حمیدالله حمیدي
د بي بي خدیجې جومات د المان په مرکز برلین ښار کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۸ کال کې د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه یې د جوړېدوچارې پای ته ورسېدې او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
دغه جومات په شرقي المان کې لومړنی جومات دی، چې د هغه ځای د مېشتو مسلمانانو په لاس جوړ شوی دی. د بي بي خدیجې جومات یوه لویه ګنبده لري، چې ۴،۵ متره لوړوالی او ۹ متره پراخوالی لري. دغه راز د ۱۳ مترو په لوړوالي یوه ښکلې مناره هم لري، چې جومات ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده. معمار یې مباشر الیاس دی او ټول ټال پرې۱،۷ ملیونه یورو لګښت راغلی.
دغه جومات پر یو وخت د ۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د بي بي خدیجې جومات د نارینه او ښځینه و لپاره د لمانځ بېلا بېل ځایونه لري، چې د جمعې پر لمانځه سربېره د اخترونو لمونځ هم په کې ادا کېږی. شاوخوا یې شنو ونو پوښلې ده، چې دغه پاک چاپېریال جومات ته لا ښکلا ورکړې ده.
دغه جومات پر ملا امام سربېره یو مؤذن او د قران کریم د ختم لپاره دوه حافظان هم لري. وخت پر وخت ځایي مسلمانان د جومات له ادارې سره مالي مرسته کوي، چې د ملا امام او مؤذن پر تنخوا سربېره، د جومات د اړتیا وړ توکي پرې اخیستل کېږي.