لیکوال: عبیدالله حسام
هغه کتاب چې الله تعالی د دنیا د بدلون لپاره نازل کړی، د محمد ص اوسنیو امتیانو له ډلې ګڼو ترې مخ اړولی او د دنیا پخاطر یې هېر کړی دی. دوی یې پر مړو لولي چې په آسانۍ ترې ساه وځي.
چې قران یې په ژوند نه وي تلاوت کړی، څنګه به د مړینې پر وخت ورسره مرسته وکړي؟
هغه ژوند کې چې قران کریم ځای ونه لري، ژوند یې هم عبث او مړینه یې هم.
آیا تاسو له قران کریم سره ورځنۍ اشنایي لرئ؟ هره ورځ لوستل مو یې عادت دی؟
دا تجربه وکړئ، ژوند به مو بختور شي. .
هره ورځ سهار کمه اندازه قران کریم لوستلو باندې ځان عادت کړئ. انشاءالله چې د ژوند ډېرې ناخوالې به مو ورکې او ژوند به مو بدل شي.
دا هر څه به د سر په سترګو ووینئ.
دا کتاب تر هر هغه څه چې تاسې فکر کوئ، ډېر برکتي او ځواکمن دی، ځکه دا د الله تعالی کلام دی، له برکتونو ډک او نېکمرغیو.
که لوستل یې درباندې بوج وي، پوه شئ، شیطان او ستاسې ګناهونو درباندې د دې عظیم کتاب لوستل درانه کړي، خو آسانه ده چې دا خنډ مات کړئ، په ټینګه هوډ وکړئ چې هره ورځ به یې لولم، حتماً یې لولم، په څو ورځو کې به مو زړه له سختۍ موم غوندې نرم شي او په دنیا او اخرت کې به مو دا کتاب مل وي.
د انسان غوږونه تر قران کریم هاخوا ښکلې کلمې نه شي اورېدلی.
د نابغه قاریانو لکه برکت الله سلیم، عبدالباسط عبدالصمد، صدق المنتشاوي، مصطفی اسماعیل، محمد رعد الکردي، عبدالله الموسي، خالد الجلیل، بندر بلیة، هزاع البلوشي او ګڼو نورو قاریانو په جادویي غږونو همېشه تلاوت اورئ، ژوند به مو ورسره خوندور وي.
پاس لیکل شوي نومونه ګوګل یا یوټیوب کې ولټوئ چې د کوم یو غږ مو خوښ شو، همېشه یې په غږ تلاوت اورئ.
ورسره به مو زړه له سکون ډک شي، هغه سکون چې په میلیاردونو پیسو نه شي ترلاسه کېدای، یوازې دا سکون د الله تعالی کتاب په لوستلو او اورېدلو ترلاسه کېدای شي! یوازې د الله تعالی په کتاب دا تجربه حتماً وکړئ.