د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې دوی یو ځل بیا په سوري زړه اخته ۲۳ نور ماشومان د درملنې په موخه د پلازمېنې کابل ځینو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د دې ادارې مسوولینو ویلي چې دا ماشومان د کابل شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.
افغاني سرې میاشتې ویلي چې دا ماشومان اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي او کابل په شپږو روغتونونو کې به یې درملنه وشي.
د مسوولینو په وینا چې د دغو ماشومانو لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې تر دې وړاندې هم په سوري زړه اخته لسګونه ماشومان د درملنې په موخه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي وو.
د ویلو ده چې د دا ډول ماشومانو درملنه د روغتونونو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ کېږي.