ژباړه: سمیع الله شاهد
لنډیز
یو له هغو مهمو اړخونو څخه چې د انسان په وده کې اغېز لري، ژبنۍ وده ده. ژبه د اړیکو لپاره یوه وسیله ده چې موږ ته دا توان راکوي چې له نورو سره پرې اړیکه ونیسو او همدارنګه زموږ لپاره دا شونې کوي چې د هغو پروسو په اړه فکر وکړو چې په عادي ډول یې لیدلای، اورېدلای، لمس کولای او یا خوند ترې اخیستلای نهشو، (خرازي او حجازي،۱۳۸۷). د ماشوم وده او د ودې د اغېزمنو ځانګړتیاوو پېژندنه د ماشوم د ودې لپاره ډېره مهمه ده. په باور سره ویلای شو، که د ماشوم پر زدهکړه او وده تمرکز ونهشي، د ټولنې پرمختګ به له ستونزو سره مخ شي. ژبه د مختلفو عواملو تر اغېز لاندې وده کوي. هر عامل مهم، حیاتي او بېلابېل اغېز لري. له مهمو عواملو څخه کورنۍ، ښوونځی، همزولي او ډول ډول رسنۍ دي. ټلوېزون، انټرنېټ، راډیو او ټولنیزې شبکې هغه رسنۍ دي چې په پراخه کچه د انسانانو په ژوند کې کارول کې، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره د دې رسنیو کارونه نه انکارېدونکي دي او ډېری اړیکې د همدې رسنیو له لارې ترسره کېږي. باید د دې رسنیو منفي اغېزو ته پاملرنه وکړو، د احتمالي خطرونو مخه یې ونیسو او همدارنګه مثبتې اغېزې یې په ګوته کړو، ترڅو د ماشومانو په وده کې ښه زمینه برابره شي. په دې مقاله کې به د ماشوم د ژوند چاپېریال، رسنۍ، ټولنیزې اړیکې او له همزولو سره د ماشوم د تعامل په ارزښت تمرکز وکړو چې دا ټول د ماشوم د ژبې د ودې لپاره اړین دي.
کلیدي کلمې: ماشوم، چاپیریال، رسنۍ، د ژبې زدهکړه، اړیکې، د ژبې یادول
۱- سریزه
په تېرو ۸۰ کلونو کې د ماشوم د ژبې زده کړې او د وینا ودې ته ډېره پاملرنه شوې او په دې اړه ګڼې څېړنې ترسره شوي دي. په دې خبره کې شک نشته چې کلتور ژبه لري، لکه څرنګه چې انسان ژبه لري. که چېرې له انسان څخه ژبه واخیستل شي، نه یوازې ژبه ترې اخیستل شوې؛ بلکې د هغه اصلیت به هم په اصل کې له منځه لاړ شي. څنګه چې د انسان خپل اصلیت په بنسټ پېژندل کېږي، پرته له اصلیت څخه یې نوم او نښان هم بې مانا کېږي. په همدې ډول ژبه هم دغه ځانګړتیا لري او ماشومان هم د دې ټولنې د غړو په توګه د دغه کلتور په غېږ کې لویېږي. ویل کېږي چې د کلتور یوه اساسي لاره د ډلییزو رسنیو له لارې ترسره کېږي. د دې مقالې موخه د هغو عواملو ارزونه ده چې د ماشومانو د ژبې په وده کې برخه لري، په ګډون د رسنیو، د ماشوم د ژوند چاپېریال، ټولنیزې اړیکې او له همزولو سره تعامل او همدارنګه هغه فردي او ټولنیز توپیرونه چې د ماشومانو په ژبني مهارتونو اغېز کوي.
په دې پوهېږو چې ژبه د اړیکو او فکرونو د لېږدولو وسیله ده، ښوونکي او والدین کولای شي د ودې د عواملو په پېژندلو سره د خپلو ماشومانو او زدهکوونکو ژبني مهارتونه ښه کړي. که د دغو عواملو اغېز روښانه او د تطبیق وړ وي، ښوونکي او والدین کولای شي د غوره لارو چارو په غوره کولو سره د ماشومانو ژبه پیاوړې او وده ورکړي.
