حمیدالله حمیدي
د ګروزني جومات د چیچنیا په مرکز ګروزني کې موقعیت لري، چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د جومات شاوخوا د چیچنیا اسلامي اجراییه ادارې، مدرسې، پوهنتون، هوټل او یوې کتابخانې احاطه کړې ده.
دغه جومات د استانبول آبي جومات او یا هم د سلطان احمد له جومات څخه په الهام اخیستو جوړ شوی، چې د ۲۰۰۸ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د جومات د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي هېوادونو پر ګڼ شمېر مشرانو سربېره د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ګډون کړی و.
د ګروزني جومات د منارو لوړوالی ۶۰ مترو ته رسېږي، دغه جومات د نړۍ اووه لسم (۱۷) لوی جومات بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې په اروپا کې جوړ شوی دی. د جومات پر دېوالونو باندې د ترکي خطاطانو لخوا نقاشۍ شوې دي.
د دغه جومات معماران وایي د جومات د رنګولو لپاره یې له داسې طبعي او مصنوعي رنګونو څخه ګټه اخیستې چې تر ۵۰ کلونو پورې دوام کوي.
د جومات په د ننه کې پر دېوالونو باندې د قران کریم آیاتونه په ۹۹٬۹سلنه طلا باندې لیکل شوي دي. په جومات کې لمونځ کوونکي وایي کله چې جومات ته د لمانځه لپاره راځي، د خوښۍ احساس کوی او ټوله غمونه یې له سره وځي. د دغه جومات په جوړولو ٢٠ ميلونه ډالره لګښت راغلی.