29 °c
Kabul
28 ° پنجشنبه
29 ° جمعه
چهارشنبه, جولای 2, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    څنګه لیکل وکړو؟

    څنګه لیکل وکړو؟

    سمبولیزم او ادبیات

    سمبولیزم او ادبیات

    ګټیالی څه راکوي؟

    ګټیالی څه راکوي؟

    د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د فونولوژۍ څېړنه

    د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د فونولوژۍ څېړنه

    د مطالعې لارې چارې او ګټې | اکسون مجله

    د مطالعې لارې چارې او ګټې | اکسون مجله

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د پیغمبر کتاب په اړه

    د پیغمبر کتاب په اړه

    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د رومي بانجانو حیرانوونکې گټې

    د رومي بانجانو حیرانوونکې گټې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    د وخت بدلون

    ګور ګوره (ګور ګورې)

    ګور ګوره (ګور ګورې)

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    انسان‌پېژندنه او د شخصیت پېچلتیا

    زما قلم، زما خاوره، زما مسوولیت؛ د یو ځوان د ژور بدلون کیسه

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

ژباړه او سبک

POHAWAI Media by POHAWAI Media
دسمبر 8, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
ژباړه او سبک
0
خپرول
50
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

استاد ګل رحمن رحماني

لنډیز:

     په ژباړه کې د لیکوال یا مبدا ژبې د سبک رعایت یوه مهمه موضوع ده چې په اړه یې نظرونه هم بېلابېل دي. ځینې یې په مفهومي ژباړه کې رعایت ګران بولي، خو ځینې نور بیا دا هم د ژباړن په اخلاقي مسوولیتونو کې راولي چې د ژباړلي متن د صراحت او امانت لپاره باید اصلي متن ته د سبک له دریڅې ورننوځي. د متونو په ژباړه کې ژباړن اړ کېږي چې لږ تر لږه د متن پوهنې څه ناڅه پوهه هم ولري او خپله ژباړه د مبدا ژبې لیکني سبک ته په پام سره تر سره کړي، خو دلته یوه بله باریکي هم شته چې هغه دادبي او علمي یا څېړنیزو متونو په ژباړه کې ده. ژباړه له فني اړخه په جلا یا نوي قالب کې د مشابه مانا بیان دی، له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته حرکت یا د دوو ژبو تر منځ هغه جریان دی چې ژباړن پر دواړو ژبو (مبدا او مقصد) پوره پام کولو ته رابولي، څو د دواړو ژبو لوستونکي بې له  توپیره له اصلو مفاهیمو او ماناوو سره مخامخ شي، ژباړه یوازې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د اثر لېږد نه، بلکې په نوې ژبه کې د اصلي اثر بیا پنځونه ده.

    په اوسنیو پښتو ژباړو کې د سبک د رعایت له اړخه هم ستونزې شته او هم ځینې داسې ښېګڼې چې د هېرولو نه دي. اوسنۍ هنري او داستاني ژباړې مو تر ډېره د لیکوال له لیکني سبک سره هم اشنا کوي چې د بېلګې په ډول د جبران خلیل جبران، نسیم حجازي، بګهت کبیر، خیام او ځینو نورو لیکوالو د اثارو پښتو ژباړې یادولی شو، خو په علمي ژباړو کې بیا تر ډېره د لیکوال د سبک څرک ځکه تت دی چې یو خو زموږ د علمي اثارو تشه لا هم پر ځای پاتې ده او بل دا چې د علمي اثارو ژباړونکي تر ډېره له ذهني اړخه د اثر په موضوع کې بوخت وي، په دې چې زموږ عملي مطالعه کمه ده او باید هرې خبرې ته د تېروتنې له وېرې ډېر موضوعي دقت وکړي.

سریزه:

    سبک یا stile په لغت کې د سرو او سپینو زرو ویلي کولو او په قالب کې اچولو ته وايي او په اصطلاح کې د یوه لیکوال او شاعر د لیکنې یا پنځونې ځانګړې لارې ته سبک وايي چې د پنځګر ادبي لار او د اثارو عمومي پېژندنه ورباندې کېږي. هر لیکوال د دوو موضوعاتو یاني موضوع او مخاطب او د بیان د ځانګړي طرز له مخې له نورو هم مسلکو را جلا کېږي.