۲ – د ماشومانو د ژبې په وده کې اغېزناک لاملونه
۲–۱ داخلي لاملونه
فکر کول: فکر کول یو ذهني عمل دی. هغه وخت مطرح کېږي کله چې انسان له یوې مسألې سره مخ وي او غواړي هغه حل کړي. په دې وخت کې د ذهن دننه د مسألې د حل کولو لپاره یوه هڅه پیلېږي چې دغه ذهني هڅه تفکر بلل کېږي. د مسألې د حل پروسه څو مرحلې لري، په روښانه او څرګنده بڼه د مسألې له تعریف کولو پیلېږي، د حل لارو له موندلو سره دوام کوي او د غوره حل لارې د عملي کولو او د وروستي ځواب موندلو سره پای ته رسېږي. د ماشوم تجربه او احساس ذهن کې تصورات رامنځته کوي او هر څومره چې د هغه پوهه لوړه شي، دغه ذهني تصورات له مناسبو کلمو سره مل کېږي.
تجربه: تجربه د دوو پېښو د پرلهپسې مشاهدې یا کتنې په معنا ده، ترڅو ذهن په دې باوري شي چې د دواړو پېښو ترمنځ د علت او معلول اړیکه شتون لري. په دې مقاله کې له تجربې څخه موخه هغه زدهکړه ده چې مستقیماً یا د نورو له لارې ترلاسه کېږي.کله چې ماشوم د حسي او حرکتي ودې مرحلې ته و رسېږي، نو د شیانو په لمس کولو او له هغوی سره په تعامل کولو پیل کوي چې له دې څخه تجربه ترلاسه کوي. په دې مرحله کې لومړی شیان نسبي پېژني او ورپسې يې د نوم زدهکړه او د هغوی مانا ذهن ته سپاري. ځینې له دې تجربو څخه داسې تجربې دي چې نورو کسانو زده کړي وي او ماشومان یې یوازې د تقلید او کتنې له لارې زده کوي.
وده: په وده کې د بدلونونو هغه ټولګه چې منظم، اغېزمن او پېچلي چلندونه رامنځته کوي شامل دي. په دې تعریف کې څو ټکي شتون لري:
وده یو ډول منظم او منطقي پرمختګ لري.
وده په تدریجي ډول په مرحلو کې ترسره کېږي، په ډېره کمه کچه په یو شخص کې د چټک بدلون تجربه لیدل کېږي.
وده د وراثت او چاپیریال ترمنځ د تعامل له امله له فردي توپیرونو سره مله وي.
وده د شخص د ودې بېلابېل د پېژندنې، ژبني، عاطفي، ټولنیز او شخصیتي اړخونه په پام کې نیسي.
د والدینو، ښوونکو، ارواهپوهانو یا هر متخصص شخص مرسته او مداخله کولای شي د ماشوم په وده کې پراختیا راولي.
ذهني وده او د هوښ کچه
د ژوند په لومړیو کلونو کې د ماشوم د مغزو وزن دوه برابره کېږي .دا زیاتوالی تر یوې کچې د مغزي حجرو د زیاتوالي او همدارنګه د حجرو ترمنځ او د مغز بېلابېلو برخو ترمنځ د اړیکو له ودې څخه دی. پرته له دې اړیکو موږ د فکر کولو توان نه لرو او زده کړه هم له دې اړیکو څخه پیلېږي. دا اړیکې په ماشوم کې هغه وخت رامنځته کېږي کله چې یوه موضوع د هغه لپاره په زړه پورې وي او ذهني هڅه کوي، په دې وخت کې د اړیکو یوه شبکه جوړېږي او د حواسو په تحریکولو سره دغه اړیکې جوړېږي. له دې امله له زېږون وروسته هر غږ، انځور، لمس، احساس، بوی او خوند د زیاتو اړیکو د جوړېدو سبب کېږي.
پر همدې بنسټ تاسو کولای شئ چې د پورته بیان شوو محرکاتو په برابرولو سره د خپل ماشوم د مغز په وده او پرمختګ کې مرسته وکړئ. دا کار په ځانګړي ډول د ژوند په لومړیو کلونو او بیا په درېیم کال په دواړو مواردو کې د ماشوم مغز د ودې لوی ټوپونه اخلي چې دا ډېر مهم دي.
