لیکنه: ذبیح الله رحماني
ځواني د ژوند هغه پړاو دی چې انسان ته د توان، ځواک او جذبې یو ځانګړی حالت ورکوي. دا پړاو که څه هم د بریا او پرمختګ بنسټ کېښودلو لپاره تر ټولو ښه وخت دی، خو په عین حال کې ډېر خطرناک هم دی. ځکه چې ځواني د یو ډول نشې په څېر ده، داسې نشه چې انسان په خپل عقل او فکر نه پوهوي او ډېری ځوانان د همدې نشې له امله خپل ژوند تباه کوي.
ځوان باید په دې پړاو کې ځان کنټرول کړي، په خپلو احساساتو باندې غالب شي او له غیرې ضروري او مبالغوي فکرونو ځان وساتي. ژوند د خوبونو نړۍ نه ده چې هر څه د انسان د هیلو سره سم وشي. ژوند د واقعیتونو سره د مخامخېدو او په زحمتونو د بریا ترلاسه کولو نوم دی.
ما داسې ځوانان لیدلي چې ویل به یې: “تر هغو واده نه کوم چې لس، پنځلس قیمتي موټرونه او په زرګونو ډالر په جیب کې ونه لرم او خپل واده مې په هوټل کې په لوړه کچه ونه کړم.” خو کله چې د وخت او ژوند واقعیتونو دوی ته خپله څېره ور وښوده، د یوې ګلپوش موټر هم توان یې نه درلود.
بلخوا، ځینې ځوانان شته چې په ښکاره به یې داسې خبرې کولې: “زه به داسې نجونو سره واده وکړم چې ښایسته، بااخلاقه او باحیا وي.” خو کله چې ژوند د دوی لپاره خپله فیصله وکړه، تر ټولو بې حيأ او بې ارزښته ښځه یې په نصیب شوه.
ما داسې ځوانان هم ولیدل چې ویل به یې: “زه به یوازې هغه وخت واده کوم کله چې د ځان لپاره په بهر کې کور جوړ کړم، لوړ تحصیلات ولرم او خپل کاروبار مې په بریالیتوب سره پر مخ بوځم.” خو کله چې ژوند د دوی لپاره خپله څېره بربنډه کړه، نه یوازې د بهر تګ ارمان یې پاتې شو، بلکې د خپل ځان لپاره یې د کرایې کور ته هم د رسیدو توان نه درلود.
په ځوانۍ کې هره پریکړه باید په تدبر، هوښیارۍ او د ژوند واقعیتونو په رڼا کې وشي. پر خپله جذبه او احساس باندې تسلط ولرئ او خپل ژوند د پُرتمین راتلونکي لپاره مه تنظیموئ، بلکې د نن ورځ د سم ژوند لپاره بنسټ کېږدئ.
د ژوند حقیقتونه دا دي چې په سختیو کې صبر او په زحمت کې کوښښ وکړي، نو خدای (ج) به یې بریالی کړي. هېڅکله د دُنیا په ظاهري شیانو پسې ځان مه اړوئ، بلکې د خپل نیت، کړنې او عزم پر اصلاح کار وکړئ.
ځواني د یوې داسې پانګې په څېر ده چې که یې په وخت او سم ډول وکاروې، نو د ژوند د بریا او خوښۍ ګټلو ضمانت درکوي. خو که یې بې ځایه مصرف کړې، نو وروسته به یوازې د افسوس او پښېمانۍ احساس درسره وي.
نو راځئ چې د ځوانۍ دا ګرانبیه فُرصت د مُثبت فکر، هڅې او د یو سم ژوند د جوړولو لپاره وکاروو.

























































