د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې د هرات د پاشدان بند پاتې چارې به ژر بشپړې شي.
د یاد وزات د مسوولینو په وینا چې د دې بند چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او ژر به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د معلوماتو له مخې چې یاد بند د ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په بشپړېدو سره به یې ۱۳ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې پاشدان بند به د دوه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري.
د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې د هېواد د یو شمېر نورو بندونو د جوړېدو چارې هم پیل شوې او د ځینو یې کارونه بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
تر دې وړاندې د برېښنا ریاست ویاند ویلي وو چې د وردګو ولایت د چک برېښنا بند او فابریکې د رغولو چارې هم بشپړېدو ته نږدې شوې دي.























