      د ژباړې ماهرین په دې اند دي چې په ژباړه کې د مبدا ژبې متن د سبک رعایت د ژباړن مجبوریت دی او دا مجبوریت هغه مهال ښه پوره کولی شي چې په بېلابېلو متونو کې د سبک د تشخیص ځانګړی مهارت ولري. په همدې اساس ژباړن د خپلې تجربې له مخې د ژباړې تر موضوع او ژباړن وړاندې د هغه لیکنی طرز او بیان تشخیصوي او بیا ورته د ژباړې ژبه کې تر وروستي حده خپله ژمنتیا څرګندوي. دا په حقیقت کې د متن د لیکوال او ژباړن تر منځ یوه مسلکي اړیکه ده چې د پخې او هر اړخیزې مطالعې او تجربې په اساس پوخوالي ته رسېږي.

   په دې مقاله کې د سبک لنډې پېژندنې وروسته سبک ته د ژباړن له زاویې کتل شوي، ځينې هغه بېلګې هم راوړل شوې چې له ژباړې سره یې د سبک رعایت هم شوی دی، د علمي او هنري متونو د ژباړې له موضوع سره په تړاو د سبک د رعایت خبره هم څېړل شوې ده. بل کوښښ دا شوی چې د مقالې په بېلابېلو پراګرافونو کې ځينې معلوماتي برخې هم راوړل شي، څو ژباړن یې په رڼا کې ژباړې ته د هنر او علم دواړو له لیدلوري پام وکړي.

کلیدي اصطلاحات:

ژباړه، ژباړن، سبک، متن، معادل، سبکي تداخل، مطلوبه مانا،  فردی سبک

د څېړنې مېتود:

    په دې مقاله کې د څېړنې له پرتلیز او تحلیلي میتود څخه کار اخیستل شوی دی، ځکه ار متن او ژباړل شوی متن باید د سبک عنصر ته په پام سره پرتله او وروسته د ژباړن د مهارت په رڼا کې تحلیل شي.

اصلي متن:

    سبک د یوه لیکوال، شاعر او هنرمن د بیان ځانګړي طرز ته وايي، دا بیان د مطلوبې موضوع د وړاندې کولو په موخه د هغه ځانګړې ژبه ده او له نورو لیکوالو څخه دده شخصیت او ژبې ته تفاوت ورکوي، دلته د عمومي سبکونو خبره هم مطرح ده، مثلا علمي مسایل د بیان خپل او ادبي خپل سبک لري یا په بل عبارت علمي ژبه د خپل او ادبي ژبه د خپل سبک او توصیف تابع وي، خو ماهر لیکوال دلته هم د ځینو خاصو کلمو او مهارتونو په اساس د خپل بیان لاره له نورو جلا کولی شي.  دلته له سبک څخه موخه د مبدا ژبې د بیان طریقه ده.                                                                                                         په عمومي ډول یوه لیکوال ته دوه عامله شته چې دی د یوې موضوع د متن په بیان کې د ځانګړي طرز او سبک غواروي ته اړ کوی، لومړی موضوع او دویم هم مخاطب دی. موضوع او مخاطب ته د لیکوال پاملرنه د هغه متن د کلمو، ګرامري  جوړښتونو او مطلوبو ماناګانو د کارونې په سبب توپیروي.

    هر لیکوال خپل ځانګړی سبک لري چې په سبک پېژندنه کې په ځانګړي سبک یا فردي سبک سره مشخص کېږي. دا هم شونې ده چې یو لیکوال پر موضوع د بشپړ حاکمیت په سبب وکولی شي چې ډېره پېچلې موضوع هم په ساده او ډېر عام فهمه بڼه بیان کړي، خو برعکس داسې لیکوال به هم کم نه وي چې ساده لیکنه لوستونکي ته د اسانوالي لپاره نه؛ بلکې پر موضوع د حاکمیت د نشتوالي په سبب غوره کوي او خپله دغه تشه د پېچلي متن په تولید کې پټوي.(۲۲:۵)

     د مبدا ژبې د متني سبک رعایت د ژباړن په مجبوریتونو کې راځي او د ژباړې پر مهال اړ دی چې تر هر څه وړاندې باید د مبدا ژبې د سبک پلټنه وکړي، ځان ورسره اشنا کړي او بیا یې د ژباړې چاره پیل کړي چې دا کار په بېلابېلو متنونو کې معمول دی، ژباړن د خپلې تجربې پر بنسټ اړ وي چې په خاصو شرایطو کې باید د معنايي ژباړې او ارتباطي ژباړې تر منځ یو غوراوی وکړي، البته معنايي ژباړه هغه ده چې د لیکوال مطلوبه او د پاملرنې وړ مانا په کې لېږدول کېږي او ارتباطي ژباړه بیا هغو ماناوو ته ژمنه وي چې د لوستونکي یا مخاطب لپاره د درک وړ ده.