فزیکي وده او د حواسو روغتیا
د ماشوم فزیکي وده د بدني اړتیاوو د پوره کولو او مادي وسایلو د برابرولو له لارې شونې ده. ماشومان په مختلفو عمرونو کې په روغتیا یا ناروغۍ کې مختلفې اړتیاوې لري. که د حواسو په کوم غړي کې یې ستونزه یا کمزوري پیدا شي یا د کلمو د سم تلفظ نه اورېدلو، د کلمو بڼه په سمه توګه نه لیدلو او په سم او روښانه ډول د الفاظو د بیان او تلفظ نه کولو له امله، د اورېدلو او لیدلو په برخه کې د ژبې پرمختګ نه رامنځته کېږي.
د انسان ټولې تجربې د حواسو له لارې ترلاسه کېږي، نو د حواسو نه شتون یا په هر حسي غړي کې د ستونزې یا کمزورتیا شتون د اړوندو تجربو نه شتون سبب ګرځي. د بېلګې په توګه هغه څوک چې د لید حس نه لري د شیانو د بڼې، رنګ، رڼا او واټن اړوند څه نه شي ویلای. د انسان عصبي سیستم ډېر پېچلی دی؛ د انسان بدن له ۱۲ میلیاردو زیاتو عصبي حجرو څخه جوړ دی چې ټولې انساني کړنې ترسره کوي، چې وینا د ارادي کړنو له جملې څخه تر ټولو پېچلې کړنه ګڼل کېږي. مرکزي عصبي سیستم چې مغز او شوکي نخاع پکې شامل دي، مغز په فعال ډول د ژبې په زده کړه کې ونډه لري. د مغز کیڼه نیمهکره د وینا د درک او تولید لپاره کارول کېږي.
۲–۲ بهرنۍ عوامل
بهرني عوامل په لاندې ډول دي:
مرستندویه ښوونیز توکي: هر هغه څه چې د تدریس او زده کړې کیفیت لوړ کړي، د زده کړې لپاره د مرستې وسیله ګڼل کېږي. د لیک رسنۍ له لومړنیو رسنیو څخه وې چې د ښوونې او روزنې په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېده، بیا نورې رسنۍ لکه انځورونه، نقشې، سلایډونه، فلمونه، ټلوېزونونه او ډېرې نورې رسنۍ د ښوونې او روزنې بهیر ته داخلې شوې چې په تدریس او زدهکړه کې یې اغېز درلود. څېړنو ښودلې چې د عادي تدریس له لارې یوازې ۳۰ سلنه موضوعات زدهکېږي، په داسې حال کې چې که زدهکړه په سم ډول له ارتباطي وسایلو سره ترسره شي، د زدهکړې کچه یې ۷۵ سلنې ته پورته کېږي.
ښوونیز چارتونه: د انځوریز چارتونو په وسیله توري، د کلمو مانا او تلفظ زدهکېدای شي. همدارنګه که مناسب مالي امکانات موجود وي، یو پروجیکټور او شفافې پردې کولای شي د ژبې په زدهکړه کې د ډېر بدلون راولي.
د ښوونیزو رسنیو ډولونه
انساني رسنۍ: د ژبې د ښوونې شخص
مکتوبي رسنۍ: انځور لرونکي درسي کتابونه، کیسهیز کتابونه او د زدهکړې مرستندویه کتابونه
اورېدونکې رسنۍ: راډیو او ثبت شوي غږونه
لیدونکې- اورېدونکې رسنۍ: ټلویزیون، کمپیوټر او ویډیو
مرستندویه ښوونیز توکي: توره تخته، دېوالي لوحې، ښوونیز چارټونه، محیطي مواد او ښوونیز ماډلونه
کورنۍ: اوسني والدین په ځانګړې توګه میندې، د خپلو ماشومانو د زدهکړې او تحصیلي پرمختګ په اړه ډېرې حساسې دي. ډېرې هغه کورنۍ چې ځیرک او درس لوستونکي ماشومان لري، هڅه کوي چې هر ډول امکانات ورته برابر کړي. هغه کورنۍ چې ماشومان یې د مختلفو علتونو له امله له درس او ښوونځي سره علاقه نه لري، د هڅونې د کمښت د جبران لپاره د ځانګړي ښوونکي یا ښوونیز مرکزونو او مختلفو کتابونو باندې پیسې لګول اسانه لاره ګڼي. د دواړو ډلو والدین زیاتره فشار په خپلو ماشومانو اچوي او یو اړخیز اقدامات کوي.کورنۍ ماشوم ته په ځانګړي توګه د ۲ کلنۍ څخه تر ۱۰ کلنۍ پورې عمر کې چې د ښوونځي په چارو کې مهم رول لري مهارتونه ور زدهکوي. دغه مهارتونه عبارت دي له: ژبې، د لویانو څخه د زدهکړې وړتیا، د پرمختګ اړتیاوو اړوند اړخونه، د کار کولو عادت او خپلو دندو ته پاملرنه که څه هم په دې مهارتونو کې کورنۍ د ماشومانو په روزنه کې یو له بله توپیر لري، د ځینو کورنیو پایله په دې مهارتونو او نورو وړتیاوو په رامنځته کولو کې په زړه پورې ده (بلوم، ۱۳۷۴).
