د یار د زلفو په څېر نه وي پرېشان کړي، د ټولنیز فساد لامل ګرځي.
چې یې زړه شي هلته کښېني هلته پاڅي
عشق د عقل و هنر کره داماد دی
چې پرېشان د یار د زلفو په څېر نه وي
جمعیت د هغو زړونو لوی فساد دی
که کمال د کمینۍ په اندازه وي
فوقیت د شاګردانو په استاد دی
۴۱۵:۱
همدلته که خبره د مجازې عشق شي، نو رحمان بابا بیا هم خپله خبره لري او د ښکلو د ناز او حسن له پرورش څخه نه بې پروا کېږي. لیلا به دومره ښکلې وه که نه؟ خو موږ ته د مجنون له سترګو ښکلې ده. د سینګار په اړه د هندوانو یوه متل چې (( ډېر سینګار په خپله بدرنګۍ اقرار دی))، رحمان د یوه ښکلا پېژندونکي په توګه هم دا موضوع درک کړې ده. کم خوراک او سخاوت یې انسان د باطني او ظاهري ښکلا دوه نور صفتونه بللي دي.
قناعت ورکول او په انسان کې د صبر او استقامت د وړتیاوو روزل د رحمان بابا د شعر یوه متعالي ځانګړنه ده. (۳۷:۴)
بله مهمه خبره د رحمان بابا ټولنیز منطق او استدلال دی چې له خپله خبره مو د باور کچه لوړوي او له واره یې منو، د لاندې بیتونو وروستۍ بیت یې زما ددې خبرې ښه ثبوت دی.
ناز د حسن پرورش مومي له عقشه
هسې نه چې د خوبانو په سینګار شي
کم خوراک سړی نږدې کړي فرښتو ته
هر سړی چې بسیار خور شي بسیار خوار شي
خزانه په سخاوت باندې زیاتېږي
د کوهي اوبه چې وباسې بسیار شي
۳۶۱:۱
لنډه دا چې رحمان بابا له قومیت، دین، مذهب او بل هر تړاو وړاندې د انسانیت په اړه فکر کړی دی، او وايي چې (( زه عاشق یم سروکار مې دی له عشقه))، ځکه خو یې په انساني ټولنه کې د یوه سالم، مودب او په ټولو انساني او اخلاقي معیارونو د برابر او متعالي انسان په رامنځته کولو کې د یوه تصوفي شاعر او په خدای مین انسان په حیث خپل بشري مسوولیت په ښه توګه درک او ادا کړی دی. (۵۵:۲ مخ)
هېره دې نه وي چې رحمان یا عبدالرحمن بابا د ادبي تاریخ په لحاظ د پښتو ژبې کلاسیک عرفاني او تصوفي شاعر دی چې د کورنۍ، ټولنیز ژوند، درس او خپلوانو په اړه یې ډېر کره معلومات نشته، خو دا خبره یقیني ده چې په پېښور کې په (۱۰۶۰یا ۱۰۶۳ه ق) کال زېږېدلی کې زېږېدلی او په (۱۱۲۳-۱۱۲۴ه ق) کې مړ شوی، د پښتون قوم له مومند قبیلې سره تړاو لري، د پېښور په هزارخانو کې خاورو ته سپارل شوی او سلګونه کلونه وروسته یې هم مزار د صوفیانو، عارفانو او شاعرانو د راټولېدو مرکز دی. (۱۹۷:۵)
رحمان بابا پر ادب تاریخ سربېره د پښتو ادب ماسټرۍ دوره کې د رحمان پېژندنې مضمون کې هم تدرسېږي. تر دې دمه د نوموړي د دېوان لسګونه بېلابېلې نسخې هم په پېښور او هم کابل کې چاپ شوې دي. د نوموړي د یوان د مومن خان په نوم یوه بهرني وګړي انګریزي ژبې ته هم ژباړلی او چاپ شوی دی.
پایله
په پایله کې ویلی شو چې رحمان بابا رښتیا هم یو عالمګیر یا نړیوال شاعر او د بشریت خواخوږی انسان دی چې تر یوه قوم، هېواد او یوه فکر پورې یې نه شو محدودولی، دده اېډیاله ټولنه یوه داسې ټولنه ده چې له کرکې، تاوتریخوالي، ظلم، دوه رنګۍ او یو د بل پر حقوقو له تېري څخه پاکه وي. ده په خپلو شعرونو کې خلکو ته د انسانیت، یو بل منلو، متقابل درنښت، حوصلې، زغم او عدم تشدد سپارښتنه کړې چې دا هم د افغانستان د بشري حقونو او هم د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون د اصولو اوسنۍ سپارښتنې دي.
رحمان بابا د یوه ځيرک او سترګور شاعر په توګه د انسان په اړه فکر کړی، هره انساني تراژیدي، محرومیت او نادوده یې چې لیدلې، سترګې یې نه دې پرې پټې کړې، د چا د خپګان پروا یې نه ده کړې، مخامخ یې پرې نیوکه کړې او د یوه مهذب انسان د ځانګړنو او مهذب شخصیت د موندلو په اړه یې ډېر څه ویلي دي.
وړاندیزونه:
- رحمان بابا د سعدي، مولانا، علامه اقبال، ټاګور، بابا طاهر او… په څېر ستر مفکر شخصیت دی، لکه څنګه چې نور پر نړیوال منل شوي او پېژندل شوي دي، داسې دې د رحمان بابا فکر هم نړیوالو ته د هغوی په ژبه معرفي شي.
- د نوموړي په اړه کورني سیمینارونه او ادبي پروګرامونه جوړېږي، خو اوس ددې اړتیا ده چې د بشریت ددغه ستر خواخوږي څېره او شخصیت نړیوالو ته ور وپېژندل شي او واضح شي چې موږ هم د نړۍ په اړه فکر او بشري دریځ لرو، تشدد او تاوتریخوالی په موږ تپل شوې پدیده ده.
- په پوهنتونونو په ځانګړي ډول بهرنیو پوهنتونو کې باید د رحمان پېژندنې علمي او اکاډمیک بحثونه مطرح شي او لا ښه وپېژندل شي.
ماخذونه
- رحمان بابا کلیات، سریزه یادښتونه او ویپانګه، حنیف خلیل. ۱۳۹۴لمریز، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
- رشيد، عبدالخالق.(١٣٩٤لمريز). د پښتو هنري ادبياتو د کره کتنې لنډه تاريخچه. کابل: د ملي تحريک فرهنګي څانګه.
- صابر، لطف الله، د رحمان بابا د شاعرۍ اخلاقي او عرفاني اړخونه، زیری جریده، ۱۳۹۶لمریز( سنبله ۲۹) پر له پسې ۲۸۵ ګنه، کابل: علومو اکاډمي.
- صمیم، محمد اصف، د رحمان بابا د قناعت د سمندر مرغلره، رڼا مجله، ۱۳۸۷لمریز ( ۲۷ګڼه)، ننګرهار: رڼا علمي او فرهنګي مرکز.
- هېوادمل، زلمی. د پښتو ادبیاتو تاریخ( لرغونې او منځنۍ دوره)، لومړی ټوک. ۱۳۷۹لمریز. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.