       په دې دواړو چارو کې ژباړن مختار دی، خو د لیکوال د سبک په بدلون کې واک نه لري، کټ مټ لکه څنګه چې لیکوال یوه علمي مقاله په ادبي او محاوره يي بڼه نه شي بیانولی، داسې ژباړن هم حق نه لري چې د متن د سبک په بدلون کې ځان ته اختیار ورکړي، ځکه چې دا چاره یا اختیار به یې د مبدا ژبې د متن سبک له منځه یوسي.  دا کار د ژباړې اخلاق هم نه اېجابوي، دا ستونزه په ځانګړي ډول د هغو ژباړونکو تر منځ ډېره لیدل کېږي چې ژباړن خپله لیکوال هم وي، په دې دلیل چې دوی د خپلې لیکنې سبک پر ژباړلي متن تحمیلوي او حتی کله له دې هم یو قدم وړاندې ځي او د مبدا ژبې د متن له موضوع څخه د بشپړ پوهاوي په سبب د ژباړې بهیر کې د لیکوال فکر او نظر هم تحریفوي .

       د ژباړې د ماهرینو نظر دا دی چې په داسې شرایطو کې شوې ژباړه د ژباړې د علمي کره کتنې پر بنسټ د ستاینې مستحقه نه ده یا ښه ژباړه ورته نه شو ویلی. کېدای شي اوس د ژباړې د پورتني وېش یاني لیکوال پاله ژباړه او مخاطب پاله ژباړه تر منځ یو درېیم لوری هم رامنځته کړو چې ژباړن پاله ژباړه نوم به ورته مناسب وي. همدا درېیم ډول ژباړه په دې د باور وړ نه ده چې د لیکوال سبک په کې تحریف شوی او د ژباړن له لوري پر متن ډېر نور معلومات تحمیل شوي دي، ددې تحمیل په پایله کې د لیکوال فکر او اند پېچلی او ګوښه شوی دی چې ممکن په ځینو شرایطو کې د ژباړې کلي مفهوم ته هم زیان ورسوي. (۷۹:۱)

  • ادب څېړونکو د خپلو څېړنو په پایله کې کره کتنه په عمومي ډول په دوو برخو وېشلې تقسیم کړې ده چې عملي او نظري کره کتنه ورته ویل کېږي. په نظري کره کتنه کې یو ادبي اثر سرسري یا تیوریکي ډول سپړل کېږي او یوازې تعریفونه یا اصول د لوستونکي واک کې وي، خو په عملي کره کتنه کې بیا دا اصول په عملي ډول د یوه اثر پر بېلابېلو برخو پلي کېږي او لوستونکی پوهوي.
  • عملي کره کتنه له نظري کره کتنې څخه ډېره مهمه ده، ځکه چې د ادبپوهانو په اند د ادبي اثر لوستونکي ته د ادبي اثر بېلابېلې کمزورې او پیاوړې برخې په عملي ډول له اثر سره په تړاو ور ښيي، خو نظري کې بیا د تعریفونو او تیوریو په سبب د اثر او لوستونکي تر منځ اوږد واټن پروت وي او په ګرانه خپل هدف ته رسېږي.