د ډېرو زدهکوونکو د زدهکړې شوق او وړتیا په کورنۍ کې د مناسب کلتوري چاپیریال د نشتوالي له امله وده نه کوي، برعکس ډېری هغه والدین چې ادعا کوي د خپلو ماشومانو د ښوونیز پرمختګ لپاره یې ټول اړین امکانات برابر کړي او اصطلاحاً هېڅ یې نه دي پرې ایښي، د کورنۍ د کلتوري کچې په لوړولو کې ډېر بې پروا دي. د یو هوښیار زدهکوونکي د والدینو لویه نیمګړتیا دا نه ده چې هغه ته کمپیوټر وا نهخلي یا د هغه نورې غوښتنې پوره نه کړي، بلکې دا ده چې د بې پروايۍ او ناسمو کړنو له لارې د کورنۍ فکري کچه را ټیټه کړي.
ښوونځی: د تدریس په بهیر کې د انګیزې پر رول او د هغې پر پیاوړتیا تمرکز کول کولای شي د ژبې په زدهکړه کې بنسټيزه ونډه ولري. د ژبې د زدهکوونکي د انګیزې په اړه د ښوونکي پوهاوی او د هغه اړیکه د تدریس له بهیر سره یو داسې چوکاټ برابروي چې له مخې یې د ژبې ښوونکی اغېزمنې تدریسي لارې غوره کولای شي. انګېزه په ساده ډول یوه فزیکي، رواني او ټولنیزه اړتیا ده چې شخص د موخې ترلاسه کولو لپاره هڅوي، ترڅو خپله اړتیا پوره کړي او د موخې په ترلاسه کولو سره د خوښي احساس وکړي. د زدهکړې په بهیر کې د انګیزې کچه او ډول د کیفیت او کميت په ټاکلو کې مهمه ونډه لري. په ټوله کې غوره دا ده چې ښوونکی باید پوه شي چې درې ډوله ( بهرنۍ، دروني او د لاسته راوړنې) انګېزې په بشپړ ډول یو له بل سره تړلي دي او فردي، رواني او ټولنیز عوامل د هر یوه په زیاتوالي یا کمېدو اغېز کوي. ښوونکي ته اړینه ده چې پوه شي د انګېزې ډول څه دی او څه ډول د ژبې په زدهکوونکي کې رامنځته کېږي؟
د همزولو او ټولنې رول: د همزولو او ټولنې رول د زدهکړې په بهیر کې د ښوونکو له همکارۍ سره مرسته کوي ترڅو د تدریس پروسه په ښه توګه درک کړي او ګټورې تګلارې پراخې کړي. ټولګیوال د خپلو نظرونو په څرګندولو سره د یو بل لپاره د اینې په څېر دي او د مختلفو لارو څخه یو بل سره مرسته کوي چې د زده کړې د لا ښهوالي لپاره ژور درک ترلاسه کړي (فالک او دارلینګ هامونډ، ۱۹۹۳؛ لایبرمن او میلر، ۱۹۹۲؛ لېټل، ۱۹۹۰؛ شوان، ۱۹۸۳).
