د کونړ ځایي مسوولین وایي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د یاد ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د یو فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې دا سړک د شلتن ولسوالۍ په «بیر» سیمه کې جوړېږي او ۸ کیلو متره اوږدوالی لري.
د مسوولینو په وینا چې د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي او یو شمېر کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې د دې سړک د جوړولو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي او ځینې یې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.