       په پورتنیو دواړو بېلګې کې اصلا یوه ځانګړې موضوع مطرح شوې ده، خو لومړي لیکوال ساده سبک کارولی او دویم بیا همغه مطلب له پېچلي سبک سره بیان کړی دی، اوس که غواړو چې دغه دواړه بېلګې یوې بلې ژبې ته وژباړو؛ نو باید چې د مبدا متن ساده والی او پېچلتیا هم په مقصد ژبه کې په همغه بڼه وړاندې شي. له دې پرته به ژباړن په خپل کار کې بریالی نه وي، ځکه چې نه دی توانېدلی څو د لیکوال لیکنی سبک خپل لوستونکي ته مشخص کړي. (۵۷:۲)

       دا له امکان نه لرې ده چې هر ژباړن دې په ټوله مانا سره خپل فکر او شخصیت په متن کې ښکېل نه کړي یاني جلا یې وساتي، دا کار یاني د لیکوال په سبک کې مداخله ـ چې سبکي تداخل ورته وايي ـ په دوو لاملونو کېږي، یو دا چې ځينې وختونه یې په ژباړن پاله ژباړه کې لاسوهنه په لوی لاس نه وي؛ خو کله بیا دا کار په لوی لاس شوی وي.

    یوه ډله ژباړونکي بیا د خپل لیکنې سبک دومره تابع وي چې خپل سبک په ژباړلي متن په ناپوهاوي کې تپي، دوی د خپل ژباړلي متن د بیا لوستنې او کتنې پر مهال ښه ګوري چې د مقصد ژبې متن کې تر لاسه شوی سبک د مبدا ژبې د متن له سبک سره توپیر لري، خو ځان تېروي او چندان پام ورته نه کوي. دوی په بیا بیا د خپل کار محصول له اصلي متن سره پرتله کوي او د مبدا ژبې له متن سره د خپلې ژباړې سبک د نږدې کولو کوښښ کوي، خو ډېری وخت خپل شخصیت په ټولیز ډول له کړې ژباړې لرې نه شي ساتلی.

     بله ډله ژباړن بیا په لوی لاس خپل شخصیت په ژباړلي متن کې ورننباسي، دوی ته په ژباړه کې تر ټولو مهم یا اصلي هدف دا نه دی څو پیغام هغسې ورسوي چې لیکوال یې غواړي، بلکې اصلي موخه یې د ژباړې په ځانګړي سبک کې د خپلې ژباړې د وړتیا څرګندول وي. دوی حتی د یوې علمي مقالې او لنډې کیسې په ژباړه کې هم مسلکي سبکونو او ژبې ته چندان اهمیت نه ورکوي او دواړو ته په یوه سترګه ګوري.  په هر حال د ژباړې پوهنې له لیده په خپل کار کې ددې دواړو ډلو په اړه د ژباړې ماهرین عجیبه نظر لري او وايي: لومړۍ ډله په خپل کار کې بریالۍ نه ده او دویمې ډلې ته اصلا ژباړونکي نه شو ویلی! (۱۹۷:۳)

   دا چې په ژباړه کې وکولی شو چې د مبدا ژبې سبک ته وفادار یا ژمنه پاتې شو، ځينې لارې چارې شته دي چې یوه تر ټولو اسانه او معمول یې له کلمو او جملو سره چلند دی، دا چلند باید مقصد ژبه کې د  سمو معادلونو موندنه کې عملي شي، یاني له څو معادلو کلمو او څو ګرامري جوړښتونو څخه باید هغه غوره شي چې په ټوله کې وکولی شي په مقصد ژبه کې د مبدا ژبې د متن سبک څرګند کړي.

   ژباړن اکثره وخت د مبدا ژبې متن کې د شته کلمو لپاره د معادل موندنې پر مهال د خپل ځان پر وړاندې ځینې بڼې او بېلګې ویني؛ نو باید له منځه یې یوه په خپله ژباړه کې وکاروي. له دې معادلونو څخه هره یوه کولی شي چې د مبدا ژبې متن د سبک مخته وړنه کې مرسته وکړي. مثلا په دې انګلیسي جمله کې:

I need your help.

     دلته د help او  needانګریزي کلمو لپاره پښتو ژبه کې سمدستي د مرستې او اړتیا کلمې ذهن ته راځي، خو که نور هم سوچ وکړو ښايي لومړۍ ته همکاري او دویمې ته یوه حسي کلمه یاني لاسنیوی هم راوړلی شو، خو که چېرته ولیکو چې « ستا لاسنیوي ته اړ یم.» نو په ادبي سبک ولیکل شوه، خو که ولیکو چې «مرستې ته دې ضرورت لرم»، نو بیا غیر ادبي، ساده یا محاوره يي سبک تعقیب شو. (۷۷:۳)

دویمه بېلګه یې په دې ډول ده:

The pond was full of water.