د همزولو له لارې زدهکړه داسې ده چې زدهکوونکي یو له بل سره دوامداره اړیکې لري او ورسره مرسته کوي. دوی منلې چې یو بل ته د مرستې، روزنې او ملاتړ لپاره د اصلي سرچینې په توګه وکتل شي. جانسن او همکارانو یې ادعا کړې چې د همزولو څخه په زدهکړه کې ګټه اخیستل لږ تر لږه ځینې مهمې ستونزې لکه د ښوونیزو ستونزو کموالی، ځان پردی ګڼل، بې موخې پاتې کېدل او خپګان له منځه وړي. د همزولو له لارې زدهکړه هغه وخت ترلاسه کېږي چې زدهکوونکي په ګډه یوې ټاکلې موخې ته ورسېږي، یعني کله چې یو زدهکوونکی ټاکل شوې موخې ته ورسېږي، نور زدهکوونکي هم احساس وکړي چې خپلې موخې ته رسېدلي دي.
(ویګوټسکي، ۱۹۷۶) باور لري چې په کوچنۍ ډله کې له نورو سره ګډون کول زدهکوونکو سره مرسته کوي ترڅو د ودې نږدې حوزې ته ورسېږي. هغه وایي چې یو زدهکوونکی ښایي تر فردي کچې پورې فعالیت وکړي، خو د هغو همزولو سره ګډه زدهکړه چې له هغه څخه زیات پیاوړي وي، کولای شي مرسته ورسره وکړي چې زده کوونکی په لوړه کچه فعالیت وکړي. په حقیقت کې هغه بالقوه وړتیا چې یو ماشوم لري، د همزولو په مرسته وده کولای شي او دا هغه څه دي چې د ودې نږدې حوزه یې بولي. څېړنې ښيي چې ټولنیزه طبقه د ماشومانو په ژبنۍ وړتیاوو لکه د کلمو او جملو په جوړښت، غږونو او تلفظ باندې اغېز لري. برنشټاین په یوه څېړنه کې دې پایلې ته ورسېد چې د ټيټې طبقې میندې معمولا د محدودو ژبنیو نښو څخه کار اخلي او له خپلو ماشومانو سره په ساده، لنډو او د پوهېدو وړ جملو خبرې کوي چې په کې معمولا نږدې او اوسنۍ پېښې یادېږي. له بلې خوا د منځنۍ طبقې میندې د خپلو ماشومانو د نظم ساتلو، د اخلاقي معیارونو ښوولو او د احساساتو او هیجاناتو د انتقال لپاره له پراخو ژبنیو نښو څخه کار اخلي. که څه هم ساده ژبنۍ نښې د کم عمره ماشومانو لپاره ګټورې وي، خو هغه پېچلې نښې چې د منځنۍ طبقې میندې یې کاروي لوی ماشومان دې ته چمتو کوي چې د انتزاعي او ټولنیزو اړیکو په لور پرمختګ وکړي. د ټيټې طبقې ماشومان معمولا ډیرې عیني فکرونه لري او لږ ذهني فکر کوي او په ښوونځي او د پوهنيزو وړتیاوو په ازموینو کې له ډیرو ستونزو سره مخ کېږي.
د ژبې په وده کې د ټولنې رول
ژبه د ټولنیز بدلون یوه وسيله ده چې له لارې یې خلک خپلې تجربې، فکرونه، نظرونه، عادتونه، ارزښتونه او ټولنیز- کلتوري معیارونه د متقابل عمل یا فرهنګي انتقال په کوچنۍ یا لویه کچه سره تبادله کوي، دا تبادله د یوې ټولنې یا ملت د تمدن، ټولنیز او کلتوري جوړښت لپاره بنسټیز اهمیت لري. پر دې بنسټ دا اساسي ټکي په ټولنه کې د ژبې د زدهکړې د یوه ټولنیز او کلتوري بهیر په توګه ټینګار کوي. په ټولنیزو او کلتوري مطالعاتو کې ژبه د ټولنیزو اړیکو د ټینګولو وسیله ده. په حقیقت کې ژبه د ټولو بشري ټولنو یوه مهمه اړتیا ده چې د هغې له لارې د ټولنې غړي په نه جلا کېدونکي ډول یو له بل سره اړیکې ټینګوي ترڅو خپلې اړتیاوې پوره کړي. دا ډول اړیکې د انسانانو له خورا مهمو ځانکړنو څخه دي، ځکه چې د ژبې له لارې د اړیکې ټینګښت د انسانانو ځانګړې وړتیا ده. ژبه د انسانانو له خورا مهمو او پېچلو لاسته راوړنو څخه ده. ژبه انسانانو ته اجازه ورکوي چې کلتور رامنځته کړي، تجربې راټولې او یو شان چلندونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال کړي .ژبه د یوې ټولنې د غړو ترمنځ یوه ګډه فرهنګي برخه ده چې د اړیکو یوه نښه ګڼل کېږي. په حقیقت کې کلتوري عناصر د ژبې او نورو نښو یا د اړیکو سمبولونو له لارې جذبېږي. ژبه هغه بنسټیزه وسیله ده چې انسانان یې په اختیار کې لري او په ټولنه کې د اړیکو ټینګولو لپاره ترې ګټه اخلي، نو ژبه د یو نظام په توګه کار کوي چې په یوې ځانګړې ټولنه کې د ټاکلو خبرو اترو او بیان امکانات برابروي. ژبه په مستقیم ډول د لیدو وړ نه ده، بلکې د هغې لفظي ځانګړتیاوې د هغې پر وړاندې لومړیتوب لري.
