ژباړه: حامد بهیر
نوښت په لیکوالۍ کې کومه له مخکې نه ټاکل شوې خبره نه ده؛ ځکه هر لیکوال د خپلې ذاتي او فردي تجربې په اساس د ژوند د انعکاس او د هغه بیان لپاره د ژبې په نامه په یوه چوکاټ کې د نوښت مختلف او ډول ډول میتودونه لري.
دبېلگې په توگه د فرانتس کافکا، آلبر کامو، صادق هدایت او محمود دولت آبادي د نوښت میتودونه بېل بېل دي.
سمده چې ځینې وختونه به ددې لارې په لارویانو کې متاثرتوب یا ددې لویو لیکوالانو په آثاروکې محتوایي ورته والی ووینو، خو د هغوی په تخلیق او ادبي اثارو کې یې د نوښت میتودونه مختلف دي؛ ځکه نوښت د لیکوال له شخصیت سره تړلی دی او شخصیت د جمیعت یا د نوښت لپاره په عمومي میتودونو کې دی.
نوښت څه ته وایي؟
له هستۍ څخه د نوي شي کشف او وروسته د هغې کارول په لیکوالۍ او د ژبې په چوکاټ کې په مختلفو میتودونو باندې.
زه تر یو ځایه له دې خبرې سره موافق یم چې ښایي د فلسفې دلارې د لاروي هېڅ څه تازه او نا بیان شوي نه دي، دا پدېدې په حقیقت کې په ډول ډول رنگونو کې سره یو دي؛ خو هغه څه چې دلته کولای د دې ډول ډول رنگونو تر څنگ له واحدو پدېدو څخه لکه مرگ او ژوند زموږ لپاره نوښت رامنځ ته کړي، د دغو دوو معقلو څخه زموږ اخیستنه ده چې ورسته د ژبې په هیت ( د لیکوالۍ زده کړه ) کې جوړېږي، هغه وخت له واحدو پدیدو څخه متفاوته او مختلف لېدلوري د مخاطب په وړاندې د لیکوال او نوښتگر له خوا منځ ته راځي.
شاملو په ډاگه وایي چې له مرگه نه ډارېږم، خو په هغې خاوره کې له مړه کېدلو نه ډارېږم چې د قبر کېندونکې د مزد ارزښت د انسان له آزادۍ څخه ډېر دی.
دا یعنې له مرگ څخه یو متفاوت لېدنه، یا هغه وخت چې مولوي په بې باکانه ډول د مرگ څخه فریاد کوي او جسماني مرگ د انسان د روح د لوړېدلو او اصلي مبدا ته د گرځېدلو انگېزه بولي او هغه ته ښه راغلاست وایي.
” بمیرد بمیرد، در این عشق بمیرد
در این عشق چون مردید، همه روح پذیرید
بمیرید بمیرید و زین مرگ مترسید
کز این خاک بر آیید، سماوات بگیرید” (مولوی)
دا دوه بیل بیل لید لوري د مرگ د واحدې پدېدې په اړه توپیر لري. او همدا دوه بیل لېد لوري د هغوی لید دی، چې په دې دوو شاعرانو کې نو ښت ښیي. او اوس که نور همدا کتنه په همدې مفهوم په شعر کې بیانوي او مرگ ته کوم بیل او نوی لید نه لري نو د نوښت د کلمې حقیقي مانا د هغوی په کلام کې نشته، او یو ناقص تکرار دی د مولانا او شاملو.
دلته د ژوند د واحدې پدېدې په اړه په ژبه کې په نوي رنگ سره نوښت منځ ته راغلی، د بیدل مثال راوړو:
” عمر گذشت وهم چنان، داغ وفاست زنده گی
زحمت دل کجابری؟ آبله پاست زنده گی
دل به زبان نمی رسد، لب به فغان نمی رسد
کس به نشان نمی رسد، تیر خطاست”( بیدل )
ژوند ته د بیدل بې تصوره او ارماني لید د وفا په گرمو ترکیبونو کې د ژوند عبسوالی او وروسته د زړه نه رسېدل شونډو او چیغو ته. او دا چاته نه مالومېدل د هغه خطا غشي له کبله چې د انسان د هڅو له لیندۍ څخه په هستۍ کې پرتاب کېږي او موخې ته نه رسیږي. هماغه د نوښت خبره ده، د ژوند له پدیدې څخه چې د بیدل له ځانګړي لیدلوري څخه سرچینه اخلي. او له ژوند څخه د هغه د وړتیا، درک او فردي تجربې محصول دی، چې د ژبې په غیږه کې په نوښت لرونکې ډول جوړ شوی.
خبره مې راټولوم: هماغه ډول چې په لومړیو کې مو وویل، نوښت د لیکوالۍ په برخه کې د لیکوال او شاعر په پردي تجربه او وړتیا پورې چې د ژبې په غېږه کې وي اړه لري. او دا میتود عمومي نه دی، که نه نو ټول لیکوالان به نوښت لرونکي وو. خو ددې فردي تجربو ځینې برخې د لیکوالۍ په برخه کې او دلیکوالانو لپاره د نوښت په اړه معلومات او پوهه تر یو ځایه د انتقال او ښودنې وړ ده، چې په فشرده ډول په کې څو ټکو ته اشاره کوو:
ــ نوښت د لیکوالۍ په برخه کې د بیل لیدلوري په درلودلو پورې اړه لري، یانې تر ټول مهم د پدیدو له اخیستنې څخه د یوه ځانگړي لیدلوري درلودل او وروسته یې انعکاس دی د لیکوالۍ په چوکاټ کې.
ــ نوښت لرونکی لیکوال هغه څوک دی چې چې خپل ځان لیکي، یانې هغه څه چې خپله یې حس کوي، په ژبه یې راوړي او د نورو په ډول فکر نه کوي.
ــ د نور په ډول تخلیق نه کوي، خو دا چې د لیکوالۍ د کار لومړی پړاونو وي.
ــ په هغه څه چې لیکي یې باور لري او د لیکلو په وخت کې یې د نورو د فکر په اړه فکر نه کوي.
ــ له خلاقیت سره مینه ولري او له تکرار سره نه وي جوړ.
ــ کلیشه یي، ماته او محدوده لیکنه نه کوي، کلمې یې په لیکنه کې د مرغانو په ډول ازاد الوت کوي او د لاس په لاره ځي، خو په لاس روږدې او محدودې نه.