ددې جملې دوه ډوله ژباړه داسې وړاندې کولی شو.

ـ حوض یا ډنډ له اوبو ډک و.

ـ ډنډ له اوبو تر څنډو ډک و.

 په لومړۍ ژباړه کې د لیکوال د متن رعایت شوی دی، خو په دویمه کې د تر څنډو په زیاتولو سره سبک ادبي بڼې ته وړل شوی، حسي او انځوریزه بڼه ورکړل شوې ده، چې د لیکوال له سبک ورته تېری ویلی شو. (۴۷:۶)

    دویم بحث هم د جوړښتي معادل موندنه ده، ژباړن باید مقصد ژبې ته له مبدا ژبې څخه د متن ژباړنې پر مهال باید داسې معادل جوړښت غوره شي چې د مبدا متن سبک په کې را څرګند شي. لاندې جملې ته به تم پام وکړو:

I don’t have a home in this world.

ـ په دې دنیا کې هېڅ کور نه لرم . یا په دې دنیا کې بې کوره یم.

ـ په دې دنیا کې مې سرپناه نشته. یا په دنیا کې بې کوره ژوند تېروم.

     دویم معادل د لومړي معادل په پرتله هر پښتو ژبي لوستونکي ته ادبي سبک دی، دا مهارت یاني د معادلې کلمې او مناسب جوړښت یا اصطلاحاتو موندل کولی شي چې د مبدا ژبې د متن د سبک رعایت او مفهوم ته لاره هواره کړي، په همدې ډول د ناسمې کلمې او ګرامري جوړښت ټاکنه که څه هم د متن مفهوم په لاس راکولی شي، خو د سبک په رعایت کې به بریالی ګام نه وي. مثلا که په همدې وروستۍ بېلګه کې د کور پر ځای جونګړه راوړو؛ نو د مقصد ژبې متن مو خورا ادبي کړی دی، یاني « په دې دنیا کومه جونګړه نه لرم». یا که بیخي نوره هم هنري او ادبي شي، نو لیکلی شو چې « په دې دنیا کې په اسمان ستوری او په ځمکه سیوری نه لرم.» دلته د دنیا، نړۍ او جهان کلمو بدلون هم د سبک د بڼې بدلون کې خپل اغېز لري.

  اوس ویلی شو چې د دوو ژباړونکو تر منځ ـ چې د یوه واحد متن بشپړې او کره ژباړې وړاندې کوي ـ هغه ژباړن بریالی دی چې وکولی شي د مبدا ژبې د متن سبک یا طریقه هم په مقصد ژبه کې په  خورا کره ډول وړاندې کړلی شي. (۵۹:۴)

پایله:

      اوسنۍ پښتو ژباړې تر ډېره په انفرادي او له پښتو ژبې سره د خواخوږۍ په هڅو ولاړې دي، ژباړونکي هم په همدې احساس او مینه کې  کله کله د دقت پر ځای د سرعت ښکار ګرځي او په سبب یې اصل متن او ژباړن ته وفاداري تر پوښتنې لاندې راځي چې ددې ستونزې په سبب ژباړه کې د سبک رعایت هم له پامه لوېږي.

    له ژباړن باید دا هېره نه شي چې  د ژباړې اصلي موخه دا ده څو له لارې یې په ټولنه کې يوه بدلون ته لاره هواره شي، يو ذهن روښانه کړو او خپل خلک خبر کړو چې په نورو ټولنو کې د علومو او هنرونو په نړۍ کې څه تېرېږي، کومې ستونزې او لاسته راوړنې لري، په همدې ډول خپلې شته ستونزې ـ چې په دواړو کې ګډې رېښې لري ـ څنګه یې هوارې کړې دي؟

      په همدې ډول  ژباړه ډېره باريکه چاره ده چې کم ادلون بدلون په کې نه يوازې دا چې امانتولي له منځه وړي، بلکې ښايي ناوړه اغېزې هم ولري. تر دې ټولو مهم له ژبنیو جوړښتونو سره د ژباړن چلند دی چې ډېر ځله ورته ارزښت نه ورکوي او د بې پروايۍ په پایله کې یې د ژباړې لوستونکی د ار متن یا لیکوال له سبک سره د  نا اشنایۍ په چاپېریال کې بند پاتې کېږي.