څېړنه
په دې برخه کې یوه څېړنه د ژبنۍ ودې او د ټولنیزو مهارتونو د ابعادو تر منځ د اړیکو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.
د څېړنې طریقه: په دې څېړنه کې ۱۳۷ ماشومانو(۵۷ نجونې او ۸۰ هلکانو) ګډون کړی و، چې عمرونه یې د ۶-۷ کلونو ترمنځ وو او د ګډون لپاره یې معیارونه بشپړ کړي وو. دغه ماشومان د لومړنیو ښوونځیو له منځه د تصادفي نمونې په بنسټ انتخاب شول. د ماشومانو د ژبنۍ ودې د ارزونې لپاره ازموینه او د ټولنیزو مهارتونو کچه چې د والدینو او ښوونکو دوه بېلابېل فورمونه یې درلودل وکارول شو. ترلاسه شوې معلومات د پیرسن همبستګۍ د ضریب په کارولو سره تحلیل شول.
موندنې
موندنې ښیي چې د ژبې او ټولنیزو مهارتونو ترمنځ مثبته اړیکه شتون لري؛ خو د والدینو د فورم له مخې د ژبې د بیان د پرمختګ او د ټولنیزو مهارتونو د اړخونو ترمنځ د تړاو ضرایب د ښوونکو په پرتله ټیټ وو او د ښوونکو او والدینو د نظرونو ترمنځ د پام وړ تړاو ونه موندل شو.
پایله
په ټوله کې ویلای شو چې سالمې ټولنیزې اړیکې، مینه، مناسب وخت، مناسب امکانات، د احساساتو څرګندولو هڅونه او د ښو خبرو کولو عادتونه په کور او ښوونځي کې د ماشوم په وده او پرمختګ کې مهم چاپېریالي عوامل دي. ټولې رسنۍ په ټولو عمرونو کې د ژبې د ودې او د خبرو کولو په څرنګوالي کې د اغېزمنو نمونو په توګه مهم رول لري. د ټولنیزو تعاملاتو له اغېز څخه سترګې نه شي پټېدای، ځکه ماشومان د ژبې یوه مهمه برخه له یو بل سره د تعامل له لارې زده کوي. د رسنیو د پراخې اغېزې له امله وړاندیز کېږي چې د ژبې زده کوونکي دې د بېلابېلو رسنیو سره په تماس کې ونیول شي.
سرچینې
زندی، بهمن. (۱۳۸۱). زبان آموزی تهران: انتشارات سمت.
یارویسی، منصور. (۱۳۸۴). زبان آموزی کودک. ارومیه: چاپ د شریعت قم.
Brown, H.D. (2007). Principles of Language Learning and Teaching. United States: Pearson Education.
Brumfit, C. J. & Johnson, K. (1979). The Communicative Approach to Language Teaching. Oxford: Oxford University Press.
Bruner, J. (1996). The Culture of
Education. Massachusetts: Harvard University Press.
Eisner, E. W. (1994). The Educational Imagination: on the Design and Evaluate
on of School Programs. New York: Macmillan College Publishing Company.
Flattery, B. (2007). “Language, Culture, and Pedagogy: An Overview of English in South Korea”.
Larsen-Freeman, D. (2000). Techniques and Principles in Language Teaching. China: Oxford University Press.
Joseph, P. B. (2012). Cultures of























