وړاندیزونه:

  1. په پښتو ادب کې اوسمهال د ژباړې بهیر چټک شوی دی او هره اوونۍ ګڼ شمېر ژباړل شوي کتابونه چاپېږي؛ نو اوس اړتیا ده چې ژباړونکي د سرعت پر ځای ډېر دقت ته پام وکړي او لوستونکی په پام کې ونیسي.
  2. ژباړه یوازې پر دوو ژبو د حاکمیت پر مټ نه تر سره کېږي، غوره دا ده چې ژباړن د دواړو ژبو د بېلابېلو لیکنو سبکي او ګرامري مطالعه هم ولري، ځکه چې ګرامري پوهه ژباړن د لیکوال یا اصلي متن له سبکي ځانګړنو سره لا ښه اشنا کولی شي.
  3. د پښتو ژبې په ډېرو علمي ژباړو کې هم د هنري ژباړې اغېز ښکاري موضوع په سم ډول نه شي لېږدولی؛ نو ښه به دا وي چې ژباړن د علمي او هنري سبکونو د رعایت پوهه او هنر ولري، نه سبک د متن قرباني شي او نه د سبک په رعایت کې اصلي موضوع له پام وغورځول شي، بلکې غوره کار دادی چې دا باریکي په ډېر مهارت سره په پام کې ونیول شي.

پای پایله

      پښتو ژبې ته په اوسنیو ژباړو کې د سبک د رعایت مسئله تر پښو لاندې شوې ده، لامل یې هم دادی چې زموږ ګڼې ژباړې مستقیمې( مخامخ) نه دي، دویم او درېیم لاسي ژباړې وي، ځکه چې له اردو او فارسي ژبې څخه را ژباړل شوي ډېری کتابونه او وړې لیکنې دویم او درېیم لاس دي، ډېر کم ژباړن دي چې مخامخ له نړیوالو ژبو څخه ژباړه کولی شي. لامل یې هم دا دی چې له بهرنیو ژبو سره زموږ اشنايي محدوده  یا هم یوازې د افهام او تفهیم تر کچې ده، په داسې حال چې د ژباړې لپاره باید له مبدا او مقصد ژبو سره د بشپړ اشنايۍ تر څنګ د متن لیکوال او د هغه د سبک په اړه هم یو څه معلومات اړین دي.

مناقشه

      په علمي ژباړو کې باید د ژباړې او ژباړن مسلکي اړخ او وړتیا ته پوره پاملرنه وشي، کله چې ژباړه مسلکي اړخ غوره کړي؛ نو ژباړن اړ کېږي چې د ارې ژبې د متن او لیکوال په اړه هم یو څه مخکنۍ پوهه او معلومات ولري چې ددې پوهې په رڼا کې تر ډېره پورې له ژباړې سره مسلکي چلند کېږي، یاني دا موضوع حل کېږي چې ژباړې کې باید سبک په کومو ځایونو کې رعایت شي او چېرته د سبک رعایت ته ډېره اړتیا نه لیدل کېږي؟ بله مهمه پوښتنه داده چې ایا هر لیکوال یا هر ار متن د ځانګړي سبک لرونکی دی که نه دی؟ که چېرته نه وي؛ نو په ژباړن ولې د سبک د رعایت التزام راوړل شي؟

ماخذونه:

  1. جمالزی، رحمت. (۱۳۹۷لمریز). د ژباړې لارښود. کابل: افغان لیکوال انسټیټیوټ.
  2. خموش، عبدالقدیر.( ۱۳۹۵لمریز). د ژباړې فن او شالید(دویم چاپ). کابل: انتشارات نویسا.
  3. رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۹لمریز). د ژباړې تیوري. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
  4. ښکلی، اجمل.( ۱۳۹۶ لمریز). د ژباړې اصول(شپږم چاپ). ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
  5. نوري یوسفرۍ، هوسا. (۱۳۹۹لمریز). سبک پېژندنه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
  6. وحیدي، اسد. ( ۱۳۹۶لمریز). پر پښتو نثر د ژباړې اغېز. کابل. اکسوس کتابپلورنځي.
ټګونه: د ژباړې سبکژباړه او سبکلیکواليلیکوالي او ادبیات
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved